شعـــــرونه

وينې څاڅي/ ثاقب خپلواک

ثاقب خپلواک ـــــــــــــــــــــــــ د بارودو ، له غباره وینې څاڅي د دې ښار پر هره لاره وینې څاڅي چې د پیغلو مات بنګړي ورپه کې ښکاري د ګودر له ړنګ چناره وینې څاڅي د ښکلا په شپه یې، ناوی کړه شهیده په سلګو یې له سینګاره وینې څاڅي د رڼا تږي به کله پرې اوبه شې؟ په دې چم کې ...

نور ولوله »

نعت شريف/ ثاقب خپلواک

ثاقب خپلواک چې راج یې د شِرک پړ کړ ، په لمن کې ، د حجاز پَلو یې د شپو ټول کړ ، زرین لمر ؤ د اعجاز پلوشو کې یې رڼا … لااله الا الله جبریل چې راوړي وحې ، بیا تر غیږې د حرا چې وخت د بدرنګۍ ،ستون کړي پر لورې د ښکلا دې ښار ام القراء ...

نور ولوله »

نعت شريف/ عنايت الله ديدار

عنايت الله ديدار ــــــــــــــ ما وحشي له خوب کې راشه د هوش بله ډیوه راکړه پښېمانه مې دي سترګې محمده! ما زما کړه لاس و پښې مې کړې راټولې باغي شوی مې تندی دی زړه زما هوس زما دی ژوند پردی اختیار پردی دی ماته نوی وجود راکړه هغه زوړ! مې لیونی دی منتشر یم ټول به نشم اور بلېږي ...

نور ولوله »

میلاد النبي (ص)

ډاکټر فیض محمد ځلاند د محمد ( ﷺ )په لار چې تلمه تر حرم لاړمه د یو څو ورکو قدمونو په قدم لاړمه د رڼاګانو طوافونه مې تر سترګو کېدل یو څو ګامه چې د ستورو شاته سم لاړمه ستا لپې لپې دعاګانې وې ولاړې مورې په ورکه لاره چې زه تلمه تر صنم لاړمه د نفرتونو تورتمونه یې په ...

نور ولوله »

د محمد عليم بسمل دوه نوي غزلونه

محمد عليم بسمل زما د تړمو اوښکو خبر سمه ده ملګرو تړلې مې په تاسو پورې دمه ده ملګرو عيسى غوندې اعجاز که سړى دې خلکو ته راوړي مريم غوندې که ورټل شي کمه ده ملګرو اول مو اجل وليکل شو بيا دنيا ته راغلو له وضعې نه مو رفعه مقدمه ده ملګرو له خاورو جوړه نشوه دلته نور مواد ...

نور ولوله »

غزل – حماد مالیار

مينه مړه ده خوښي هم په زړه کې نشته داسې څوک دى چې يې غم په زړه کې نشته سترګې وچي دي چينه يې وچه شوې سترګې څه توى کړي؟ چې نم په زړه کې نشته سرخي لاړه د ګلاب له نرو شونډو د لمر وړانګه د شبنم په زړه کې نشته اندازه يې لکه غرونه او راغونه هيڅ يو ...

نور ولوله »

غزل – علی احمد راصد

نه پوهېږم څه خبر ده ښکته پورته نابلده څوک راغلی دي دې لور ته کوم عسکر د یرغلګرو چا وژلی پل ورغلی دی سیده د ملا کور ته په لټون پسې راوتي میرڅمن دي ګوري هرې موشادې لاس کې انځور ته دلته ناست یم انتظار یې د راتلو کړم ورلېږلی مې رویبار د جانان کور ته بس دی پرېږده چې ...

نور ولوله »

ته مي ارمان يې

مهاجر مدثر ته مي ارمان يې زه مي خپل ارمان په چا نه پلورم ګل غوټئ نه دي پلورم ګل ارمان په چا نه پلورم وچ سترګيه بیا چي په کږو ورته را ونه ګورې د ګران بابا د پګړئ ول ارمان په چا نه پلورم دا د قرنونو سرمایه د تاندو مټو ځواک مي د سپيني حوري توري ځل ...

نور ولوله »

د مولانا محمد علیم بسمل نوی غزل

مولانا محمد علیم بسمل د عشـــق په نوم يوه خوږه ګنــــاه کول پکـــار دي د خداى لــه رحمـه دلتــه ګټه اخیستــل پکـــار دي شهيـــده! جوړ صورت په قبــر کې مـــزه نه کــوي چې سړى مـړ شو، نو زياتي خاورې کېدل پکـار دي دا چې واجب ده په بنده د خداى د حکـــم تعمـيل د مور خــدمت ته د اودس تازه ...

نور ولوله »

نظم/ عبدالحنان همت

عبدالحنان همت د افغان پرسپيره غولي بیا د نوي ژوندون سا ده بوډاګانې هيلي پيغلي هره مېنه په ګډاده بلبل نوى ماليار نوى هرڅه نوي نوي ښکاري ځمکه نوې اسمان نوى وحشت درومي جامې نغاړي د سپين غره د شپون له خولې نه د بدلون شپيلۍ غږيږي د شمشاد پر هسکه څوکه شاهين خاندي هوسيږي شونډي بيا خندا ته جوړي ...

نور ولوله »