fbpx

شعـــــرونه

غزل/ راز خوږياڼی

راز خوږياڼی ته دې خبرې کوه زه به درته ښه کومه دا خوله دې ماته شي چې تاته به پرې نه کومه ستا د دیدن قحطي اوس دومره ډیره شوې ده چې تش په یادونو دې جانانه ګوزاره کومه چې زړه دې واخیستو خولګۍ به خامخا راکوې ګرانې ملا یمه تعویز په شکرانه کومه ما په غزل کې ستا د ...

نور ولوله »

ای د ارګ ماڼۍ کې پټه ولسمشره/ غزل

نجی الله سمون ای د ارګ ماڼۍ کې پټه ولسمشره يوه خبره واوره رټه ولسمشره يا میرویس غوندی گوزار په گورگین وکره لژ د زور وکړه په مټه ولسمشره يا شجاع غوندې غږ وکړه چې مزدور يم چې راتول د شو تر څټه ولسمشره دا دې څه دي روان کړي کور د وران شه زموږ د و اېستله سټه ولسمشره ...

نور ولوله »

غزل/ ثاقب خپلواک

ثاقب خپلواک شور د نغمو ، راګ د ټپو ، یې زمزمو کې غلې درز د چمبو ، شرنګ د بنګړو ، مهینو زړو کې غلې نی د شپانه ، غیږ د راغۀ ، شوې د بیدیا فلسفه سپېنو رمو ، لمن د غرو ، ښایسته چینو کې غلې ځوږ د ناسوت ، او جبروت ، خوږه نغمه د لاهوت ...

نور ولوله »

څلوېښت کليزې / الیاس «فاتح»

دسرو لمبو توپان سوځي ښکلاوې يو مخيزې روان مې په وطن د اور سيلاب دی څو لسيزې دامن له سپرليو يې کړې شنې لوخړې پورته باران باران سکروټې وروي جګړې لويديزې چينې دې وچې شوي چنارونه لمبه شوي وهلي په لاسو پيغلو د وينو دي نکريزې وتلي ترې نښتر نښتر ځوانيو جنازې دي د هرافغان په کور باندې ورګډې دي ...

نور ولوله »

غزل/ هیواد شپون

هیواد شپون مات نظر مې ستا د خال په غېږکې پروت دی که غمی دی د دسمال په غېږکې پروت دی خوب کې وينم چې اذان دی چا ويشتلی زخم زخم د بلال په غېږکې پروت دی ته خو ګوره تنهايي شوه سترګې سترګې څومره وهم د دېوال په غېږکې پروت دی چې زخمونه مې د زړه انځوروئ شي هغه ...

نور ولوله »

غزل/ ثاقب خپلواک

ثاقب خپلواک د مینې ترنم یم ، د شپیلۍ په غېږ کې پټ یم لت پت په وینو سور د آذادۍ په غېږ کې پټ یم د هجر ګرد،غبار مې د وصال پر څېره پروت دئ داستان د ښکلي عشق یم،د سیلۍ په غېږ کې پټ یم مهین د مینې درد یم ، له مسکا سره مې ورانه لمن د ...

نور ولوله »

ځانګړی انډیوال / فکرمل طالب

د ښائيست د شهزادګانو کلیوال وای د لمرونو او ګلونو سره سیال وای د تیارو زامن په تور اور سوزېدلی او ظاهر د رڼاګانو روڼ کمال وای زه څښتن دحقیقي پاکې نکاح وای زما وینې د حورانو مهرِ مال وای تنکی ځان مې له پاک دین نه نذرانه وای اومصرف مې دغزا غازي ریال وای د بېځایه بې ننګۍ له ...

نور ولوله »

خواږه، ترخه / عُقابي جانان

اصل کې خوږه ده که ترخه ده هم سپينه شان کيسه ده که ترخه ده هم کومه يوه خبره چې په زړه لرم هغه مې په خله ده که ترخه ده هم هيڅ پکې دروغ او دوکه نه منم ياره يارانه ده که ترخه ده هم اوس د مينتوب مېوه خوړلی شم بس دی اوس پخه ده که ترخه ده ...

نور ولوله »

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل ما په ټول ژوند کې همدا لویه تېر وتنه وکړه چې تا په ګل وویشتم، ما درنه مننه وکړه تۀ کبرجنه وې زما سلام دې نۀ اخیستۀ اوس نو مزې کوه! ما بل چېرې کوژدنه وکړه چټي شور مۀ کوه او هسې چیغې مۀ جوړوه بس تا انکار وکړو او ما یوه غوښتنه وکړه بابا زوړ شوی، خو ...

نور ولوله »

غزل/ همت بدري

همت بدري ساقي سره له میو نه ډاک جام په میخانه کې وړلا وو انتظار راته ماښام په میخانه کې ما لاس د پیر نیولی وو وم ناست په خانقاه کې هر چا راته کوه لا احترام په میخانه کې صوفي سترګې ټومبلې وې دچا په واورین مخ کې دچا به یې کوه خدای زده اکرام په میخانه کې دچا ...

نور ولوله »