شعـــــرونه

مسلمان هم اسرائیل دي؟

سید احسان الهام منم په قطعي دلیل وحشیان هم اسرائیل دي چې ظلم یې پېشه ده اربکیان هم اسرائیل دي کفرۍ نړۍ خو پرېږده واړه سم سړي خواره دي په جنګ موږ ته راغلي مسلمان هم اسرائیل دي ته څه له اسرائیلو نسبتا دېر په عذاب یې ته ولې دا نه وايې: خائینان هم اسرائیل دي که روس که امریکا ...

نور ولوله »

چې……

چې یې رزق د غربیانو له کاسې وې مسلمان څخه کافر ته ډیر نژدې وې چې یې ټوله کورنۍ وي په خارج کې او دی ھم دلته راوړ‎ی پروژې وي چې له پلارہ ورته گوډ خر پاته نه وي خو له دہ سرہ موټر ضد د ذرې وي چې پرون یې ټول جایداد یو خټین کور و نن یې ھر ...

نور ولوله »

غزل – محمدعلي عمري

بدبخته خلګ په سړی باندې ملنډي وهی ځان ځنی ورک وی په ژوندی باندې ملنډي وهی هره نشه یی وی عادت ورځخه دریغ نه کوی ښکاریږی دا چی په مرګی باندې ملنډي وهی چی یی په جیب کی نه پیسي وي نه یی کور کی څه وی خلک په داسې خوارکي باندې ملنډي وهي دچا له زړه نه چی بهار ...

نور ولوله »

غزل / مهاجر زاهد ساپي

بې رنګه وې، بې سیکه او بې شوره وې هندارې خچنې د یو تور کردار له توره وې هندارې عکسونه د بچیانو د زندان په دېوال ګوري راوړې دلته چا له یوې موره وې هندارې دې چم کې څلور مخي او تت مخي خلک ډېر دي ترشا هر سړي پټې له پېغوره وې هندارې د چا د هجر ګرد یې ...

نور ولوله »

محراب کي دي

هـمـت بـدري څومره حسین ستوري داسمان په شنه تالاب کي دي ځغـلـنده څپې لـه بـاره ډکـې پـه سـحاب کې دي دایې دقـدرت نښې دي دايې دخـدایې نشـان غرقې چه مغرورې ککرۍ ورته دریاب کي دي هـغـو پـه ریښتیا مـنلی هـغه یې خـدایي مني چاچه ورته ایښې څو دعشق سجدې محراب کې دي راشئ ښه یې وګورئ او ځان ورباندې ښه ...

نور ولوله »

بې پيلوټه!

عرفان ايوبي نه يې واک شته په هوا او نه په ځمکه دى زمونږ پاچا تيار لکه نانځکه څه عجيبه کارنامه يې مونږ ته وکا روغتونونه او هدېرې يې کړې راډکه غلامان شول خوشال خانه شابه پاسه! “درست پښتون له کندهاره تر اټکه” څه چنار چنار زلمي دې رانه بېل کړ ماته شې اى بې پيلوټه الوتکه د احرارو د ...

نور ولوله »

څلوریځي – محمد علي عمري

دپیغلتوب یې عجب دوران وو په مين زړه کې دهغې ځان وو تندی وهي اوس تل په څپيړو چي تللی عمر جانان جانان وو څلوریځه زما وطنه په تاڅه کيږي دښمن دې نورهم پسې زياتيږي پردي خو څه کړې داستابچي اوس په جنګ اخته دي اونه ګواښيږي څلوریځه ترڅوبه بېل يو له خپل صنمه جنګه نور ورک شه زموږ له ...

نور ولوله »

ابتکار – عرفاني

عرفان الله عرفاني مخکې له هــــــــر کاره ابتکار کوو مـــــوږ پــر هـــره لاره ابتکار کوو هره خبــــــر اورو په ســــړه سینه وړانــــدې تـــــر انکاره ابتکار کوو ډېرو تـــه د فکــر ورکــــوو مهلت پس لــه انــــــتظاره ابتکار کــــوو بې له ســـوچ او فکــره فیصله نکړو دومــــره په کـــــــراره ابتکار کوو مرګ راسره هر ځای کې جوړه ګرزي دار تــــه ځو تـــــر ...

نور ولوله »

درېغه درېغه

specalay ilham

سید احسان الهام چې غیرت یې په پرلت باندې بدل شو د دې قوم و امنیت ته دې خدای خیر کړي چې په سره خولۍ شمله د نیکو پلوري د دې قوم و حاکمیت ته دې خدای خیر کړي چې تر دین هم د خپل قوم غم ورته ستر وي د دې قوم و اسلامیت ته دې خدای خیر کړي ...

نور ولوله »

غزل – عمر عمري خوستی

په خپل مابین کې اتحاد وکړئ نور ځوانانو پاسېږئ جهاد وکړئ نور! سرو انګرېزانو پرې یرغل کړی دی کلکه دفاع له ګران هېواد وکړئ نور چې تلاشي مو له خور، مور اخلي! کار خو ددې وحشي الحاد وکړئ نور ډیموکراسي باطل نظام نسکور کړئ هم مخنیوی د شر فساد وکړئ په زنده باد، مرده باد هېڅ نه کېږي! پرې سخت ...

نور ولوله »