پښــــتو ادب

د سورة الرحمن پښتو ژباړه/ نظم

فَبِأَيِّ آلاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ پير محمد کاروان، د سورة رحمن پښتو ژباړه الله دی مهربان را زده يې دی قران پيدا يې دی انسان قوت يې دی ورکړی د خبرو د بيان که لمر ده که سپوږمۍ ده په نظم دي روان که ستوري دي که ونې سجدې کا د سبحان آسمان يې ودرولی او ميزان يې اويزان دا ځکه ...

نور ولوله »

نن کابل جان کې!/ فيض ځلاند

فيض ځلاند خاموشې ده نن کابل کې د سقاو زور دی د څو بې پتو بې ضمیره بې حیا شور دی د څو بې ننګو پردي پالو لا په سر شملې دي نن لنډغرو بیا لوټ کړی د افغان کور دی له هر تصویره یې سرې وینې د ابشارو څاڅي له دیمزنګه وینې څاڅي په باګرام اور دی وطن پردی ...

نور ولوله »

برنده غزل

غزل

مهاجرمدثر مل مي شه چي ژونده غزل ولیکم نن به ورته رنده غزل ولیکم پرېږده! چي د ښکلو غورځۍ وتړي ځم چي څلوربنده غزل ولیکم زما له ببر سر نه به يې پيل کړو ستا تر سپين مړونده غزل ولیکم خوله د غزلبول به پرې خوږه کړمه جوړه به له قنده غزل ولیکم ورک کړي په خیالونو کي د خيال ...

نور ولوله »

نعت شریف / فکرمل طالب

رَسَوای نشي څوک زیان وه محمد ته رب ورکړی اوچت شان وه محمد ته د دې وخت د نړیوال کفر له قصده صدقه خو مې شه ځان وه محمد ته د حضرت جبرائيل امین په لاس رالیږلی رب قرآن وه محمدته دالله په ټول مخلوق باندې افضل دی نذرانه شه ټول جهان وه محمد ته سپي که غاپي ورکوه يې ...

نور ولوله »

غزل – حماد ماليار

اوښکې دې ګويانه کړه خبرې پکې ونغاړه لپه کړه لاسونه ، ملغلرې پکې ونغاړه راشه رانږدې کړه دا ملهم ، پټۍ پټۍ غيږه دا زما زخمي زخمي وزرې پکې ونغاړه ژبه د توصيف په اسمان څٙکو څوکو واړوه باز پکې راونيسـه ، کوترې پکې ونغاړه پنډ دې د خبرو بارومه په زړګي باندې ته راته خوږې خوږې شکرې پکې ونغاړه ...

نور ولوله »

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل پوره که مې د زړۀ دغه ارمان شي ډېر به ښۀ شي دا ژوند چې مې په تا باندې تاوان شي ډېر به ښۀ شي چې نور نو دا یو نیم د ځناورو عادت پرېږدي انسان چې د انسان غوندې انسان شي ډېر به ښۀ شي جانان چې د لیلې په ټنډه خال شي خوند به وکړي آزاد ...

نور ولوله »

شهکار د مینې!

ثاقب خپلواک زموږ د ښکلا د جومات،ښکلی دنګ منار د مینې ده زموږ د څو انقلابونو ، لوی شهکار د مینې چې یې په ننګ، غیرت تل پاتي اولسونه ویاړي ده زموږ د ستړي تاند مسیر ، ستړی سالار د مینې د مینې مېنه یې لیده ، د سرو لمبو په غېږ کې چې یې پیدا کړ ، د خزان ...

نور ولوله »

ورځ تر بله

سمیع الدین افغاني ورځ تر بله خرابیږي دا وطن په نفاق کې نه جوړیږي داوطن د بې رحمه او مکار دښمن دلاسه هره خوا په اور سوزیږي دا وطن په قومونو او خیلونو یو بیل شوی جنګ،جګړوسره ورانیږي دا وطن د دالرو او کالدارو په حساب کې په پردو باندې خرڅیږي دا وطن په هر لوري بې وسي ده مایوسي ...

نور ولوله »

ستا یاد

جابر کندهاری چې د ستا له یاده ستړی سم اوده سم چې بې سیکه لکه مړی سم اوده سم چې راویښ سم ستا د حسن په کتلو حیران پاته خوبوړی سم اوده سم تکامل ته چې رسیږم بیا مانده سم آدم زاد یم بیا نیمګړی سم اوده سم زړه مې ستا د یو نظر په قیمت درکړم باقي نور چې ...

نور ولوله »

د سولې لار

حفیظ الدین پیرزادہ یو، دوہ، درې به سرہ نه وایو پاتې شوې کیسې به سرہ نه وایو اوس ھم که اشغال چغه کړ‎ې ورور مې یې تیرې تاریخچې به سرہ نه وایو موږ‎ به ستا په غدر سترگې پټې کړ‎و دشته د لیلې به سرہ نه وایو جوړ‎ به کړ‎و ښاغلی شرعي نظام ھر څه ته بلې به سرہ نه ...

نور ولوله »