پښــــتو ادب

سبحانه / منیب

رحمت الله منیب تا نه وس تا نه همت غــــواړو سبحـــانه پاک نبي باندې رحمت غـــواړو سبحــانه ته واکـــدار د هـــرې چــارې یې خاونده تا نه عفـوه مغفــرت غـواړو سبحـــــانـه په غوښتنو کې یوه دا غوښتنه نغـــــاړو روغــه سټه روغ صحت غـواړو سبحـانه په دنیــــا د نعمتـــونــــو طلبګار یـــــــو په عقبي کې هم جنت غـواړو سبحـــانه په هیــواد کې مــو ...

نور ولوله »

د مينې ډېوه‎ / نظام کندهاری

شاعر: نظام کندهاری نزول دي د رحمت وي پر جانان د مدينې هزار دَرود سلام پر قدردان د مدينې بدرنګه دنياګۍ شوه د نفرت له تورتم خلاصه ډېوه د مينې بله کړه سلطان د مدينې نسکور شول لات، منات، او ماڼۍ ړنګه د کِسرا شوه چې راغلی دې جهان ته عاليشان د مدينې مرض يې د الحاد کړ له بيمارو ...

نور ولوله »

انسان/ منیب

رحمت الله منیب زندګي لیـــل و نهــــار لــــــــري انســـــــان لکه ګل خـــزان ، بهـــار لــــــري انســـــــان په مغزو کې یې پېچلی نظـــام پـــروت دی هم رګـــــــونه لـــکه تــــــار لـــري انســــان د خــوراک او د څښـــاک سیسټم یې ګـوره ځای د طــــــرحي او ادرار لــــري انســـــان ځیني غـــړي یې په واک ځیني بې واکـــــه تخلیق پـــانګـــه د جبــــار لـــــري انســـــان له ...

نور ولوله »

د ژوند انعکاس

له پنده ډکه کیسه: ژباړه: عطا محمد میاخېل زوی او پلار په غره کې قدم واهه، چې ناڅاپه د هلک پښه په تیګه کې ونښته، په ځمکه را وغورځېده او چیغې یې کړې: وای وای وای له لرې څخه غږ راغی: وای وای وای هلک په ډېرې ځیرکتیا چیغې کړې : څوک یې؟ ځواب یې واورېده: څوک یې ؟ هلک ...

نور ولوله »

سیاسي شنونکی:

طنز: ژباړه: عطا محمد میاخېل له ما مخکې په ټکسي کې ناست و زه یې تر څنګ کېناستم، په راډیو کې سیاسي خپرونه روانه وه، لاس یې واچاوه او راډیو یې ګُل کړه او وې ویل: زه بېسواد یم، خو ګل ام په مخ له دې سیاسي شنونکو څخه ډېر زیات پوهېږم. لږ مې وخندل، ومې ویل، څنګه؟ وې ویل: ...

نور ولوله »

غزل/ راز خوږياڼی

د چا د حسن په کوڅو کې نادره کې نه شي سترګې دې پټې ساته یاره درنه ورکې نه شي په خوله خو څه کوې چې ووایمه هېره مې کړې دومره خبر دې تېره هم زما په زړه کې نه شي چې ته دې نه یې او زه ګرځمه ژوندی نړۍ کې داسې شېبې دې پرما را چېرې اده کې ...

نور ولوله »

سپرلیه ! زموږ سیمې ته په کومو سترګو راځې

لیکنه: مولوي ضیاءالحق صدیق یار سپرلی هغه موسم دی چي په راتلو یې زخمي زړونه ټکوریږي، معطره هوایي د هیواد دنګ او اسمان څکو غرونو ته نوې ساه ور بښي، بلبلان په ترنم راولي، د شپانه شپیلۍ په نوي کیف را اوروي، غاټولان او ګلابونه راټوکوي، د سهار نسیم یې د جسماني او روحاني مریضانو دردونه ټکوروي. خو اوس سپرلی ...

نور ولوله »

ای اتله شاهیـــکوټه / کلیوال

سعادت کلیوال د غزا میدان تودیږي، مړ وجود دې ژوندی کیږي ستا د یاد ډیوې بلیږي ای اتله شاهیــکوټه د افق په کنارو دې شیطانان کله پریږدي ستوري، غشي پرې ورېږي ای اتله شاهیــکوټه ستا هغه سالار لګیا دی په اعداد کې د ځوانانو د غزا شپیلۍ غږیږي ای اتله شاهیــــکوټه د وحشت په تور ټټر د الهي تورې ګزار ...

نور ولوله »

پسرلی /عُقابي جانان

عُقابي جانان په وطن راولې رنګين د ازادۍ پسرلی ربه مونږ غواړو همیشه د خپلواکۍ پسرلی دښتو کې ډېر ګلان راشنه شول د شهيد له وينو په غرو مېلمه شو د چنار، نښتر څيړۍ پسرلی مست بلبلان د ګل په شونډو بيا سندرې وايي ګل بڼ کې ساه اخلي هر ګل هره غوټۍ پسرلی قطار قطار رمې په تکو شنو ...

نور ولوله »

د هجر ماښام / نظام کندهاری

شاعر: نظام کندهاری د خوږې مينې مازديګر مې څه شو؟ د تاندو هيلو زيړۍ لمر مې څه شو؟ اوس به د کوم پير لاس نيوی کومه؟ د عشق مُرشد د عشق رهبر مې څه شو؟ شپه پسې بل ماښام د هجر راشي هغه د وصل سپين سحر مې څه شو؟ ژوند مې تيريږي د سلګو روژه کې لا خبر نه ...

نور ولوله »