پښــــتو ادب

غزل – سوچ کړم

مهاجر مدثر تیرو کي سـوچ کـړم ترينـه پنـــــد اخــلـم ژونـدونـه اوس بـه درنه خـونــد اخــلـم اې دفـانـي ژونــدانـه خــــوږ مـلـــګـــریــه پــــورتــــــه کـــړه سـر در نه مـړوند اخــلـم لـه ســـتـر څـښــتـن سره کـــوم دا ســــــودا ســــــر ورکــــــوم ابـــــدي ژونـــــد اخــلــم هــا د یـتـیــم بـچـي دردمـــن زړګــي تــه ورتـه سـکــون راوړم سـوګــنـد اخـلم بیـا مـي تـر غـوږ دمـلالـۍ ټـپــه شــوه ځم لـه ...

نور ولوله »

د جـــمال شب قدر

شاعر: عصمت الله بشام ځانګړی خوند دي راکوي میــنه وفـا او ښکلا عشق کې په ناز ګلابه ستا یوه مسکا او ښکلا ذکـر چي کړمه نن د میـنې په تسـبو د اوښکو د سعادت نـشه مي ده داسې تقـوا او ښکلا په خمار شپه کې چی غواړم ستا د جمال شبقدر د غـم تـیاره پـه ورکـوم سـتا په رڼـا او ...

نور ولوله »

دليکنې لپاره عمومي لارښونې

طالب العلم عبدالصمد «شاکر» هغه کسان چې غواړي ليکنې وکړي، څېړنې وکړي او ليکنې یې بشپړې او هر اړخيزې وي؛ نو بایده ده چې لاندې لارښونې عملي کړي. ۱ – دینې کتابونه اورسالې بشپړ مطالعه کړئ ،ترڅو په مختلفو موضوعاتو باندې ډيرڅه لاس ته راوړئ اوپه معلوماتو کې مو زیاتوالی راشي ، که چېرې مو بیا په کومه موضوع باندې ...

نور ولوله »

له ( نه ) څخه نه څنګه بیل کړو ؟

ماهر احسانزي لومړنۍ (نه ) د نفي یا منفي امرکولو لپاره استعمالیږي او دا بل (نه) بیا د وستربل په توګه دتقریبآ زمونږ د ټولو په لیکنو کې د ( څخه ) لنډیز استعمالیږي . د یوویشتمې پيړۍ ادلون ، بدلون ، له خوراک څښاک ، تلو راتلو له وسایلو رانیولي تر پښويې ( ګرامر ) پورې دخلکو د هوساینې ...

نور ولوله »

ترابي ګیله

ماهر احسانزی د پښتو ژبې په ادب کې عبدالرحمن بابا یو له هغه لوستو شاعرانو څخه و، چې د شاعرۍ ساده والي او سوچه توب يې له دده شعرونه يوازې تر درسي ځایونو ، مشاعرو، ناستو را محدود نکړل ؛ بلکې په جوماتونو کې د ایت او حدیث وروسته د ملایانو خولې ته د دلیل لپاره پریوتل ، په جرګو ...

نور ولوله »

غزل _ عبدالباري جهاني

مه راوړه اشنا د زړه زخمو ته مي لاس مه راوړه ستا بېلتون وهلو پرهارو ته مي لاس مه راوړه زما د لمبې زور دی چي پانوس یې ښکلی کړی دی پرېږده چي بلېږمه لمبو ته مي لاس مه راوړه ماته خپل قسمت کور په اغزیو کي نیولی دی ګل یمه رژېږمه ښاخو ته مي لاس مه راوړه ستا د ...

نور ولوله »

ساقي د کوثر

شاعر: مولوي محمّدجان ښه زيبا منور، تر قمر او آفتاب يې په ښايست کې اعلٰی تر نرګس او ګلاب يې چې دې راوړ تشريف د عشاقو بازار ته ټول جهان په حيرت کې شو ستا و رخسار ته په جمال او کمال د خوبانو جناب يې ثاني نشته دا ستا د ښکلا او زينت بهترين نازنين رب درکړی عزت ته ...

نور ولوله »

اخ! زه یوه نجلۍ یم / لنډه کیسه

tears-eyes-16143904-500-368

ژباړن: حامدالله ستون مور مې په یوه سترګه ړنده وه. په ماشومتوب کې یې د یوې پېښې له کبله خپله یوه سترګه له لاسه ورکړې وه. زه د ښوونځي په درېیم ټولګي کې وم او ورور مې په لومړي ټولګي کې زده کړې کولې. ماته مې د مور څېره دومره عادي شوې وه، چې په رسامۍ کې مې هم د ...

نور ولوله »

څنګه تخلص ولرو ؟

ماهر احسانزی پخوا چې علم لږ يا علم ته د خلکو دومره لا س رسی نه و ؛ یوازې هغه خلکو به پر ځانونو تخلصونه کیښودل ، چې په ټولنه کې تر نورو مخکې ، پو ه او منلي وو ، ځکه خو د تخلص په اړه په يوې پيژندنه لولو: تخلص د خاص نوم له ډولونو هغه نوم دی ...

نور ولوله »

د سکې دا بل مخ

ماهر احسانزی ډېرځله د یولیکوال ، شاعر او یا کوم بل چا پر ژوند ، کارونو او هڅو دنورو خلکو او د نظر څښتنانو لیکنې ، خبرې او معلومات ترلاسه کوو ؛ خو خپله هغه خلک چې د يو چا پر ژوند او کړنو راسره خبرې کوي ، نه مطالعه کوو. هغه خلک چې د نورو خلکو په اړه راسره ...

نور ولوله »