شعـــــرونه

درد د مینې

غزل / الهام دسحرزړه چې اذان څیري نکړي، درڼاغشوکې تورتم نه اخلي چې ځان شهیدنکړي زموږپه مینه هغه ښکلا زموږ دچم نه اخلي چې له ترخو خاطروبحث ونکړي داسې هنر زموږ قلم نه اخلي جنایت وکړي بیابښه غواړي دوحشت پړه په غاړه هم نه اخلي دیتیم سترګوکې چې اوښکې وینو زمونږه سترګې ورنه نم نه اخلي اوس مې دمینې نه ...

نور ولوله »

غزل/ مفکر رښتین

مفکر رښتین ما وغوښتې دلبره ته له خدایه هغه ورځ په ټولو کي معلومه ده له ورایه هغه ورځ چي ستابه پکي وکړمه دیدن کنه جانانه راځه په رمازه کي راته ښایه هغه ورځ د زړه ټول ارمانونه به په یو کچکول کي کیږدم بس یو یو راته ته په مینه وایه هغه ورځ په زړه کي مي اوسیږې ته ...

نور ولوله »

ها پرونی زرین دوران دې څه شو؟

قاري سعید له سر درو د قرطبی مسلمه بیا تر کاشغر او فرغانې مسلمه ځوږ دتکبیر او د اذان دې څه شو هغه پرونی زرین دوران دې څه شو هغه صدیق صدیق یاران یادوم هغه خالد خالد غازیان یادوم چې د تیارو سټه یې وایستله هغه د لمر په لار روان یادوم چې فارس او روم یې په څپو کې ...

نور ولوله »

بیــت المقدس / ايوبي

هارون ايوبي اقصـــــی چې یهـــود، ونیــــوه ایـــــمان څــه درتــه وایي مســـــلمه په دې وخت کې خپل وجــــدان څه درته وایي احسـاس به دې نور کله دغفلت له خوب راویښ شي سرښکته کړه ګریوان کي چې خپل شـــــان څه درته وایی دوستي دمسلمان دې دکافر پښو ته قربان کړه له خدای دې بغاوت وکړ ، قـــرآن څه درته وایي دستا غيرت ...

نور ولوله »

شپږ څلوېښتمه آنلاین في البدیهه مشاعره

ترتیب : مستور مجاهد د تېرې جمعې د شپې آنلاین في البدیهه مشاعره چې د ښاغلي عرفان الله (عرفاني) صاحب د فیس بوک پر دېوال ترسره شوه، غورچاڼ یې په لاندې ترتیب کتلی شئ. د معمول سره سم دا دی مشاعره د ښاغلي کلیوال (کوچي) صاحب د شعر په مطلع پیلوو خپل بیتونه مو په همدې قافیه، او ردیف راپیل ...

نور ولوله »

د مقدس دفاع

الحاج مولوي محمدنائب احمدي راځي چي دلته ېې رېښې وباسو که مولاســــــونه هلته نه رسېږي دناوسۍ په پلمه نه خلاصېږو بس په ښېرا اوتوبه نه خلاصېږو لږداقصي سوي اهونه واووری هلته بدرنګ بدرنګ ږغونه واووری پرهغه پاک هغه سپيڅلي زمين دخدای دستردوښمن پاي تخت جوړيږي دمومونانو دتوهین لپاره دفرعونيت فضا دوخت جوړيږي ټول بادارن ېې په کابل کي ناست دي ...

نور ولوله »

د القدس وینا

عرفان الله عرفاني اشغال کړ اسرائيلو پاک حرم د فلسطین القدس وایي چې څه شو ایوبي صلاح الدین يهودو مو لومړۍ قبله قبضه کړله نن بيا ګرځېږي پکې بیا نن خبيثات او خبيثين اقصی خو له لاس لاړه اوس نمبر دی د کعبې دا ځکه چې اکثر مسلمانان شول مرتدین که داسې مونږ خاموشه يو او و نکړو اقدام ذلیل ...

نور ولوله »

د زړه ټوټه

شفاعت ستا د رسول دښمنان اخلي ستا قِبله په لاس کې وېده امته درنه وړي د زړه ټوټه په لاس کې کافران ګرځوي ټوپک مرمۍ جانټه په لاس کې ته ټېټي سترګې ګرځوه بېډ ټوپ لنډه په لاس کې هغوی دي وژني په بمونو مېزایلو باندې ته ورکوه د قېمتي زرو تحفه په لاس کې له ځنځېرو د غلامۍ غاړه ...

نور ولوله »

د اقصی فریاد

سید الهام سلګۍ وهي ژړیږي منارونه د اقصی دا ولې څوک نه اوري فریادونه د اقصی؟ که دغه بې غوري او دا نفاق و نو خدای مکړه راځي به وکعبې ته ماښامونه د اقصی غافل یو د الله پاک له حکمونو خبر نه یو مؤمن باندې لازم دي جهادونه د اقصی لا خوښ یو لا خندېږو لا افسوس رانه پردی ...

نور ولوله »

قدرت د ذوالجلال/ رحمت الله منیب

دې کې ژبه شته احساس شته او جمــــــال شته په خلقت کې یې قدرت د ذوالجــــــــــــلال شته سرحدونه یې فوجیـــــــــــان د بڼو څـــــــــــاري او په مینځ کې یې د کسي په نوم خــــــال شته کله کله اننګـــــــــــــــو باندې را څــــــــــــــاڅي شا و خوا یې رڼې اوښکې شتــــه زلال شتـــــه دا یې هم د قدرتونو عــــــــــــــــــــــــــلامې دي چې اسمان کې زرین ...

نور ولوله »