شعـــــرونه

پېغور؛ عبدالمالک همت

عبدالمالک همت څه پر هوښ سه ای ياغي، مغرور انسانه لږ څه وډارسه له قهره د سبحانه ولس ستړی دی، غليم سخت کړولی د هيواد مو هره لته سوله ورانه ته لګيا يې په دې وير کي کوې جشن په دې کار به دي کړې خلک لا پرېشانه دا مستي، خود خواهي پرېږده، ظلم پرېږده د مظلوم مظلمه مه اخله ...

نور ولوله »

غزل، حمدالله حلمیار

راځه راځه راسره اوښکې تویوه ملنګه! راځه انګړ ته جنازې حسابوه ملنګه! دروازه نلرو راځه په غلي غلی قدم په لړزیدلي غږ سکوت مه ماتوه ملنګه! راشه چې نن د امن ساتو امن هم وګورې راشه در وښیم ددوی یوه تحفه ملنګه! راشه د ورېت -ورېت ماشومانو تبسم وګوره راشه کرار یې د مرګ خوب نه پاڅوه ملنګه! وایه! شي ...

نور ولوله »

د طالب الهام دوه غزلونه

طالب الهام  چې شفتین مې دزړه مینه ستاپه خد ماتوي زه دامنم چې تجاوز کاندي خپل حد ماتوي که یوجهت یې دګناه وي بل صواب هم لري زړونه دمینې کرونده کړي اوحسد ماتوي هغه مې خوښ ندی چې زموږترمنځ دښوهڅه کړي هغه دې ورک شي چې زموږ ترمنځه بد ماتوي هغه دې تول عمر خوشحال نشي طالب الهامه چې کوم ...

نور ولوله »

د زرمت ناورین/ چینار ټکور

چینار ټکور بیا دي په مظلومو پرګنو باندي غوغا ده پاڅه شاهیکوټه توره وکاږه غزا ده پاڅه دزرمت دنازولو کړیکي نه اورې؟ پاڅېږه رادرومه دلته جوړه کربلاده هله، دجګړې دقومندې امیر دي وټاکه هله ، دغربي لېوانو بیا درته سودا ده بیا یوځلي کړیکه که ویده غازي راپورته که بیا دسرو شین سترګو راروان اناکونډا ده وخته ددې هرڅه حساب ...

نور ولوله »

د زرمت غمیزه/ قاري سعید

قاري سعید سور د خپلو وینو په خوناب لکه ناسور زرمت بیا شهید شهید دی، لکه (سیف) لکه (منصور) زرمت څه یې ده ګناه، څه یې خطا یو څه خو ووایئ! ولې قتلوئ په کوم کتاب، په کوم دستور زرمت سپین ګلورین ژڼي یې لوګی د سپیلنو په شان عصر د نمرود خپلو بچو ته کړ تنور زرمت هلته یې ...

نور ولوله »

غزل؛ طالب الهام

طالب الهام  ترږمۍ بویه رڼا پسې روانه اوښکه نه شوه په ژړاپسې روانه که ترسترګودې جګړه درعداوبرق شوه ورېځ به پورته شي برېښنا پسې روانه کاږه زړونه به بیاژمن کاندي ایمانته معجزه چې شي عصا پسې روانه اسویلۍ شه په دعا پسې روانه ښېرا مه شه په اروا پسې روانه بیابه یاد دحسین ولمانځي په اوښکو که سلګۍ شوه کربلا ...

نور ولوله »

وطن جوړیږي؛ سميع الدين افغاني

سميع الدين افغاني که وي پــوهه ، تعقل وطن جوړیږي چې وي یـو دبل منل وطن جوړیږي څوبه خپلو کې مونږ لاس اوګریوان یو د ورورۍ لاس ورکول وطن جوړیږي د زور واک ،چپاولګرو چې هستي ده بیت المال ته یې سپارل وطن جوړیږي که پرون په زړه د تورو کاڼو غروه اوس یې سم دریځ نیول وطن جوړیږي ترڅونشو ...

نور ولوله »

د ښار ملِک ویده دی

فاروق فردا شپې د تیارو پر بالښت سر ایښی دی دتن هډوکي یې جړقېږی او له درده ورته خوب نه ورځي د ستړي روح سره اوږو باندې زه، د شپې په رګ کې ځغلومه د ګامونو آواز. د ښار د لويو څلور لارو، لاټېنونو کې د تیلو پرځای ویني سوځي، او د ښار زړه کې د ویرجنې چوپتیا، له هرلورې ...

نور ولوله »

غزل، پيرمحمد کاروان

پيرمحمد کاروان ستا د ځرځو زرغونو سترګو تفسیر دی ته پاچا یې سمندر دې لوی سفیر دی ډېر خوبونه مې لېدلي رانه هېر دي ته مې ولېدلې دغه یې تعبیر دی مریدانې مې نغمې نغمې د مینې رنګین خیال مې بس مرشد پیران و پیر دی ربه ته یې په ښادۍ باندې بدل کړې موده کېږي د افغان پر وطن ...

نور ولوله »

غزل؛ ثاقب خپلواک

ثاقب خپلواک دې هغه رازونه ټول واړه نیمګړي نه موجود ؤ، نه ژوندي ؤ او نه مړي موږ کرلي څو پېړۍ وړاندي تخمونه را شنه شوي مې په زړه کې هغه زړي د اعجاز امسا مې لاس کې راسره ده ستا د سحر یې پړ کړې اوږده پړي له هیبته د مئینو زړو درزا ته به لړزیږي د انسان د ...

نور ولوله »