پښــــتو ادب

نعتيه غزل / نظام کندهاری

ستا په ارشاداتو مو د ژوند چارې ودانې دي بې له ستا د عشقه مو جونګړې د زړو ورانې دي تا دي راښودلې هغه لارې چې تر تا رسي ستړې قافلې مو پر هغو لارو روانې دي دوه ځلي چې ښکُل کړي محمد ؐ هر ځل لوستلو کې ما ته مې له دې سببه دواړې شونډې ګرانې دي خپور دی ...

نور ولوله »

زخمونو ته دوا / عُقابي جانان

د وخت هر ظالم فرعون لره موسا يم مغرور خلک غرقابه وم د نيل دريا يم د نمرود اور ته وردانګه به مينه زه بچي د ابراهيم خلیل الله يم هر يو ظلم او ستم په ځان زغمی شم امتي د محمد رسول الله ﷺ يم د هراقل د لښکرو پروا نکړم زه سرتېری يم خالد يم سیف الله يم ...

نور ولوله »

ژوندون / نظام کندهاری

توښه چې د عقبٰی شي نو همدا به وي ژوندون رڼا به وي رڼا به وي رڼا به وي ژوندون ارشاد د ” ولاتفرحوا ” د زړه په غوږ که واورو ژړا به وي ژړا به وي ژړا به وي ژوندون خصال د ثقلينو د لارښود چې يې سنګار کړي ښکلا به وي ښکلا به وي ښکلا به وي ژوندون ...

نور ولوله »

د زړه دروازه

عرفان الله عرفاني زړه تـه مې د زړه دروازه خلاصه کړه! راشه ورتـه تــه دروازه خلاصه کــړه! ډېر دی ستړی کړی د بېلتون دښتو لږ چې شي ویــده دروازه خلاصه کړه ناست دی د کــلا د دېوال سیوري ته غـواړي لــــږ اوبه دروازه خلاصه کړه ستا تصویر مې سترګو کې ساتلی دی زار دې شـــم باڼه دروازه خلاصه کړه ګوره ...

نور ولوله »

انسان څوک دی؟

لیکنه: سیداصغر هاشمي د نړۍ انسانان په بېلا بېلو جغرافیو کې ژوند کوي، د ټولنو ټولنیز ارزښتونه یو شان نه دي او د بېلا بېلو والدینو پیدا او ارثي ځانګړنې سره توپير لري. د ملتونو سیاسي حالات په یو شکل نه دي، اقتصادي ژوند په انسان اغېز لري او نړۍ یو شان اقتصاد نه لري، څوک غریب او څوک مالدار ...

نور ولوله »

غزل/ جانان خدرخېل

سر ملا، څاروان ملا، رهبر ملا تل د ناروا پر وړاندې غر ملا مینې ته قائل دی، مینه ګرکی دی عشق ملا، د مینې سمندر ملا نۀ دی د حلوا او سرسایې مجنون نۀ دی ګوره هر یو خېټور ملا تۀ غواړې اسلام دې درته وتراشي داسې خو کېدلی نه‌شي هر ملا دغه نو ستا خپله غلطي ده چې ښکاري ...

نور ولوله »

أَلَمْ تَرَ كَيْفَ که د مفکر آزار؟ ( طنز )

ليکوال: حفیظ الدین پیرزادہ وزیر ګل را ته وویل: اشنا ګله! دا دوہ ورځې وشوې چې له کور څخه بیرون نه یم وتلی. بس بلا وہ او برکت یې نه! ما وویل: خیر شه! ولې څه شوي؟ راته یې کړ‎ہ: دوہ ورځې وړ‎اندې جومات ته لاړ‎م، د ماښام لمانځه ته لږ‎ وخت پاته و! په جومات کې کوچی حاجي او ...

نور ولوله »

نوی کال – عبدالباري جهاني

نوی کال په ساندو راغی نوبهار په وینو سور دی بیا قاصد په وینو ژاړي بیا رویبار په وینو سور دی له چا وغواړو ګلونه چاته وروړو امېلونه له کابله ویني څاڅي کندهار په وینو سور دی اوس به څوک جنډۍ کړي پورته د خاټول په سره لمن کي سخي جان زخمي زخمي دی لاله زار په وینو سور دی ...

نور ولوله »

غزل: عرفان الله عرفاني

په خمار حُسن دې کتاب لیکمه نوم دې پر پاڼو د ګلاب لیکمه زه یم خطیب ته مخاطب شه راته ښه په تفصیل درته خطاب لیکمه داچې خړپړ یې په ګردونو باندې له مینې تا ابو تـــــــراب لیکمه راټولومه ستا د ژونـــد افسانې هر یو عمل دې باب په باب لیکمه راتلونکي نسل ته تاریــخ جوړوم خــوږې، تــرخې د انقلاب ...

نور ولوله »

غزل: زما هجرت، زما پګړۍ

مهاجر زاهد ساپي زما د ژوندون راز، زما هجرت، زما پګړۍ وماته دی اعزاز، زما هجرت، زما پګړۍ په شونډو وچ پتري، تڼاکې پښې، شډل وجود د څړیکو سوز او ساز، زما هجرت، زما پګړۍ له وخت نه بغاوت، زما همت، زما غیرت زما ناز او انداز، زما هجرت، زما پګړۍ د ژوند په دم قدم صبر او زغم آخر ...

نور ولوله »