پښــــتو ادب

غزل: طالب الهام

طالب الهام هلته ناقوس دلته اذان خاموش ښایي قیامت شو ټول جهان خاموش شیطانان بیا تر اسمانونو ولاړل ستورې ویده دي کهکشان خاموش د پاک اسلام ستنې به ونړیږي که شي زموږ افغانستان خاموش د وخت بادشاه یې سفارش نه مني یوسف بندي دی او زندان خاموش ملالې بیا ویده ننګونه ویښ کړه ژوندی کړه غږ د یه قربان خاموش ...

نور ولوله »

 د بدبینۍ بدلون!

عصمت الله بشام تـــه د ښکلا او د خوښۍ مضمون یې د جـنګ جګـړو او بدبینۍ بدلــون یې پـه تـیاره چـم کي بـه رڼــا خپـره شي پر چاودو شونـډو بـه مسکا خپره شي مـرګونـه نـه بـه وی جګړی بـه نـه وي د نـــفــرتـونـو قـافـــلې بــه نــــه وي د تــانــدو هیـلو پـــسـرلی بــه راشي له مــودو ورک طالـب زلـمی به راشي ...

نور ولوله »

مروره به تر څو یې،په زړۀ سختې؟

 حضرت نبي « نبي زاده » د صلحې تعريف: صلحه په لغت کې د روغې جوړې په معنا ده او په اصطلاح کې صلحه هغه عقد ته ويل کيږي چې د دوو لورو تر منځ د پېښې شخړې د هوارولو لپاره د دوی په خوښه رامنځته کيږي. د صلحې مشروعيت: الله پاک فرمايي: )وَالصُّلْحُ خَيْرٌ( (النساء: ١٢٨) ژباړه: او صلحه ...

نور ولوله »

غزل: طالب الهام

طالب الهام ستا په سترګو کې منظر ښکاري د مینې په بڼو کې دې لښکر ښکاري د مینې ستا غمزې لکه مرمۍ ورته ګواښیږي زما زړه ته یو خطر ښکاري د مینې چې راواړوي سرې سترګې ژړغونې په لېمو کې یې اثر ښکاري د مینې خو چې کله دوه مئین باڼه په جنګ کړي بیایې سترګو کې سنګر ښکاري د ...

نور ولوله »

د غره کلی: ياسين حمزه

ياسین حمزه شنې سنزلې سرې غوټۍ او د غره کلی. ویښ زلمي سپینې پګړۍ او د غره کلی. موږ عجیبه سره خوښ یو بېل دي نه یو ستا یادونه ،زه، سپوږمۍ او د غره کلی طـــــــالبان لکه غــــــــمي پکې اوسیږي د مور چلو غـــــاړکۍ او د غــــــره کلی بیا غـــــزاده بیا مـــــیدان ته سره وتي دا وحشي سپـینه مـاڼۍ او ...

نور ولوله »

یتیم/ سپین کوچی

سپين کوچی څوک له مور پاتې شي او څوک پاتې له پلاره یتیم څوک بیا له دواړو شي د ژوند په ستړي لاره یتیم مور یې حال نه وایي چې پلار دې شهید شوی زویه! په دروازه کې شي ویده له انتظاره یتیم ته ځوانیمرګ شوې زه دې یاد سره اوس شپې رڼوم راسره ژاړي له ماښامه تر سهاره یتیم ...

نور ولوله »

غزل/ حفيظ الدين پيرزاده

حفيظ الدین پيرزاده ستړ‎ی یم ستومان یمه، دمه به شم ژوندہ! پریشان یمه، دمه به شم ستا د خماري سترگو بلا واخلم سترگې رانه واړ‎وہ نشه به شم ما ورته قرآن مخې ته ونیوہ سوله وارخطا شوہ، ویل ستنه به شم لوڅ سر به د مخ میدان ته نه درځم اوښکې ویل کونډې! پښتنه به شم کلی یې له ورایه ...

نور ولوله »

 د مرغۍ ليک

 سيد اصغر هاشمي ګرانه ولسمشره! له کوره بیله شوې یم. بچیان مې په کور کې یوازې دي او ما پسې په چغو چغو ژاړي. زه هم له سهاره تر شپې چیغې وهم او چا چې بندي کړې یم، ورته ښېرا کوم، خو دا بې فکره انسانان زما له بنده خوند اخلي او فکر کوي، چې زه ورته سندرې وایم، ایا ...

نور ولوله »

زموږ د کلي قاري صیب!

عماد الدین پژمان قاري صیب زموږ د کلي امام او زما همزولی ؤ، سپینې پګړۍ، تورې وریښمیني ږیرې او په خوله همیشني تبسم ېې د کلي د وړو او زړو په زړو کې لارې کړې وې. نه مې یادیږي چې له جومات او مدرسې پرته مې بل ځای لیدلی وي. کابو ټول وخت به له وړو سپین پکړیو طالب العلمانو ...

نور ولوله »

د سولې شال / عُقابي جانان

څوک له وطن پښې سپکوي او څوک وطن ته راځي له مودې پس ورک شوي خلک خپل مسکن ته راځي چاچې اجل راشي، ميږي پشان وزر يې وشي ها سرخوړلي دې مقتل او دې مدفن ته راځي داچې بارودو په اور سوي دي سره سپين ګلونه باغوان له سره کرونده کوي چمن ته راځي زاغان ترې کډه باروي، مست پسرلی ...

نور ولوله »