شعـــــرونه

اولسمشره (!) / تړون

سميع الله تړون – اسعداباد اولسمشره مدرسې ټولې بمبار کړه چې بچى مې نه ملا شي نه طالب شي اولسمشره زمونږ وينې ټولې ورکړه چې خوشاله پرې يهود شي او صليب شي اولسمشره د قران سينه سورۍ کړه چې ياسين په ژړا سر الله ته ورشي اولسمشره بخاري کړه پاڼې پاڼې چې خفه شي پيغمبر الله ته ورشي اولسمشره څه ...

نور ولوله »

کندوزه ! / عمري خوستی

شاعر : عمر عمري خوستی ستا پر تن بلې لمبې شولې کندوزه درپسې د چا ښېرې شولې کندوزه په بارودو دې دښمن کړلې ویجاړې لولپه دې شنې درې شولې کندوزه سيپارې، مسجد، منبر او قرآنونه مدرسې په وینو سرې شولې کندوزه کلی، کور، سمې او غرونه د بمبار شول درنه جوړې هدیرې شولې کندوزه ستا له غېږې د تنکیو ماشومانو ...

نور ولوله »

شهيد ګُل «د کندز د پېښې په وير»/ لطف الله خیر خوا

پر زمکه پرېوتم نيولی په منګُل نه شومه رنګ مې د ګُل شو خو خندان لکه د ګُل نه شومه ښه شوه چې مړ شومه او ښه شوه چې تا ووژلم ښه شوه بيخي نو چې کوزګوری د مغُل نه شومه زه يو حسرت د ګُلپَروَرو د سپرلي مازيګر پر پښو ولاړ لکه نرګس لکه سنبُل نه شومه د زمکې ...

نور ولوله »

له حبیب سره د وصال تحفې/ مولوي عبدالله مختار حسیني

لکه زلفې د اشنا په بارخوګانو جوړې شپې کړي یا شبنم په نرۍ شونډو د ګلاب باندې بوسې کړي   لکه ځمکه بارانونه ترې زرغونې  سرې غونچې کړي یا حاشیـه د کتــابو کې ملایان مطالعــــــې کړي   لکه صورت چې له مادې نه د وجود استعارې کړي یا میخور په نوش د میوو کې ګډاوې او نشې کړي   لکه ...

نور ولوله »

د کندز کربلا / شاهین مجاهد

شاهین مجاهد آه ته هغه تور دودونه وینې کنه! دغه لوګي له مدرسې نه خېږي د ایماني ځوږ اوجذبې په ګناه له هري خوانه پرې مرمۍ وریږي آه! هغه زمونګ د کلې هغه تنکی حافظ چې بې په مینه سپین قران لوستلو سپینه وړه پګړۍ په سر به یې وه په مینه مینه به د کلي مدرسې  ته تللو هغه ...

نور ولوله »

په وينو سره دستاربندي/ الياس فاتح

شاعر : الیاس فاتح څړېکې ددرد دزړه په زخم وې خورې کندوزه چې دې ختې غېږ کې سلګۍ دمدرسې کندوزه په لوی وحشت جاهل،بمبار کړی دعلم کورګی له علمه خيږي دباروتو سرې لمبې کندوزه مور يې خوشاله ده،دځوی دستار بندي يې ده نن خبره نه ده ،چې شهيدځي له جلسې کندوزه ما هميشه په  جنازو کې دي ګلان کتلي خو ...

نور ولوله »

نعتيه غزل/ عبدالقدوس فاتح

د هجـر کلي کښې اوسېږم له حبيـب لرې يم سم په زړګي باندې زخمي يم له طبيب لرې يم د هجرشپه څومره اوږده ده اوڅه توره شپه ده له سپين سهاره ، هم د وَصَلْ له نصيب لرې يم چې په يو څو خبرو وړي ټول نفرتونـه له زړو دداسـې مينې له امـــام او له خطيـب لرې يم ربه يا ...

نور ولوله »

کندوزه/ رحمت الله منیب

کندوزه وې در کې چینې د علم لاړې له تا نه سرچینې د علم له جهـالت نن د خلاصون په تمه وې خورې شوې دایرې د علم دې مقدس دغه سپېڅلې کار تـه راغلې ډېرې وې چهرې د علم په توره شپه لکه ځلانده ستوري رڼاوي هر ځای وې خورې د علم هر نابنا نه سترګور جوړوي نشته هیڅ لوري ...

نور ولوله »

د کندوز آهونه! 

نظام کندهاری ټکور کړه په خپل رحم پرهرونه د کندوز څښتنه ته خو اورې فريادونه د کندوز محفل د خوشحالۍ يې په ماتم باندې بدل شو په وينو لمبېدل چې سپين ګلونه د کندوز وحشت يې چې غوټۍ د هيلو وسوې په لمبو کې شول خاورو سره خاورې ارمانونه د کندوز نارې چې د بشر او د حقوقو وهي څه ...

نور ولوله »

شهید کندز/ د قاري سعید شعر

قاري سعید سور ګلګون په وینو د خپل تن لکه الوان کندز بیا غاټول غاټول شو، زخم زخم ارغوان کندز دښتې یې سینګار شوې د تنکو بچو په سرو وینو نه مني سږ نه مني، بهاره ستا احسان کندز بیا یې د اسلام په تور، د کفر غشي وخوړل بیا د پرنګ زادو وار زخمي کړلو افغان کندز وینې یې ...

نور ولوله »