شعـــــرونه

غزل؛ عبد الحافظ کاکړ

عبد الحافظ کاکړ- کندز د انتظار شېبې اوږدې شوې ته به کله راځې سترګې مو تا پسې ړندې شوې ته به کله راځې ستا په فراق کې باور وکړه په ژوند نه پوهېږو د ژوند خوږې شېبې ترخې شوې ته به کله راځې مسجد ملا، منبر او هم  محراب شهید شو په زلمو ډکې هدیرې شوې ته به کله راځې ...

نور ولوله »

تریخ حقیقت؛ عبدالمجید جواد

عبدالمجيد جواد څوک په یو تور،څوک په بل تور،کندې ته وغورځوو هر وخت لګیا یو،څوک نسکور کندې ته وغورځوو مونږ افغانان خود غرضي تر دغې کچې کوو د خپل غرض لپاره ورور کندې ته وغورځوو د زَر او زُور نشه مو دومره کړي مغرور په ځان ترحم نلرو کمزور کندې ته وغورځوو د ځینو ځینو مجبورۍ څخه دا ګټه کوو ...

نور ولوله »

«د سولې خوب»

جلال امرخېل سوله خوب کې ما ته ستا په شکل راشي د قران پاڼې یې زړه پورې نیولې په ګردان د الرحمان او د یاسین وي دواړه سترګې سیپارې پاکې سپیڅلې سوله خوب کې ما ته ستا په شکل راشي له جوماته پس مکتب ته وي روانه نه یې څوک په مخ تیزاب شيندي نه خاورې په حیا یې ټوله ...

نور ولوله »

غزل؛ محمد علي عمري

محمد علي عمري موږ څومره پاتې یو سپوږمۍ لرې ده چي موږ ورځو هغه پیړۍ لرې ده چي پښتانه ساحل ته ورسوي راځي به کله دا کښتۍ لرې ده د ژوند تازي مو دومره ستړی شو چي فاصله ډېره او هوسۍ لرې ده د کلی هغه سرته ځي او راځي پېغله شوه ستړې ترې نلکۍ لرې ده چي اراده دې ...

نور ولوله »

د سمیع الله تړون نوی غزل

سمیع الله تړون چې قایم سړی په حی علی الجهاد شي نو راښکته به یې خپو ته خلیلزاد شي ځینې خلک د (نداولها) ژباړه زنده باد شي مرده باد شي زنده باد شي دا طالب که نن دنیا لیونی بولي خو سبا ته به طارق بن زیاد شي موږ د جنګ او سولې واک تاته درکړی خدای دې نه کا ...

نور ولوله »

غزل؛ حنيف حيران

حنيف حيران چې دې له زړه نه غورځېدلی یمه لکه له غره نه غورځېدلی یمه اوس مې هغه د ځوانۍ شرنګ نشته دی اوس له هر څه نه غورځېدلی یمه پښتونه! وامې خله قلم یمه زه ستا له نیکه نه غورځېدلی یمه ته اوس هم هغه شانې (ته) پاتې یې زه اوس له (زه) نه غورځېدلی یمه زړه دې یم ...

نور ولوله »

غزل؛ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل وګوره څومره هدیرې دي کنه جنګ کې خو دغسې کیسې دي کنه ورځه، ورځه اندېښنه څله کوې زموږ دعاوې درپسې دي کنه وږی ولس یې په ځان خولې لګوي خو د پاچا سترګې ړندې دي کنه له ډېره غمه مې ماغزۀ خوټېږي په زړۀ مې بلې سرې لمبې دي کنه مړه! هر یو دوه درې یارانې لري د ...

نور ولوله »

غزل/ شفاعت ریحان

شفاعت ریحان اختر شي او په زړۀ دي څوک اباد شي، درته ياد شي ژوندون دي پسې ړنګ پسې برباد شي، درته ياد شي ګلاب دي په پيکي کې ځوانيمرګ شي او شهيد شي ريحان دي لاس کې مړاوی، ارواښاد شي، درته ياد شي د چا د مُسکو شونډو مرغلرو ته شې تږی غربت، مسافري او بل هيواد شي درته ...

نور ولوله »

ازادۍ!!!! ثاقب خپلواک

azadi akas

ثاقب خپلواک ته مو مینه، ته مو وینه،ته خو ویاړ، زموږ د کاله یې خوږ سرود ، درب د دریا ، ږغ د غزاوو، د ډاله یې زموږ اروا درته موسکیږي، موږ ټول ستا په مینه پایو ته مو مینه کې ، د وینو بهیدونکی ، یوه ویاله یې د مغرور حُسن تفسیر دې،راته کړي تل شوخې سترګې په سجده ...

نور ولوله »

پېغور؛ عبدالمالک همت

عبدالمالک همت څه پر هوښ سه ای ياغي، مغرور انسانه لږ څه وډارسه له قهره د سبحانه ولس ستړی دی، غليم سخت کړولی د هيواد مو هره لته سوله ورانه ته لګيا يې په دې وير کي کوې جشن په دې کار به دي کړې خلک لا پرېشانه دا مستي، خود خواهي پرېږده، ظلم پرېږده د مظلوم مظلمه مه اخله ...

نور ولوله »