شعـــــرونه

غزل: اختر محمد بهار

اختر محمد بهار د خدای په زور راته سر زور ښکاري واړه د نړۍ موږ طالبان کله زغمو کاږه کاته د نړۍ له بې غوړیو ډبو جوړه میلمستیا کړو ورته پرې کښېنوو دا نابللي مېلمانه د نړۍ هغو نه طمعه د غیرت اوبو ته خوب ویل دی د چا اخور کې چې اوس هم پراته واښه د نړۍ کوم ځناور ...

نور ولوله »

غزل: طالب الهام

طالب الهام هلته ناقوس دلته اذان خاموش ښایي قیامت شو ټول جهان خاموش شیطانان بیا تر اسمانونو ولاړل ستورې ویده دي کهکشان خاموش د پاک اسلام ستنې به ونړیږي که شي زموږ افغانستان خاموش د وخت بادشاه یې سفارش نه مني یوسف بندي دی او زندان خاموش ملالې بیا ویده ننګونه ویښ کړه ژوندی کړه غږ د یه قربان خاموش ...

نور ولوله »

 د بدبینۍ بدلون!

عصمت الله بشام تـــه د ښکلا او د خوښۍ مضمون یې د جـنګ جګـړو او بدبینۍ بدلــون یې پـه تـیاره چـم کي بـه رڼــا خپـره شي پر چاودو شونـډو بـه مسکا خپره شي مـرګونـه نـه بـه وی جګړی بـه نـه وي د نـــفــرتـونـو قـافـــلې بــه نــــه وي د تــانــدو هیـلو پـــسـرلی بــه راشي له مــودو ورک طالـب زلـمی به راشي ...

نور ولوله »

غزل: طالب الهام

طالب الهام ستا په سترګو کې منظر ښکاري د مینې په بڼو کې دې لښکر ښکاري د مینې ستا غمزې لکه مرمۍ ورته ګواښیږي زما زړه ته یو خطر ښکاري د مینې چې راواړوي سرې سترګې ژړغونې په لېمو کې یې اثر ښکاري د مینې خو چې کله دوه مئین باڼه په جنګ کړي بیایې سترګو کې سنګر ښکاري د ...

نور ولوله »

د غره کلی: ياسين حمزه

ياسین حمزه شنې سنزلې سرې غوټۍ او د غره کلی. ویښ زلمي سپینې پګړۍ او د غره کلی. موږ عجیبه سره خوښ یو بېل دي نه یو ستا یادونه ،زه، سپوږمۍ او د غره کلی طـــــــالبان لکه غــــــــمي پکې اوسیږي د مور چلو غـــــاړکۍ او د غــــــره کلی بیا غـــــزاده بیا مـــــیدان ته سره وتي دا وحشي سپـینه مـاڼۍ او ...

نور ولوله »

یتیم/ سپین کوچی

سپين کوچی څوک له مور پاتې شي او څوک پاتې له پلاره یتیم څوک بیا له دواړو شي د ژوند په ستړي لاره یتیم مور یې حال نه وایي چې پلار دې شهید شوی زویه! په دروازه کې شي ویده له انتظاره یتیم ته ځوانیمرګ شوې زه دې یاد سره اوس شپې رڼوم راسره ژاړي له ماښامه تر سهاره یتیم ...

نور ولوله »

غزل/ حفيظ الدين پيرزاده

حفيظ الدین پيرزاده ستړ‎ی یم ستومان یمه، دمه به شم ژوندہ! پریشان یمه، دمه به شم ستا د خماري سترگو بلا واخلم سترگې رانه واړ‎وہ نشه به شم ما ورته قرآن مخې ته ونیوہ سوله وارخطا شوہ، ویل ستنه به شم لوڅ سر به د مخ میدان ته نه درځم اوښکې ویل کونډې! پښتنه به شم کلی یې له ورایه ...

نور ولوله »

د سولې شال / عُقابي جانان

څوک له وطن پښې سپکوي او څوک وطن ته راځي له مودې پس ورک شوي خلک خپل مسکن ته راځي چاچې اجل راشي، ميږي پشان وزر يې وشي ها سرخوړلي دې مقتل او دې مدفن ته راځي داچې بارودو په اور سوي دي سره سپين ګلونه باغوان له سره کرونده کوي چمن ته راځي زاغان ترې کډه باروي، مست پسرلی ...

نور ولوله »

زما محبوبه!

عبدالباري جهاني دا د اسلامي نړۍ د مشهور صوفي محی الدین ابن عربي، چي په شیخ اکبر مشهور دی، یو شعر دی. جوناتن سټار Star Jonathanد نړۍ د صوفیانه شعرونو په یوه مجموعه کي Rising Suns Two په انګرېزي نثر ترجمه کړی وو. څرنګه چي اصل یې په عربي نظم وو او سټار له نظم څخه ترجمه کړی وو؛ نو ما ...

نور ولوله »

د مرحوم شیخ الحدیث والقران مولانا حمدالله جان داجوي په یاد…!

الياس فاتح ستا د مرګ چیغې می دزړه کورګی کړ وران شیخ صیب اوښکې مې ځي درپسې ګران حمدالله جان شیخ صیب الماس د هجر دې راماته کړه ښیښه د زړګي ټوټه ټوټه انځور د وصل شو جانان شیخ صیب په احادیثو کې امیرالمومنین وې د وخت شیخ د تفسیر وې، ترجمان وې د قران شیخ صیب دمنځنۍ اسیا دعلم ...

نور ولوله »