شعـــــرونه

یوه ویده ماشوم ته!

ډاکټر احسان الله درمل د بیدارۍ ورځې په خدای که وي ښه سم ویده شه! چې ضمیرونه خوبولي دي ته هم ویده شه! ته خو شبنم نه یې چې خوب وینې د ګل او د لمر د ځان د ړنګ دیوال سایې ته لکه نم ویده شه! ښار څه دی؟ بس خو یو ځنګل د ښیښه یي ماڼیو درپسې راغی، ...

نور ولوله »

غزل: هبة الله منتقم

هبةالله منتقم سوله سوله نه غواړي جګړه کوي پام پرې دوکه نشئ بهانه کوي ټرمپ ته وایي پاته شئ چې لاړ نشئ اوس په لږ پیسو هم ګذاره کوي اوس یې هم زړه یخ نه دی پر دې خاوره تښتي یرغلګر دا ترې ګیله کوي داسې خدای وهلۍ اولس مشردی تل د جنازې لمونځ کې سجده کوي سرو وینو کې ...

نور ولوله »

غزل: جانان خدرخېل

جانان خدرخېل زمزمې وې، ولولې وې، ستا د مینې ترانې وې د سکون ورځې او شپې وې، هغه څۀ د خوند شېبې وې ګلابونه مې یاران و، لاس په لاس سره روان و څۀ نری نری باران و، ښکلاګانې مېلمنې وې ستا د حُسن تلاوت و او د ښکلو امامت و یو سپېڅلی بغاوت و، مستې مستې حماسې وې زموږ ...

نور ولوله »

د عبرت یوه ښکلې کیسه

شاعر : سمیع الدین افغاني د نثر لیکونکی : خسرو یوسفزی د موسی په زمانه کې پیغلې ، ځوان خپل واده ته کړ دعوت دا عالي الشان موسی هم ددوئ بلنه کــــړه قبوله شو روښانه دا محفل موسی له نوره دې ښادي کې خوشالي وه په هر خوا ناوې ، ځوان هم وه خوشاله خوله خندا شپه آخــــر شوه موسی ...

نور ولوله »

هلمندي خویندو ته!

محمد امين بسمل ملالې اوښکې تویولې بېګا بېګا وې بیا چاپې راغلې بېګا وېل بې غیرتو پښتنو چېرې واست ؟ درنه یې ښځې چې بیولې بېګا دعبدالله او غني تود و محفل ورته لوڅ کونې نڅېدلې بېګا د اریانا سعید تر څنګ بي بي ګل لاس ته راوړنې یې شمارلې بېګا ؟ له حکمتیار اوسیاف مه کړئ ګیله د فرېب ...

نور ولوله »

د هلمند خورکۍ ته شعر/ حکیمي

حکیم الله حکیمي هغه درنه وه په بازارکې یې چکر نه واهه دکورپه بام یې د هوا مارغه هم پَر،نه واهــه د کور انګړ خو دې ترې ونیو خدای دې وشرموه! خوچي سرتوره دې وړه ولې دې ترې سرنه واهه؟ دښمنه ته یې هم والله که دومره سپک بللې د دې ناوړه چلند رأی به یې اکثر نه واهــه چابه ...

نور ولوله »

د هلمند غمېزې ته

شاعر: عــبــدالــجلـیـل “عمــر” دســرپـړونــی دې ګــټـم زمــامـعـصـومـې خـورې هـیـره مـې نـه یـې حـیـادارې ګـل وریـنـې خـورې مـعـتـصـمـه چـیـغـه دې واروریـده طـالـب دسنـګـر تـرینه ګـټـي دې پـه سـرو ویـنوکې رنګینې خورې سـتاد یـتـیم بچي فریادکیسه چې وامې وریــــده دخـوشـحـالـیـومې زړه تـورشـو نـازنيـنې خــورې ستاده دیدن به ارمانجن وه کلي چـــم کې خـلـک خـوغـلامـونـو کړې سرتوره په زړه سپینې خــورې وې دګـلاب ...

نور ولوله »

غزل: حمدالله فطرت

حمدالله فطرت څه زړه خبرې غواړي څه موسم شاعرانه څه ستا د بڼوګانو زیر و بم شاعرانه دا ګل-ګل سبایي، او دا عطرین-عطرین شمال دا سِحر د فطرت① کړي سړی سم شاعرانه “بادام او سپین ګلان یې لکه ناوې سپین کمیس کې ترنک مو کړ دې ښکلیو د حرم شاعرانه” دا هم ددې بي پیره شاعرۍ یو کرامت دی فراق ...

نور ولوله »

غزل: محمد ګلاب بشار

محمد ګلاب بشار په پچه څه وخوت کشمیر یې ولید حق ترې نه هیر شو چې فقیر یې ولید د طریقې خاوند په لټه کې شو ځان د طوفان څپو کې ګیر یې ولید د تذبذب حالت یې غوره کړلو غریب یې هیر کړ چې امیر یې ولید د ډار تمثال به څه قیمت ولري چې د باد مخکې ځان ...

نور ولوله »

د هلمند تازه غميزې ته!

فضل باري مشفق د هلمند ځمکه لړزيږي هلته جوړه زلزله ده هلته پت د پښتون لوټ شو په لاسو د يرغلګرو هلته زما په ملالۍ خور چې لاس پورته يرغلګر کړ ته اسمانه ورته ګورې؟ او ولاړ يې نه نړېږې؟ هلته سره په وينو خلک شهيدان دي او ټپيان دي هلته کور ويجاړ ديوال ړنګ هلته لوټې شتمنۍ دي هلته ...

نور ولوله »