شعـــــرونه

اختر ته! انيس شينواری

انيس شينواری په مینه محبت او په مستۍ به دې لمانځو اختره چې راځې نو په خوښۍ به دې لمانځو خیرات د سولې غواړو تل د مینې په کچکول کې راځه، راځه، راځه په ملنګۍ به دې لمانځو اخــتـره د جګړې له دائـرو نــه یـو وتـلي په مستو مستو څڼو د ځوانۍ به دې لمانځو د مینې د الفت او ...

نور ولوله »

غزل: محمد عليم بسمل

محمد عليم بسمل افغانان مۀ وژنه له موږ سره دا ښۀ مۀ کوه پرديه لاړشه پۀ شفتله کې واښۀ مۀ کوه زلېخا عشق ته دې سلام، خو يوسف وپيژنه د جنتي ښکلا ديدن بې اوداسۀ مۀ کوه چا راته ويل؛ که بنه حوره هم وي، نه يې منم کۀ شهادت غواړې له ماسره وادۀ مۀ کوه دنيا کږه ده، وخت ...

نور ولوله »

پاچا هیڅ نه وایي!

ابراهيم صياد زمونږه ویني چې تویږي پاچا هیڅ نه وایي زمونږه هیلی چې رژیږي پاچا هیڅ نه وايي پاچا په ارګ کې په نشو او تماشو اخته دی اولس په وینو کې لمبیږي پاچا هیڅ نه وایي په نوم افغان دوی ته طالب او القاعده ښکاریږي چې هر یو کور دلته ورانیږي پاچا هیڅ نه وایي یوه چوکۍ دې د ...

نور ولوله »

غزل: علي حسان مومند

علي حسان مومند سم پـــروت خمار خمار دی لکه بنګ دانه وانه ګلاب دی رژېــــــدلـــــی کــــه لونګ دانه وانه یو څوک یې وو د سپیـن مخ د لیدلو په ارمان هغه د زړګـــي ســـر یې شو په جنګ دانه وانه په وینو باندې سور دی مات رامات تنکی زلمی را ولوېدو چنــار غــــوندې دنګ دنګ دانه وانه زلمیــو د احـــــــــرار ...

نور ولوله »

ليلة القدر: ثاقب خپلواک

ثاقب خپلواک د رڼاوو کرشمه ده ، ښایسته ډکه له نُوره د فطرت د نور جلوه ده ، ده ډیوه د رڼا حُوره له نغمو د تلاوت یې ، داؤدي ترنم اوري سندریزه نغمه وتې ده ، له پاڼو د زبُوره زمزمې د الاهو وي ، کائنات ټول پر رکوع وو پرشتې پر سجده وي ، بیا د مینې له ...

نور ولوله »

غزل: حفيظ الدين پيرزاده

حفيظ الدين پيرزاده اوچت لکه پامیر دی، یا شمشاد غوندې سړ‎ی د ھر وحشت ځواب ته دی جھاد غوندې سړ‎ی دا خپله عقیدہ ورته له ھر څه دہ شیرینه چې غرہ سرہ ټکر وھي فرھاد غوندې سړ‎ی د صبر ازموینه کې تر ھر چا بریالی و کړ‎او، مصیبتونو کړ‎ استاد غوندې سړ‎ی زجرونه، تعذیبونه یې ھمت ته سلامي شول‎ جیلونو ...

نور ولوله »

غزل: راشد اشنا

    راشد اشنا ځان لولپه کاندي د اور له لمبو خوند اخلـــي څولېوني شته چې له خپلو دردو خوند اخلي د زړۀ دنیا مې ستا په دېرشو سِپارو ودانــه ژبه مې هم ستا له یو کم سل نَمو خوند اخلي زلیخا سپینې کړې په لار له انتظاره سترګـې أخ د یوسف د آس د پښو له ګردو خوند اخلي ...

نور ولوله »

غزل؛ هدايت الله هجران

هدايت الله هجران ته به يې نه منې پاچا خو ما منلې کيسه قسم په خدای دی چې له واکه دې وتلې کیسه منبر، دفتر دې پاچا هره ورځ په ويني لامبي د زغم له کوره نوره لرې تښتېدلې کيسه ستا د زوال نښې پاچا په کې له ورايه ښکاري زياتي د ظلم انتها ته رسېدلې کيسه د شرق او ...

نور ولوله »

غزل: محمد عليم بسمل

محمد عليم بسمل د خدای له کوره مو بلا موده پښه نېولې د خپل مولی نه خفه نه یو، امنيت خراب دی په جوماتو کې تکبير اورو؛ خو خطر هم وېنو د اخرت په بازارو کې هم حالت خراب دی شوه مـو له خدای سره خبر په نیمایي کې پاتې ښکلي لمونځونه مو رنګین شول د زړګي په وينو شول ...

نور ولوله »

غزل؛ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل زموږ دُعاوې هم تاثیر نۀ کوي نور دې د زړۀ زخمونه ویر نۀ کوي دا مړه! داسې لېوني دي پاچا چې هیڅ پروا دې د ځنځیر نۀ کوي څوک دې زیارت نه اولاد نۀ غواړي او د خدای کارونه دې په پیر نۀ کوي تۀ دې دا خپل لېوني سپي وتړه نورې ښېراوې به فقیر نۀ کوي ښه ...

نور ولوله »