پښــــتو ادب

حالات خراب دي؛ اکرام الدين مفتون

اکرام الدين مفتون باروتو هرڅه ترخه کړي دي خواږۀ خفه دي د وطن خلک، کاڼي ونې او واښه خفه دي اوس د پخوا پشان سپوږمۍ پکې نڅا نه کوي اوس مستي نه لري چینې زمونږ د غره خفه دي ځوانان په جنګ اخته دي پېغلې دعاګانې کـوي حجرې خاموشې، ګودرونه لـکـه مړه، خفه دي د سینګارونو کیسې ټولې په سنګر ...

نور ولوله »

اختره! الفت جان

الفت جان بدرګه مو په ښکلا کړلي اختره په خوښیو مو زیبا کړلي اختره ګنې مونږه او خندا بېخې نادره ستا لپاره مو خندا کړلي اختره خو ته هم وی ورستون شوي ترزندانه قیدی یار هم په ادا کړلي اختره ها پردین چې نظرانه یی کړل سرونه مونږه ټولوته دعا کړلي اختره خیر الفت یی په بدل کې بخښه غواړم ...

نور ولوله »

تر شیطان ډیر شیطانان

اسدالله رزين اختره مه راځه تیار نه یو د مرګ چاپې تا ته وزګار نه یو موږ د کفن او د لحد غمو کې د ژوند له حقه برخور دار نه یو سترګې په لاره وحشتو ته ناست یو ټول لاس ترزنې جنازو ته ناست یو وینې تری څاڅې هدیرو ته یی وړو د کونډو بورو اوسیلو ته ناست یو ...

نور ولوله »

مناجات؛ فدا محمدنومير

فدا محمد نومير لويه خدايه بختور په مونږ اختر کړې رابهر مو د نفاق له سمندر کړې دواړه لاسه مو اوچت په استدعا دي کور، کهول نه مو نوم ورک د مرور کړې څو لاسونه د ورورۍ يو بل ته ورکړو بختور اختر په مونږه بختور کړې فکر او هوش نه مو کينه او بغض وباسې خيرن زړونه مو په ...

نور ولوله »

اختر ته! جانان خدرخېل

جانان خدرخېل تر اوسه لا د جبر ماڼۍ دنګې دي اختره او دلته د خوارانو مېنې ړنګې دي اختره راځې که نه او څنګه به راځې پر دغه کلي؟ لا دلته د وحشت څېرې بد رنګې دي اختره حالاتو مجبور کړي یو، د ځان مرګ ته تیار یو دا شپې ورځې په مونږه دومره تنګې دي اختره باران د اوښکو، ...

نور ولوله »

ملا برادر آخند ته شعر

محمد قاسم زهیب د مسلمه امت دعاوې دي دلبره تاته اې زموږ لوړ پوړې طالب مشره برادره تاته   په دې عظیم مسؤولیت او دې عظیم خدمت کې مرسته نصرت د لایزال غواړي له بره تاته   دغه شهید په وینو سور ولس مو سترګي په لار د منصور یاره د عمر راسته وزره تاته   دا چي مسکو کي ...

نور ولوله »

اختر ته! انيس شينواری

انيس شينواری په مینه محبت او په مستۍ به دې لمانځو اختره چې راځې نو په خوښۍ به دې لمانځو خیرات د سولې غواړو تل د مینې په کچکول کې راځه، راځه، راځه په ملنګۍ به دې لمانځو اخــتـره د جګړې له دائـرو نــه یـو وتـلي په مستو مستو څڼو د ځوانۍ به دې لمانځو د مینې د الفت او ...

نور ولوله »

غزل: محمد عليم بسمل

محمد عليم بسمل افغانان مۀ وژنه له موږ سره دا ښۀ مۀ کوه پرديه لاړشه پۀ شفتله کې واښۀ مۀ کوه زلېخا عشق ته دې سلام، خو يوسف وپيژنه د جنتي ښکلا ديدن بې اوداسۀ مۀ کوه چا راته ويل؛ که بنه حوره هم وي، نه يې منم کۀ شهادت غواړې له ماسره وادۀ مۀ کوه دنيا کږه ده، وخت ...

نور ولوله »

پاچا هیڅ نه وایي!

ابراهيم صياد زمونږه ویني چې تویږي پاچا هیڅ نه وایي زمونږه هیلی چې رژیږي پاچا هیڅ نه وايي پاچا په ارګ کې په نشو او تماشو اخته دی اولس په وینو کې لمبیږي پاچا هیڅ نه وایي په نوم افغان دوی ته طالب او القاعده ښکاریږي چې هر یو کور دلته ورانیږي پاچا هیڅ نه وایي یوه چوکۍ دې د ...

نور ولوله »

غزل: علي حسان مومند

علي حسان مومند سم پـــروت خمار خمار دی لکه بنګ دانه وانه ګلاب دی رژېــــــدلـــــی کــــه لونګ دانه وانه یو څوک یې وو د سپیـن مخ د لیدلو په ارمان هغه د زړګـــي ســـر یې شو په جنګ دانه وانه په وینو باندې سور دی مات رامات تنکی زلمی را ولوېدو چنــار غــــوندې دنګ دنګ دانه وانه زلمیــو د احـــــــــرار ...

نور ولوله »