پښــــتو ادب

د ارواښاد امان الله سيلاب ساپی يو ښکلي غزل ته يوه لنډه کتنه

ستا دسترګو بلا واخلم بيا دې سترګې ولې سرې دیپام چې وار دې خطا نه شيما منلي غرغرې دي درنو لوستونکو!پورتنی شعر د ارواښاد امان الله سيلاب ساپی هغه پيل شوې ملغلرې يا د دزړه خبری دي چې د غزل به ښکلي بڼه راښکل شوی

نور ولوله »

ای کاش چې د حرم په شنو کوترو کښې مې کور وای

ای کاش چې د حرم په شنو کوترو کښې مې کور وای چې مينه پخيدلای په غومبرو کښې مې کور وای ماشومه شان مستي وای د انګورو په خيمو کښې زړه پاله خواشيني وای په سندرو کښې مې کور وای د شمو په لمبو مې دا خوږمن زړګی تبلای د ځوانو پتنګانو په وزرو کښې مې کور وای

نور ولوله »

صليب ته سلامي نه منو

موږ دخپلواک دين طالبان يو سر ټيټي نه منو احرار له وخته يو د بل چا غلامي نه منو تل مو مات کړيدي سرکښه اومغرور سرونه ځکه پرځان هره جابره زور واکي نه منو موږ له خاپوړو په جنګو کی را لوبيږو ګوری دصيلبی وحشې نړۍ دا زور زياتي نه منو

نور ولوله »

د شاعر ماهيت او حقيقت

د شاعر د ټولنيز شخصيت بنسټيز اړخ د هغه تخيلي ځواک دى. تخيل هم د شعر په څېر ناندرې را پورته کړي او په بېلا بېل اند را پېژندل کيږي. د شاعر ماهيت او حقيقت د هغه د شعري ولولو په څېر د تخيل پېژندنه هم گرانه کړې او ټولنيز ټينگارونه يې زېږوليدي. په هره توگه  شاعر، ولوله او تخيل ...

نور ولوله »

لنډه کیسه: نامرد، لیکونکی: علي سيد سيدي

هلک د کړکۍ  تر څنګ  په چوکۍ ناست و.  په ګوتو کې يې کلي وه، د موټر ښکاریده، اړوله، را اړوله يي. ده مخامخ ناستې نجلۍ ته کتل. نجلۍ د تخت په څنډه ناسته وه، تر څنګ يې یوه ماشومه. نجلۍ مځکې ته کتل، په ګلداره ګیبې پرتوګ يې د ساده څاکداره کمیس، لڼده لمن پرته وه. وړې پوزې سره  ...

نور ولوله »

بې وفا ملګرى ژباړه :: محيب رحمتي

ټارزن (ځنګليي سړى) په يوه باغ كي پروت د اسمان خواته يې كتل، چېرته چي مرغۍ الوتلې، بيزو چي پنكي د هغه له څنګه ناسته وه كيلې يې خوړې ټارزن كېنوست د پنكي ته يې وكتل، وې خندل : – ته خو هر وخت خوراك كوې، ته ولي نه چاغېږې؟ پنكي ځواب وركړ : – په دې خو زه هم ...

نور ولوله »

غز ل که هزل

په یوه پښتو ویب پاڼه کې مې  یو روښانه عنوان ولید چې لیکل شوي وو ( غزل )  په کلیک کولو سره یې  صفحه راخلاصه شوه ، مګر چې  شعر مې ولوست  له عنوان سره یې هیڅ  اړخ نه لګاوه  . عنوان  غزل لیکل شوی وو ، خو په معنون کې سرترپایه ټول داسې  موضوعات او جملې راغلې وې  چې ...

نور ولوله »

الهام او دهغه ډولونه

الهام په لغت کې د یوڅیز څښلو او تیرولو ته ویل کیږي او په اصطلاح کې د الله تعالی له خوا د انسان زړه ته د ښې خبرې یا ښه مطلب اچولو ته  الهام ویل کیږي ، یعنې ګواکې ته به داسې انګیرې ، چې د انسان روح دغه مطلب په توله مانا اخلي ، او کله نا کله د ...

نور ولوله »