پښــــتو ادب

د نارنج گل دوديزه ميله او مشاعره

افغانستان د ښکلاوو وطن دى؛ خو په پسرلى کې نور هم ښکلى کيږي. د نارنج گل دوديزه ميله د دهقان له ورځې څخه پيل شوې، چې د سراج العمارت په بڼ کې به نمانځل کيده. په دې ميله کې به هرچا خپل څاروى په تېره غويان ډېرښکلي کړي ول؛ په غاړه کې به يې ورته گونگروگان اچولي او ښايسته ټوکران ...

نور ولوله »

ما لا خوبونه لیدل / عبدالباري جهاني

خوب مي لیدی پر کندهار باندي غزل لیکمه پر انارګل پر شالمار باندي غزل لیکمه راته یادیږي یې په کاڼو کي ماشومي لوبي د مور له غیږي تر کوڅې پوري معصومي لوبي الف زر آ مي د بوډۍ په ټال کي وزنګوي د جوماتونو آذانونه راته وشرنګوي څه پر ملا څه مي پر پلار باندي غزل لیکمه پر انارګل پر ...

نور ولوله »

لر او بر پښتونه!

ولې کړیږې او ځوریږې لر او بر پښتونه!اې! دوردګو،بلخ،هرات ،ټل او خیبر پښتونه! شونډۍ دې وچې رنګ دې تښی دئ، لیلا لټوېبیا بادوې لکه مجنون خاورې په سرپښتونه! کوم یوه کوډګر دمور په نس کې په تا کوډې وکړې؟شپه او ورځ ګرځې سرګردان او درپه در پښتونه!

نور ولوله »

درديدلی زړه

درواری شم ښکلی ځـــوانه ای غمجن زړګــــی افغانــــهتړمــــې اوښکې نــــا امــيدهد ظالــــم ښکــــاري د صیدهچې ناتار يې ستا په کور کړچې شهيد يې درته ورور کړستا په کور يې جوړ ماتم کړستا دا خوږ زړګی يې غم کړ

نور ولوله »

ویرنه

دا شعر مې د کندهار د وروستۍ پیښې د مظلومو شهیدانو کورنیو ته لیکلی دی، باور وکړی په دې نه یم پوه چې څه مې لیکلي ، ښه دی که بد خو فقط خپل ویر مې له تاسو سره شریک کړی دی: ویرنه ۱ اخ جوړه بچي مې نه شته د کور ستنه مې ده ړنګه وۍ په خپلو وینو ...

نور ولوله »

نظم: د لته غم دى دلته اوښـــــــکي دي ژړا وې

نظم د لته غم دى دلته اوښـــــــکي دي ژړا وي دلته جوړ وېر  او ماتم دى مسکا‌‌‌‌ نسته   د لته هر زړگى  په وينو کي ګلــګون دئ  دلـــــــــــــــته مه راځه  سپرليه خندا نسته   دلته کونـــــــــــډي  يتيمان دي په چغارو    د بابــــــــــــــک ناري وهى  خوبابا نسته  

نور ولوله »

د غم څپې

په مــــــوږ د مرګ بدې څپې تېرېږ ي څــــه عجیبه شانتې صــــحنې تېرېږ ي د زړه ګوګل ته مـو لاس ویـــوړو رقیب د درد او غـــــــم بدې شیبې تېرېږ ي د ژوند مفهــــوم زموږ بې رنـــګه شولو د نابودیو ولــــــــــــــــولې تېرېږ ي هــــا امیـــدونه ارزو ګانې د ژونــــــــــــد ټولې نیمـــــــــــــــګړي قافـــــــلې تېرېږ ي

نور ولوله »

زما مرکه د وزیر سره

زه ورغلم او د وزیر څخه می د مرکی غوښتنه وکړه ، وزیر ومنله فقط څو دقیقی یی وخت وغوښتی تر څو نوی دریشی او نیکټایی واغوندی او عطر ووهی، وروسته مرکه شروع سول:خبریال:تاسو وزیر یاست ؟او دکوم وزات؟ ــ سربیره پردی چی وزیر یم رئیس جمهور هم راڅخه بیریږی.خو دوزارت نوم نسم په ډاګه کولای چی کوم ساده او ...

نور ولوله »