شعـــــرونه

نظم: حمدالله فطرت

حمدالله فطرت هله مورجانې طيارې راغلې ـ !! زما په غیږې پورې کلک ونښته گوتې یې ښخې کړې غوږونو باندې ویل مورجانې زه ویریږمه اوس به مو ولي په بمونو باندې هله مورجانې اوس به څه کیږي مابیلوي ستاله سینې راغلې هله مورجانې ماپه غیږ کې نیسه هله مورجانې طیارې راغلې موری سبابه زه مکتب ته نه ځم؟ زمابه قلم ...

نور ولوله »

غزل: جلال امرخېل

جلال امرخېل سپي دې لیوني پرانستي، کاڼي دې تړلي دي واه د وخت حاکمه ستا انصاف ته مې کنځلي دي څه خیالي ځوانان یې په مرګونو اړولي دي خدایه! څه وحشیان مو فیصلو ته کینولي دي دا د الوتکو غړمبهار او دا قاتله شپه ځي سبا مکتب ته ماشومان مې خوبولي دي لاړ شه، خدای دې مل شه، خو د ...

نور ولوله »

غزل: جانان خدرخېل

جانان خدرخېل لکه ورور ته چې ور اَوړي د ورور سترګې داسې اَوړي د ملګري په لور سترګې د یو چا سترګو ته دومره انتظار یم هره لاره کې مې ایښي څلور سترګې چې د هرې یوې نجلۍ سترګو ته ګورم زما سترګو ته درېږي د خور سترګې په سفر کې به مې سترګې تکې سرې وې یادېدې به مې ...

نور ولوله »

غزل: حمزه حسیني

حمزه حسیني د ایوب لور ده ښاپېرۍ ده یوه دستړیو هیلو ناوکۍ ده یوه خواره له خپل دیاره لرې تللې نه راستـــنیږي لېونۍ ده یوه ورته ژړیږي چې مظلوم وویني په زړه نازکه او نرۍ ده یوه ځلا یې ټول ویني څه توره نه ده دستورو منځ کې ده سپوږمۍ ده یوه لکه پتنګ زلمي ترې ځان ځاروي د ډیوې ...

نور ولوله »

غزل: جانان خدرخېل

جانان خدرخېل چا په وطن سرونه کېښول، چا په دین باندې څوک په ملي بیرغ قربان شول، څوک په سپین باندې ټول د یوې ادې زامن دي، د یوه کالۀ دي خو د پردو د لاسه ناست دي په کمین باندې د امریکې دوستي لستوڼي کې د مار ساتل دي نۀ په روسیې باور په کار دی، نۀ په چین ...

نور ولوله »

غزل: عبدالصبور طلايي

عبدالصبور طلايي ملت مرګونو دی ځپلی ياران څه پیژني له پټو سوړو راوتلي ماران څه پیژني د آس سورلي یې کړې نه ده پرې پوهیږي کله قدر د ښه وزيري آس خرکاران څه پیژني هر یو د دروغو په وعدو قوم ته دهوکه ورکوي دوي په تن پټ، په نس ماړه دي خواران څه پیژني په زړه یوه په خوله ...

نور ولوله »

مجنون د ازادۍ یې امام کړی

شعر/حمزه حسیني مجنون دازادۍ یې امام کړی دی دې خلکو یو سپین سړی یې مخته درولی دی دې خلکو راځئ چې مقتدا یې په دې نورو چارو هم کړو کفري ځواک یې په هر میدان مات کړی دی دې خلکو پرون ترېنه منفور وو او په کاڼو یې ویشتلو خو نن یې چې زړه ولې پرې بایللی دی دې خلکو ...

نور ولوله »

غزل: عبدالمنان حسان ضعيف

عبدالمنان حسان ضعيف چي د رباب نغمې ته شپه کړي تر سهاره تېره خبر به ونه کړي غلیم ته له مداره تېره اوس چي د خپلو بربادي غواړي نو څه په کوې سبا راځي ورته ډبره له ګزاره تېره چي د قصاب چاړه تېره کړي ستا و غاړي لره پر دوی هم پټه زندګي شي بې اختیاره تېره که څوک ...

نور ولوله »

د استاد قدر: نظم

عبدالمالک همت لاندنی نظم په کندهار کي د همت د ديني زده کړو د مدرسې يوه ښوونکي حاجي محمد لودين، چي د دغي مدرسې او همت ښوونځي له پياوړو استادانو څخه دی د دغي مدرسې د اطلاعنامو د وېشلو په غونډه کي ولوست. څنګه چي ښه خوندور شعر دی دادی تاسي ته يې هم ډالۍ کوم، هيله ده خوښ مو ...

نور ولوله »

ګرانه وطنه/ اسیر

مولوي أبو احمد اسیر سـتا دغــه سپــېـڅـلې پــاکــه میـنـه مــې ټــاکنــه ده ځـــارمــې د تــن ویـــنــه هــمېــشـه لــه تـا وطنـه ده تـل پـه کـې پــردیـــو د مــرګـــي واري خوړلـي دي ډکـه دې لــه تـانـــدو حــمـاسـو پـــاکـــه لــمنــــه ده چــاچـې سـتا پـه لـوري پـه غـرور بـاندې کتلي دي مېـنه یې سپـېره شـوله، پـــښـېمــان پـخپـلـه کـړنه ده موږ د خپل وطن پـه ...

نور ولوله »