fbpx

شعـــــرونه

غزل – حماد ماليار

اوښکې دې ګويانه کړه خبرې پکې ونغاړه لپه کړه لاسونه ، ملغلرې پکې ونغاړه راشه رانږدې کړه دا ملهم ، پټۍ پټۍ غيږه دا زما زخمي زخمي وزرې پکې ونغاړه ژبه د توصيف په اسمان څٙکو څوکو واړوه باز پکې راونيسـه ، کوترې پکې ونغاړه پنډ دې د خبرو بارومه په زړګي باندې ته راته خوږې خوږې شکرې پکې ونغاړه ...

نور ولوله »

غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل پوره که مې د زړۀ دغه ارمان شي ډېر به ښۀ شي دا ژوند چې مې په تا باندې تاوان شي ډېر به ښۀ شي چې نور نو دا یو نیم د ځناورو عادت پرېږدي انسان چې د انسان غوندې انسان شي ډېر به ښۀ شي جانان چې د لیلې په ټنډه خال شي خوند به وکړي آزاد ...

نور ولوله »

شهکار د مینې!

ثاقب خپلواک زموږ د ښکلا د جومات،ښکلی دنګ منار د مینې ده زموږ د څو انقلابونو ، لوی شهکار د مینې چې یې په ننګ، غیرت تل پاتي اولسونه ویاړي ده زموږ د ستړي تاند مسیر ، ستړی سالار د مینې د مینې مېنه یې لیده ، د سرو لمبو په غېږ کې چې یې پیدا کړ ، د خزان ...

نور ولوله »

ورځ تر بله

سمیع الدین افغاني ورځ تر بله خرابیږي دا وطن په نفاق کې نه جوړیږي داوطن د بې رحمه او مکار دښمن دلاسه هره خوا په اور سوزیږي دا وطن په قومونو او خیلونو یو بیل شوی جنګ،جګړوسره ورانیږي دا وطن د دالرو او کالدارو په حساب کې په پردو باندې خرڅیږي دا وطن په هر لوري بې وسي ده مایوسي ...

نور ولوله »

ستا یاد

جابر کندهاری چې د ستا له یاده ستړی سم اوده سم چې بې سیکه لکه مړی سم اوده سم چې راویښ سم ستا د حسن په کتلو حیران پاته خوبوړی سم اوده سم تکامل ته چې رسیږم بیا مانده سم آدم زاد یم بیا نیمګړی سم اوده سم زړه مې ستا د یو نظر په قیمت درکړم باقي نور چې ...

نور ولوله »

د سولې لار

حفیظ الدین پیرزادہ یو، دوہ، درې به سرہ نه وایو پاتې شوې کیسې به سرہ نه وایو اوس ھم که اشغال چغه کړ‎ې ورور مې یې تیرې تاریخچې به سرہ نه وایو موږ‎ به ستا په غدر سترگې پټې کړ‎و دشته د لیلې به سرہ نه وایو جوړ‎ به کړ‎و ښاغلی شرعي نظام ھر څه ته بلې به سرہ نه ...

نور ولوله »

شعري هنر / عرفان الله عرفاني

عشق کې ښۀ أقوال لري أمثال لري ژوند د إستقلال لري أشکال لري چا سره د مینې راز او نیاز لري چا سره قتال لري جنجال لري هرچا سره کړي ښۀ أُصولي برخورد هر ځای انډيوال لري هم سیال لري پوه دی د منطق په فلسفه باندې ځانته استدلال لري لوړ خیال لري ځوان دی په ځوانۍ کې له چا ...

نور ولوله »

محمده ﷺ

نصیرالله (عابدي) ته لایق دې ننګ غیرت یې محمده ﷺ ته لایق دې محبت یې محمده ﷺ که دا سر شي رانه پرې داستا په مینه دا ستا مینه یو جرائت ده محمده ﷺ تا خو راوړه روښنایي دغې دنیاته په دنیا کې لوی نعمت یې محمده ﷺ که سیرت دې کړم بیان دغې جهان ته داجهان به کړي عزت ...

نور ولوله »

غزل / عُقابي جانان

هيچا سره هم شخصي تضاد نلرم حق وايم ځکه لږ دغه غوندې يم ملایان هم رانه په څنګ تيريږي اختلافي شان مَسئَله غوندې يم په حقيقت کې له ګبين هم خوږ يم هسې د زهرو پِیاله غوندې يم هيچاته هم د زړګي راز نه وايم څو ځله مخکې هم دهوکه غوندې يم په محفلونو کې بس غلی ناست وم څوک ...

نور ولوله »

کابل يم/ فکرمل طالب

چاته مرګ چاته زندان یمه کابل يم چاته خوږ لکه خپل ځان یمه کابل يم دننګو شمله مې هسکه په جهان ده د غزا ګرم میدان یمه کابل يم د زقوم ترخه لُقمه یم نه تېرېږم هر غاصب لره تاوان یمه کابل يم روغ سرونه هیچانه دي رانه وړې غازي کور دميرويس خان یمه کابل يم لاهو کړی مې لښکرې ...

نور ولوله »