پښــــتو ادب

سپینې پگړ‎ۍ!

شاعر: حفیط الدین پیرزاده ھمدا سپینې پگړ‎ۍ مو د الله په نزد تاجونه ھمدا سپینې پگړ‎ۍ مو پر اوږ‎و مسؤلیتونه ھمدې سپینو پگړ‎یو وارثان د ھغه چا کړ‎ئ چې خپله لوی الله ورباندې وایي درودونه ھمدې سپینې پگړ‎ۍ سپینه ماڼۍ وپرځوله ھمدا سپینې پگړ‎ۍ د ازادۍ ضمانتونه ھمدې سپینې پگړ‎ۍ پورې موقوفه مو بقا دہ که خدای مه کړ‎ہ بې ...

نور ولوله »

د محمد عليم بسمل نوی غزل

محمد عليم بسمل زليخا ښکلې عاشقي دې په يوه روپۍ کړه دعزيز ټوله پاچاهي دې په يوه روپۍ کړه دښامارانو له مخونو دې پرده پورته کړه دفرعونيانو خدايي دې په يوه روپۍ کړه ولې دې وسڼډلې څڼې يه ګل مخېه اشنا ښکلې هوا دپسرلي دې په يوه روپۍ کړه خدايه چې ولې به نسبت هرځاى کې کارنه کوي دښکلو سترګو ...

نور ولوله »

غزل/ شفاعت ریحان

شفاعت ریحان زړۀ مې و، خو ومنه په زړۀ مې ورته نه ويل ډېر را باندې ګران و، خو په خولۀ مې ورته نه ويل   څۀ زور  و، چې ستا سترګو پرې خاورې کړ زما ارمان څۀ زغم و، چې ناست ومه او څۀ مې ورته نه ويل   زۀ مې له جانانه! سره دومره خوږ روان وم چې…. ...

نور ولوله »

مه وژنۍ

شاعر : سمیع الدین افغاني مـه وژنۍ زمونږه مشران مه وژنئ نور مو د آيئن پیروان مه وژنۍ بس کړئ دغـــــه ظلم او جفا نــوره نوردا بې ګناه انسانان مـه وژنئ تاسې به هم کـــــور لرئ اولاد لرئ نور د کلې زوړ او ځــــوانان مه وژنئ پريږدۍ چې ګلونه شي باغونه شي نور دا ببر سر ماشومان مه وژنئ سولې، ...

نور ولوله »

خود فریبه انسان

سمیع الدین افغاني یو دارآ سړی په لاره کې روان وه ډیر مغروره ،کبرجن مین په ځان وه کوم درویش ورته نظر د لری خواه شو په غرور یې لارې تګ ته په سودا شو ورته یې وویل : غرورنه ښایي انسان ته نه شې ځمکه شق کوای نه ګوري ځان ته انسان نشې رسیدی دا لوړو غرو ته دی ...

نور ولوله »

لکه بهار…..

سپين کوچی مُسکی مې شي د زړه د ګل پرهار، لکه بهار مُسکی چې راته سترګو کې شي یار،لکه بهار کوڅې د جلال کوټ دې هسې نه دي نارنج ګله! وږمو چې دې په سر اخیستو ښار، لکه بهار ځواني څه ؟ بس د ژوند یو څو رنګینې شان شیبې دي شي تیر ، چې کړې ،ایله د ګوتو شمار، ...

نور ولوله »

ساتونکي/ فکرمل طالب

فکرمل طالب په هره لاره مې ساتونکي او پولیس پوښتي زما ایمان لوټي ما هر وارې ابلیس پوښتي ماته د تور او تور ته ورته لیست خبرې کوی په تلاشۍ ولاړ عسکر رانه حدیث پوښتي زما ایمان دجالي خلکو ته له زغمه وتی په ځان ډاریږي دطالب اشناتأسیس پوښتي هغوی چې نلري فطرت د نارینه ؤ خلکو هغوی له جهله ...

نور ولوله »

د غره لیوه او د خان سپی

عمادالدین پژمان ځینې ریښتیا لکه د غرونو لیوان وږې زغملی شي او تږي ګرځي د بل احتیاج د بل منت نه مني د بل قانون د بل دولت نه مني مدام آزاد او هسکه غاړه ګرځي سرې سترګې ګرځي خو له ویاړه ګرځي   ځینی بیا سم لکه د خان خډلان سترګې ېې خښې وي د خان په سترګو بوڅ ...

نور ولوله »

پسرلی به وي هر خواته!

اسدالله غيرت/ پکتيا پسرلی به وي هر خوا ته پنډې سپرغې به راشنې وي د ديار سيلاب به چمندې روان وي په پټيو کې به شنه سره ټيکري ښکاري هرې خواته به مرغان سندرې وايي بوډاګان به د جومات دېوال ته ناست وي يادوي به د ځوانۍ شرينې ورځې پاس له غره به د شپېلۍ اواز را درومي له هوا ...

نور ولوله »

غزل: جانان خدرخېل

جانان خدرخيل وخت به تر څو راباندې دغسې کانې کوي قسم په خدای چې نور مې زړۀ داسې لمبې کوي زۀ مې مورکۍ ته له ډاکټره قرض دوا راوړم زما ملګري په پارکونو کې مېلې کوي وایي پلارجانه! لس روپۍ دې کله را نکړې وړه لورکۍ مې په وړه ژبه ګیلې کوي زۀ له غربته په سړه ټیکله موړ نۀ ...

نور ولوله »