شعـــــرونه

غزل / زیارمل

فضل الحق زیارمل ځمکه تبۍ ده، ځمکې اور اخیستی ظلم، وحشت بیا څومره زور اخیستی راشه منظر د دغه ځوان وګوره!! وجود یې نشته لاس یې مور اخیستی ستا نڅېدا ژونده او غېږه د درد! ستا نڅېدا بیا له موږ شور اخیستی د سر څادر دې را پېرزو هم نه کړ غربته ورک شې دا مې پور اخیستی اوس په ...

نور ولوله »

غزل/طالب الهام

طالب الهام که د وخت نمرود هر څو اورونه بل کړي خو خلیل ېې په انګار اوړي را اوړي افغانان که دا سپېڅلی جهاد پریږدي بیا به څوک په دغه لار اوړي را اوړي؟ ما د دښتو،بیابان،په منځ کې خښ کړئ چې کوچیان مې په مزار اوړي را اوړي د وصال په سره غرمه مې غېږ کې ځانګي چې مې ...

نور ولوله »

غزل/ الهام

طالب الهام مخه ښه کړي لدې ښاره قدم اخلي هسکه غاړه ځي ترداره قدم اخلي دا د مینې د جنون څپو اخستی ځنګېدلی ځي پرلاره قدم اخلي شیخ چې څنګه؟میخانې ته مخه وکړه ځي د مینې له درباره قدم اخلي په تڼاکو کوي یون دعشق له زوره ځي په غرونو،په هواره قدم اخلي دخیبرپلیدې پښې که غوڅې نشي بیا نو ...

نور ولوله »

غزل / سعادت کلیوال

سعادت کلیوال په دې بازار کې د شتمنو خلکو راج چلیږي خوښي یې نشته ستمونه په محتاج چلیږي د امامت او سلطنت تر منځ واټن لرې شو دستار غریب شو داسې ندی لکه تاج چلیږي هر څه بدرنګه شول له ښکلو هم ښکلا تللی ده ماذدیګر هم د ماښامونو په منهــــاج چلیږي د ګزارونو په ماحول کې ژوندون تیروو چاته ...

نور ولوله »

د ستړي انقـلاب ستړی داستـان/عُقابي جانان

ليکوال:عُقابي جانان انقلابه يم ستا غېږ کې رالوی شوی ماشومتوبه تر ځوانۍ راراسېدلی دستا هر رنګ ازمائښت سره بلد يم انقلابه تا يم دومره زورولی تا غازي او مجاهد کړم انقلابه اوس مې ټول ژوند د الله لار کې ليکلی . . . . چې مې سترګې غړولې انقلابه د بارودو تور لوګي مې پرې ليدلي ماشومتوب کې يم له ...

نور ولوله »

ټرمپ ته ډالۍ / شاعر زغره وال

شاعر : زغره وال په دنيا کې مې هر رنګه خره ليدلي خو ته بل رنګه لوی خر يې ډونالډ ټرمپه ولسمشر نه يې هسې غټ جاهل يې رنګ دې ورک شه يو سوډر يې ډونالډ ټرمپه تل مدام په اوتو بوتو کې لګيا يې خلاص له عقل او جوهر يې ډونالډ ټرمپه مسلمان ته چې په سپکه سترګه ګورې ...

نور ولوله »

د مينې کعبه / غفوري

نور محمد غفوري څوک به وایي چې شل نه ئې ته شپیته یې که هـر څه ئې ته ملهم زمـا د زړه یې هره ورځ مې د خـوښۍ د آسمان لـمر یې هره شپه کې مې د لارې څراغ ته یې که په سپینه ګیره بیـــا بیا انتــخاب کـــړم بیا له ټولو ښکلو، ښکلې راته ښـه یې تــه د ګلو ...

نور ولوله »

خــــــــوب / شاعر مزمل

شاعر : حـضرت يوســف مـــزمل سخت ګـزار خوړلى غليـــــم داسي دى نــور په ګــونډو شـــوى غليــــم داسي دى درس د عبـــرت ورکړ مجاهــد اشــــنا ښه خـــداى شـــرمولى غليــــم داسي دى بيــا به دلــته سوچ د يــرغل ونـــکړي دا چې نــاکام شــوى غليـــم داسـي دى ســره تبــۍ شوه ځــمکه د افغـان ورته اور کــې سوځېدلــى غليـــم داسي دى مـنډو بانـدي سـر ...

نور ولوله »

د هيلو غوټۍ ګل شوې/عزام

شاعر : حافظ محمد عزام زموږ د هیلو غوټۍ بیا را ګل شوې شکر دی شکر په خندا را ګل شوې سپرلی يې راوړو د خزان مخي ته دا مړاوي زړو ته په ښکلا را ګل شوې شول پرې اوبه مو دغه تږي زړونه چې مو په لپو د دعاء را ګل شوې چې مرګي يووړل د ابد لوري ته ...

نور ولوله »

دعا / ځلاند

فیض محمد ځلاند کاش چې تمام نه شي همدلته شي تمام هر څه د ژوند د پیل هر کوښښ مې شي ناکام هر څه ددې سفر د کیفیت اظهار به څنګه کوم دلته جلا ورځ ده پیلیږي په ماښام هر څه زه ترې جار ووتم څو وارې وه وه ځلې داسې ستړیا وه چې پرې وربه کړم ارام هر څه ...

نور ولوله »