fbpx

شعـــــرونه

د سنګر معتکف

عرفاني ټوپــک په لاس ناست پــر پیره او غزل ځان ســــــره وايـــــي کلیمه او غزل غــازي، طالـــــب دی د سنګر معتکف پـر خـــوله یې ده فرضي روژه او غزل کړي تراوېح د خـړ مورچل، مسجد کې رب تــه مــــدام وي پـر سجده او غزل د شرق او غرب پروا یې خیال کې نشته ګرځوي غــــاړه کې چــانټه او غــزل د ...

نور ولوله »

غزل -علي حسان مومند

د ورکې لارې هغه ورک شان لاروی یمه زه د بل په خوله نه ځم پخپله سم سړی یمه زه شاید چې زه به تاته ښکارم لېونی غوندې خو په غرونو ګرځم له پخوا نه غرڅنی یمه زه چې پاني پت کې د اغیارو ککرۍ ماتې کړی ګوره د هغه احمد شاه بابا بچی یمه زه زما له خیال چرته ...

نور ولوله »

غــزل – ستا تصویر ته

“همت بدري” په لاره کې نور نه کېنم جانانه ستا تصویر ته بس نه ژاړم زما دژوند آرمانه ستا تصویر ته دمخ ستوري دې شمارمه نور کوز کتلی نشم هنداره کې بس نه ګورم آسمانه ستا تصویر ته دستړي ژوندانه ستړې قیصې په کې راټولې تنها ناست یمه ګورمه ګرېوانه ستا تصویر ته دزړه په حُجر کې مې ساتلی دی ...

نور ولوله »

مېږیان په جرګه کي

عبدالباري جهاني سل کلونه، زرکلونه، ډېر د وړاندي راټول سوی وه مېږیان تر چتر لاندي لس کلونه، سل کلونه، ډېر عمرونه د مېږیانو وې جرګې او مجلسونه چي موږ ډېر یو تر شمېره تر حسابونو ولي هره ورځ اخته یو په غمونو مېږي خور که شرمښکۍ ده که مرغان دي زموږ پر مځکه په هوا کي دښمنان دي چي په ...

نور ولوله »

غزل – خړو اوبو مسلماني وړې ده

محمدعلي عمري خـړو اوبو مسلماني وړې ده په پښتنو کي یې بیخي وړې ده ډيـري سجدي خـو وې نبیانو کړې توره ټاپه تـاپـرتندي وړې ده زه یم باچـا خو په ځان نه پوهېږم ماتر هـرځایه شاعري وړې ده ځم پر څلورو دمور قبر لره هغې پـر ما څومره خواري وړې ده ستا سړيتوب عمـري کله مني تاپه اوږوکي غـريبي وړې ...

نور ولوله »

انتظار

سعادت کلیوال د یار راتلو ته به تر کومه هره لار وګورې خواره زړګیه هر طرف به انتظار وګورې چه دې هر څومره سوځولوم د ستم په لمبو نن نتیجه به ددې سوي زړه ازار وګورې که دا قسم وکړم جانانه پرې حانث به نشم والله ځوریږې خو به ښه چه مې یادګار وګوې په بازاري ښکلاء مئین نشې د ...

نور ولوله »

غـزل – نصیب رحماني

tears-eyes-16143904-500-368

لیږ دي راپورته کړه سِتمه سترګې چې مې راډکې شې له نمه سترګې بیا به ژړیږي درنه تللی به یم که رانه اړوي صنمه! سترګې لکه ریحان درته تازه ولاړ یم راپه کې خښې کړه شبنمه سترګې د خود خواهۍ په دومره ستره نړۍ تل غړومه بي ملهمه سترګې ځوانې مې ټوله انتظار وخوړه لا تر کلو به دي څارمه ...

نور ولوله »

د غلامۍ په رنځ بیمار

صدیق خـوستــوال!!!‎ چې څوک د غلامۍ په رنځ بیمار وی لکه ته هغــه د خپل اولس لپــاره عــار وی لکـه تـه غلام شې اربکۍ شې یا جاسوس شې د پردیو وهـلۍ چـې د مـور او پــلار ازار وې لـکـه ته ده زه یم چې اولس راکوې ناز له ډیرې مینې آ نه یـم چـې اولس پر اوګــو بــار وی لکه ...

نور ولوله »

ضرورت دی راشه بیا صلاح الدینه!!!‎

شعر: مولوې صدیق خوستوال، چیرته یې خبر یې او کنه صلاح الدینه اه او فریاد اوری؟ د اقصٰی صلاح االدینه وکړه قیــادت دفلسطین مظـلومو خلـکو بیا دی ضرورت شو راشه بیا صلاح الدینه اه د فلسطین پتمنې خـویندی شـوی سرتـوری چا ته سترګی واړه وې څوک شته صلاح الدینه بیادی په اقصٰی باندی هغه خلک قابض دی څوک چی وو ...

نور ولوله »

د سپینو پریشتو پـه مټ

عصمت الله بشام بـیـــت المـقدس ربه د سپینو پریـــشتو پـه مټ فتحه کړه دوخت له تاریکونه د ســپیدو په مټ ویش موکړه په خوب دتساهل باندی ویده زلمی هر زلمی مو کړه صلاح الدین د رحــمتو په مټ وژغــــورله څـنګه بـیت الله چي ابـابــیــلو تــری داسی به کړو بیا ابرهه غرق دسپین پټکو په مټ سوَکې د جهــاد به مـو ...

نور ولوله »