شعـــــرونه

غزل؛ حماد ماليار

حماد ماليار د نـفـرتـونـو ږلۍ نۀ کـړي درنـه ماته مينه د ښکلاکانـو له چـتـرۍ نه لاندې ساته مينه! له بـدخشـانـه تـر مـيــونــده، تر قَلاته مينه زرغـونَـوه! لــه ننـګــرهــاره تر هــراته مينه له مـلاکنــډ نه يـا قــربان تـر پېـښــوره وکړه پـر قبائلــو هــم راوشينـده لــه سـواته مينه نۀ مو په هند کې له حجازه وينه وپاشله! نۀ مو خپره کړه له ...

نور ولوله »

غزل/ تسل عزام

تسل عزام ستا په سترګو کې جانانه یو ساده باده (ضمیر) دی داضمیر ماته راجع دی دا زما د مخ تصویر دی د (قطبي) استعاره یې!  مشّبه دګل ګلاب یې تاپه کوم نامه راواخلم کشر ورور دي (صرف میر) دی منادی مي د زړګي یې ته مرفوع یې او مبنی یې (کافیه) زما د خیال یې هر باڼه دي نحومیر ...

نور ولوله »

د کاروان صاحب تازه شعر

پير محمد کاروان نه ددې وطن پاچا ګڼمه پیر نه مرید یمه د کوم یوه وزیر نه مین یمه په ډلو په ټپلو ایله یمه د وطن سترګو ته ځیر شوکې شوکې زخم زخم تن یې ژاړم ته به وایې سپو داړلی دی فقیر وطنوال مې چې هر څه وایي قربان یې لېونۍ خبرې وي د جنګ تاثیر دا چې ...

نور ولوله »

غزل؛ سید احمد محمودي

سید احمد محمودي زمونږ د خړکلي سینګار دنګه چناره درنه ځار شم درنه ځار دنګه چناره ښکاریدله دې سپوږمۍ د سرله پاسه تیر بیګا لکه دستار دنګه چناره ګلابونه دې له سره صدقه شه ستا په سر د رڼا لار دنګه چناره ږمنځوي دې د وږمو په ګوتو څڼې مازدیګر دی که سهار دنګه چناره کلیوالو زلمو جوړې سینې سپر ...

نور ولوله »

لا تر اوسه نه پو هیږم

سید عبیدالله نادر په ټول عمر په خپل حال باندی ژړیږم لکه شمـــع په څیر، سوځم او ویلیږم که هر څومره غزوم ، تنــــــــاب د فــکر په معـــــنی کـــي ‌د ذرې هم نه رســــیږم جها لت یم ، د غفلت په خوب ډوب کړی چي معنی ، له دي عـــــالمه ، نه خبریږم عاجزۍ قصـــــور چي وینمه په ځان کی ...

نور ولوله »

د پيرمحمد کاروان نوی غزل

پير محمد کاروان د سُر په راز مې پوی کړه ما په تال و پوهوه مطربه په نغمو مې د جمال و پوهوه بیا شپه شوه نیمه شپه شوه څه پسته په زړه را وُرې سپوږمۍ په پلوشو مې د مشال و پوهوه د زړه د نرګس پاڼې مې په ورو، ورو رېږدوي په ورو ورو مې په دې خوشبو ...

نور ولوله »

غزل؛ نعيم ستومان

نعيم ستومان آمن چرته دی پاچا! پۀ دې وطن کې ژوند پیکه دی د هر چا پۀ دې وطن کې پیدا کړی ذوالجال دی پۀ هر وخت کې هر فرعون ته موسی پۀ دې وطن کې د پتمنو پرګنو د کالۀ پیغلې بیا سرتورې مه شه بیا پۀ دې وطن کې بدبختي ده پسرلي پۀ وینو رنګ شول ترې لوټ ...

نور ولوله »

غزل؛ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل لکه سترګې او باڼۀ سره پوهېږو موږ پخپل مابین کې ښۀ سره پوهېږو تاسې وه وځئ له منځه غمازانــو لږ مو پرېږدئ؛ پښتانۀ سره پوهېږو یو مو دود، یو مو کلتور، یو مو دستور دی یو مو دین دی، په هر څۀ سره پوهېږو راشئ خپلو کې جرګه شو افغانانو د پردو په ژبه نۀ سره پوهېږو پاچا ...

نور ولوله »

انقلابه! اجمل جمالیار

اجمل جمالیار راروان يې که روان يې نه پوهېږم دادي مخ ده که دې شـاده انقــلابه بس چي لاړشې لاړشې بېرته پرموږ راشې لارښـــودلې درته چـــا ده انقلابه کله شـپه وي کله ورځ دغومره فرق وي ستــاچاړه او غــاړه زماده انقـلابه لس کلن شې شل کلن شې نورقوي شې تـه وا زمـوږ وينــه دې  ســا ده انقـلابه غــلامان راباندي لوبي ...

نور ولوله »

غزل؛ ثاقب خپلواک

ثاقب خپلواک د بارودو ، له غباره وینې څاڅي د دې ښار پر هره لاره وینې څاڅي چې د پیغلو مات بنګړي ورپه کې ښکاري د ګودر له ړنګ چناره وینې څاڅي د ښکلا په شپه یې، ناوی کړه شهیده په سلګو یې له سینګاره وینې څاڅي د رڼا تږي به کله پرې اوبه شې؟ په دې چم کې له ...

نور ولوله »