شعـــــرونه

لويه خدايه

د ظلمت تيارې خپرې دي په جهان هلته ، دلته هرې خواته مري انسان کورپه کور ،کلي په کلي جوړ ناتار دیفريادونه دي ، نارې دي استغفار دی په جهان کې د باروتو لوګی خپور دیدلته هر حاکم  دبل د پاسه زور دی

نور ولوله »

د دار لاره

ګل ته چې ورځم نو راته خار لاره نيولې ده ګران وطن کې هرلور ته اغيار لاره نيولې ده خپور يې دغم جال کړ دمظلوم اولس په ژوندباندې بيا غربي ظالم او ګنهګار لاره نيولې ده مېندې به کړي بورې دانګرېز دميوند دښـته کې مخ ته ې داکبر غوندې سالار لاره نيولې ده

نور ولوله »

خير الناس

ځينې ظاهره کې  با پاس  ښکاريخوپټ په زړه لکه خناس  ښکاري کړي  په ظاهره  د ورورۍ خبرېپه بدبيني کې بيا برلاس ښکاري ستا به اخلاص  او ارادت  وي ورتهدې به بې مينې بې احساس ښکاري

نور ولوله »

کندهاره! زه د ویر سندري وایم

 شاعر: قدرت الله -لټون که تیاره ده، که خاموشه یې فضا دهکه سپین ستوري، که  سپوږمۍ که یې  رڼا دهکه نسیم دی، که وږمې، که  يې هوا دهکه مرغۍ دي، که په ونو کې غوغا دهکه ملا دی، که اذان، که یې  دعا دهکه ګلاب دی، که غوټۍ، که یې  مسکا ده

نور ولوله »

خاینانو ته ور تو کړئ!

اې پیغلو او ځوانانو ! خاینانو ته ورتوکړئ! چې پست وي هم زړو او هم ځوانانو ته ورتوکړئ! هرڅوک په خپله خوله کې خپلې لاړې یوه ګولۍ کړئ! دموږ دتاج او تخت ټیکدارانو ته ورتوکړئ! پرون ټول دسره روس او نن دپاپ په غیږ کې ناست دي په خوب کې دډګر پهلوانانو ته ورتوکړئ!

نور ولوله »

بـــاران – قاري سعید

دښتې په ګلو، غرونه غواړي په څيړیو باران کلیوال وایي خدای دې وکړي په للمیو باران د تږیو زړونو له بړاسو نه مو وریځ جوړیږي تل مو راغوښتی دی په سویو اسویلیو باران خدایه له دې نه هم لا لوی رحم ته لارې څارو لکه د سرې دښتې په ترخو سپیلنیو باران باداره یو ځل خو یې ښه په مزه ...

نور ولوله »

ما لا خوبونه لیدل / عبدالباري جهاني

خوب مي لیدی پر کندهار باندي غزل لیکمه پر انارګل پر شالمار باندي غزل لیکمه راته یادیږي یې په کاڼو کي ماشومي لوبي د مور له غیږي تر کوڅې پوري معصومي لوبي الف زر آ مي د بوډۍ په ټال کي وزنګوي د جوماتونو آذانونه راته وشرنګوي څه پر ملا څه مي پر پلار باندي غزل لیکمه پر انارګل پر ...

نور ولوله »

لر او بر پښتونه!

ولې کړیږې او ځوریږې لر او بر پښتونه!اې! دوردګو،بلخ،هرات ،ټل او خیبر پښتونه! شونډۍ دې وچې رنګ دې تښی دئ، لیلا لټوېبیا بادوې لکه مجنون خاورې په سرپښتونه! کوم یوه کوډګر دمور په نس کې په تا کوډې وکړې؟شپه او ورځ ګرځې سرګردان او درپه در پښتونه!

نور ولوله »