شعـــــرونه

لکه بهار…..

سپين کوچی مُسکی مې شي د زړه د ګل پرهار، لکه بهار مُسکی چې راته سترګو کې شي یار،لکه بهار کوڅې د جلال کوټ دې هسې نه دي نارنج ګله! وږمو چې دې په سر اخیستو ښار، لکه بهار ځواني څه ؟ بس د ژوند یو څو رنګینې شان شیبې دي شي تیر ، چې کړې ،ایله د ګوتو شمار، ...

نور ولوله »

ساتونکي/ فکرمل طالب

فکرمل طالب په هره لاره مې ساتونکي او پولیس پوښتي زما ایمان لوټي ما هر وارې ابلیس پوښتي ماته د تور او تور ته ورته لیست خبرې کوی په تلاشۍ ولاړ عسکر رانه حدیث پوښتي زما ایمان دجالي خلکو ته له زغمه وتی په ځان ډاریږي دطالب اشناتأسیس پوښتي هغوی چې نلري فطرت د نارینه ؤ خلکو هغوی له جهله ...

نور ولوله »

د غره لیوه او د خان سپی

عمادالدین پژمان ځینې ریښتیا لکه د غرونو لیوان وږې زغملی شي او تږي ګرځي د بل احتیاج د بل منت نه مني د بل قانون د بل دولت نه مني مدام آزاد او هسکه غاړه ګرځي سرې سترګې ګرځي خو له ویاړه ګرځي   ځینی بیا سم لکه د خان خډلان سترګې ېې خښې وي د خان په سترګو بوڅ ...

نور ولوله »

پسرلی به وي هر خواته!

اسدالله غيرت/ پکتيا پسرلی به وي هر خوا ته پنډې سپرغې به راشنې وي د ديار سيلاب به چمندې روان وي په پټيو کې به شنه سره ټيکري ښکاري هرې خواته به مرغان سندرې وايي بوډاګان به د جومات دېوال ته ناست وي يادوي به د ځوانۍ شرينې ورځې پاس له غره به د شپېلۍ اواز را درومي له هوا ...

نور ولوله »

غزل: جانان خدرخېل

جانان خدرخيل وخت به تر څو راباندې دغسې کانې کوي قسم په خدای چې نور مې زړۀ داسې لمبې کوي زۀ مې مورکۍ ته له ډاکټره قرض دوا راوړم زما ملګري په پارکونو کې مېلې کوي وایي پلارجانه! لس روپۍ دې کله را نکړې وړه لورکۍ مې په وړه ژبه ګیلې کوي زۀ له غربته په سړه ټیکله موړ نۀ ...

نور ولوله »

کله ماتیږي/ زهیب

حافظ محمد قاسم زهیب په وحشت او په بمبار کله ماتیږي زموږ ولس په دې اخطار کله ماتیږي   په جهاد کې له پیړیو زندګي ده په خوند پوه دی د ایثار کله ماتیږي   له میرویس او احمدشاه نه یې راواخلئ دا ټبر په دغه لار کله ماتیږي   لکه څنګه چي منصور عمر فدا شول دا مو هم ...

نور ولوله »

ځـوانـي

مـهـاجـر مـدثـر‎ ځواني يوه شيبه ده د شيبو تر مينځ تيريږي د ميني او نفرت د کشالو تر مينځ تيريږي مينه هنګامه يې په مهينو زړونو اوري ټپه چي د مينو اسويلو تر مينځ تيريږي نيمکښه زندګي مي د افغان بچي تصوير دی له پيل نه تر پايلې د جنګو تر مينځ تيريږي نيم دلته مدرسه کي او نيم هلته ...

نور ولوله »

ډالۍ!: فيض ځلاند

فيض ځلاند دومره یې یاد کړمه چې اوس مې هیرولی نه شي غږ یمه شور یمه په ځان کې مې ساتلی نه شي چیرته چې وګوري بس زه ورته ښکاریږمه ډېر زه لا یواځي یم خو بیا مې هم شمیرلی نه شي زه ګرمه غېږه په سړه شپه کې له مینې ډکه را نژدي کیږي خو په ځان کې مې ...

نور ولوله »

شهـادت/ عُقابي جانان

شهادت ابدي ژوند دی، شهادت د رب نعمت دی شهادت لويې اعزاز دی، شهادت ستر سعادت دی شهادت د ژوند زکوة دی صدقه ده نذرانه ده شهادت د رب لقاء ته لنډه لار ده، قرابت دی شهادت د ژوند بقاء ده ابتداء ده انتهاء ده شهادت د رب رضا ده کاميابي ده بشارت دی شهادت د عشق آغاز دی نورو ...

نور ولوله »

تشویش: حفيظ الدين پيرزاده

حفيظ الدين پيرزاده سوچونو لیونی کړ‎م دا داستان به څنگه شي؟ وطن به څنگه شي؟ زموږ‎ ارمان به څنگه شي؟ نیمگړ‎ې ارزوگانې به مو څرنگه تأویل شي؟ تعبیر د روڼ سبا د خوب بیان به څنگه شي؟ یا ربه! د تشویش غوټه مې ستا حضور ته سپړ‎م زموږ‎ ضعیف ایمان او لوی کاروان به څنگه شي؟ که سوله په مانا ...

نور ولوله »