شعـــــرونه

نوې تګلاره

شاعر: ملنګ یار ته شه پرې موړ زموږ له غوښو کبابونه جوړ کړه وینه مو خرڅه کړه پرې ځان ته بلډینګونه جوړ کړه زموږ څرمنې درته وباسه په کار به درشي خپلو بچیانو ته ترې رنګ رنګ پتلونونه جوړ کړه مشره چې مشر د خپه نه شي تلوار د وکړه زموږ د مرګ لپاره بیا نوي پلانونه جوړ کړه هلمنده! ...

نور ولوله »

د تصوف زمزمه

شاکر خدایه ستا په تجلا کې چې فنا شم په نڅا شم لیـوانۍ شــم بې اختـیاره په ژړا شم په نڅا شم داسې کیف راته عطا شي چې له وجده مې زړه چوي له خپل ځانه څخه ورک شمه جدا شم په نڅا شم له مداره یو سپین ستورۍ له لاندۍ څخه ګزار شم د شیطان په تور ټټر باندې ...

نور ولوله »

د اوښکو تسبې

صالح محمد مسروري چي دفکرپه ټالوکي ستاترکلي پوري درسم دزخمي زړه اسوېلوکي ستاترکلي پوري درسم چي داوښکو تسپې اړوم ستانوم پرې يادومه ستادميني وظيفوکي ستاترکلي پوري درسم دواړي لپي کړم کچکول اوغبرګه ډکه له دعاکړم په زاريواوسوالوکي ستاترکلي پوري درسم چي دخيال نېلی کړم ځين اوستاپه لوري در روان سم بس يودم په څوشېبوکي ستاترکلي پوري درسم ستادښکلي روضې خواکي ...

نور ولوله »

مات چنار

عاکف مهاجر تصویر ته دې په لپو لپو اوښکې تویومه اشنا د ستا یادونه په یادو کې لټومه د ژوند چنار مې مات اوس په ملا شو او را کوږ شو د ژوند چنار ته وینې د زړګي مې ورکومه د ژوند په ښار کې ورکه مې خوښي ده خوښي نشته خوره چوپه چوپتيا ده سترګې سرې مې ګرځومه سکروټې ...

نور ولوله »

غزل ــ حمدالله حلمیار

راځه راځه راسره اوښکې تویوه ملنګه! راځه انګړ ته جنازې حسابوه ملنګه! دروازه نلرو راځه په غلي غلی قدم په لړزیدلي غږ سکوت مه ماتوه ملنګه! راشه چې نن د امن ساتو امن هم وګورې راشه در وښیم ددوی یوه تحفه ملنګه! راشه د ورېت -ورېت ماشومانو تبسم وګوره راشه کرار یې د مرګ خوب نه پاڅوه ملنګه! وایه! شي ...

نور ولوله »

ساړه زړونه – نظام کندهاری

څوک چې مونږ نه پېژني مونږ هم هغه نه پېژنو د تکبّر پر مست نيلي دا سپاره نه پېژنو   دا چې اِکرام د هر مېلمه کوو دستور دی زمونږ خو چې په زور راشي بيا دا مېلمانه نه پېژنو   زمونږ دوستي ده تل تر تله د اسلام لپاره له دې سپېڅلي پاک مسيره کاږه نه پېژنو   چې ...

نور ولوله »

حمد – عاکف مهاجر

سجده کې دې پرته ځمکه رکوع باندې اسمان ده خالقه څه بیشماره قدرتونه دې ګواه دي دا لمر سپوږمۍ او ستوري چې ښکاريږي خالقه دا حسین دې همیشه ستا په ثناء دي ماهي د اوبو تل کې او مارغان په ځنګلونو د ستا کوي حمدونه په صفت باندې ګويا دي په امر دې دوه رنګه اوبه څنګ په څنګ روانې ...

نور ولوله »

دعا/ محمد عليم بسمل

محمد عليم بسمل ژوند مې داسې ګلستان کړه، چې ته نه پرې خفه کېږې په هغه عشق مې ودان کړه، چې ته نه پرې خفه کېږې جوړ ګرېوان مې نه خوښيږي، لېونتوب درڅخه غواړم ما دهغه بيابان کړه، چې ته نه پرې خفه کېږې داسې یار په ما پېرزو کړه، چې په زړه باندې مې ارزي داسې ښکلی مې جانان ...

نور ولوله »

غزل/ محمد نعيم افغانزوی

محمد نعيم افغانزوی عشقه امتحان مې کړه د میني مدرسه وایم زه د پاکي میني هر مضمون په عقیده وایم ته که مې آزمون کړې دار راوُښایه ځوړند به شم زه دې بل منصور شمه هم هغه فلسفه وایم ما درته اظهار کې د خپل تن غوښې کباب کړلې زه که ځان پتنګ بولم خو تاته بیا ډېوه وایم وُزي ...

نور ولوله »

غزل/ نصيب رحماني

نصيب رحماني لا لګیا یم د خپل ځان جنازه وړمه په یوه ځان د ټول جهان جنازه وړمه مات بشر ته مې خالقه! همت راکړه تر جنته د ایمان جنازه وړمه اسرافیله! ته شپیلۍ په شونډو کیږده اسرافیله! د درمان جنازه وړمه لابه څنګه د هر چا په یاد کې راشم لا اوچته تر آسمان جنازه وړمه که له عرشه ...

نور ولوله »