شعـــــرونه

دجنګ سره جنګ

ته جنګ غواړې که سوله ؟ چې دجنګ سره دې جنګ دی الماس ئې که سور اور یې ؟ چې د زنګ سره دې جنګ دی هر رنګ دلته خرڅیږي، شغالانو رنګ بدل کړ ته څوک یې؟ دشغال او که د رنګ سره دې جنګ دی ښه ځیر شه! د دښمن د تبلیغ ګرد په تا پرینوزي دبل او که ...

نور ولوله »

خوږې لحظې

ستـــا د راتــلــو لار تــه مــي جــانانه ! ډيــر کتـــلي ديتــړمــې تــړمـې اوښـکـي مي لـه سترګو بهېـدلي دي وربــه کـــړم دغـــاړې امـــېل زرى زنــدانـــي آشــنـــا!ستا دخــلاصـــون زيري مــي رويبار نه اورېدلي دي پرې مي ږده اې ګرانه! چي په ځير ځير درته ګــورمهدې خــوږې لحــظې ته مي ترخـې لحظـې ګالــلي دي

نور ولوله »

لاس تــرزنـې ناست يــم

وطــن مي خپـــل واک يې دبل دى لاس تــرزنـې ناست يــمپه کـــــــوراوکلـي مـــي اوربــل دى لاس ترزنــې ناست يــم ورورمي بـــادشــاه دي خــيــژوي مــي بــې ګـــــناه ودارتـــهقسمت خـــارکــــړى راته ګل دى لاس تـــرزنې نــاســت يـــم

نور ولوله »

د وخـت زلــــــــمي يو له بلا ســـره ډغرې وهو- د راشد یو څو شعرونه

د وخـت زلــــــــمي يو له بلا ســـره ډغرې وهو  د صـــــــوفي زړونـه لــه ښکلا ســـره ډغرې وهو له ډېره وخته تر منزل رســـــــــــــــېدل نه پېژنـو لــــــــه مايوســـــــــــۍ پرته بېګا سره ډغرې وهو د تروږمــــو  بهـيره( )  ولې غمېدلي ښـــــــکارې تاخــــــــــــــــــــو  ويلې چې سبا سره ډغرې وهو

نور ولوله »

ځينې ځان ځينې جهان جوړوي

ګورم جهان کې څوک کعبه ځنې بوتان جوړويغلطه پوهه له سړي ځنې شيطان جوړوي د سړو کار دی چې د خپل وطن کارونه کړي جوړنجونه او پېغلې سينګارونه کوي ځان جوړوي تهذيب ضرور دی نظافت او ښه لباس دی په کارفېشن چې زيات شي له ځلمو بازينګران جوړوي

نور ولوله »