fbpx

ادبي لیکني

د (ساینس او د قران علمي اعجاز) اثر ځينې ځانګړنې

پوهنیار سیداصغر هاشمي انسان هغه ټولنیز موجود او معلول دی چې د مختلفو علتونو او لاملونو پر اساس د بېلا بېلو خصوصیاتو درلودونکی کېږي. د ارواپوهنې او معاصر علم پر بنا د انسان په کړو وړو دننني او بیروني حالات خپل تاثیرات لري. هر انسان څو بعدي شخصیت وي خو محقق باید د لوی غوره شوي عنوان په نظر کې ...

نور ولوله »

زه به یې تل یادوم

لیکوال: صفي الله “رائد” مازدیګر مهال و، د یو ملګري د پلار جنازې ته روان وو. په جنازه کې مې یو بل نېږدې ملګری ولید چې له ورایه خفه برېښېده، د حال مې ترې پوښتنه وکړه. ویل یې: همدا اوس له یوې بلې جنازې راغلم ـ یو زړه ته رانېږدې ملګری مې مړ شوی و، وایي ډېر نیک او د ...

نور ولوله »

اوښکې

سمیع تنویر اوښکې د هغه کار په وړاندي زموږ د بیوسۍ او کمزورۍ اظهار دي چې د هغه په مخنیوي او پريښودلو کي موږ عاجز یو موږ چې دې نړۍ ته راځو پيل يې په ژړا کوو او له دې دنیا څخه د خپلوانو او عزیزانو له ژړا سره الوداع کوو د مرګ په وخت باندي د خپلوانو اوښکې د ...

نور ولوله »

د امام غزالي(رح) په کیمیای سعادت کې ځان پېژندنه

پوهنیار سیداصغر هاشمي امام غزالي د اسلامي نړۍ له لویو فیلسوفانو او پوهانو څخه دی، دی ډير اثار لري چې هر اثر یې د اسلامي نړۍ د مهمو اثارو څخه دي، د کمیت او کیفیت په لحاظه یې یو مهم اثر احیاالعلوم الدین دی، د دې اثر غورچاڼ (کیمیای سعادت) دی، یعنې کیمیای سعادت د احیاالعلوم الدین برخې دي، دا ...

نور ولوله »

زما احساس زما قاتل

الهام خراسانی کله به مې چې دهجرت په ديار کې دافغانانو ځورېدلی حالت وليد نو زه به ترهغوی زيات ځورېدم او له ځان سره به مې ويل کاش خدايه چې نه مې وای لېدلي دغه وخت زما دځوانۍ لومړۍ مرحلې وې مانا خط او برېت وم . له دغه وخت راسره داسې احساس او فکر ملګری شو چې بيا يې ...

نور ولوله »

د الفت په شعرونو کې د «پان اسلاميزم» څرکونه

ليکنه: پوهنيار سيد اصغر هاشمي د پان اسلاميزم پيژندنه پان اسلامیزم د یوناني ژبې د دوو کلمو څخه اخیستل شوی چې، پان (pan) د یوناني ژبې مختاړی دی، معنا یې (ټولو، د ټولو غړو، ټول کسان او اعضا) دي او اسلامیزم (islamisam) څخه هدف اسلام او مسلمانان دي. پان اسلامیزم د مسلمانانو لپاره د سیاسي ځواک د ترلاسه کولو، اقتصادي، ...

نور ولوله »

أصمعي او دکاندار

حامد افغان د عربي ادب وتلی امام عبد الملک الأصمعي رحمه الله د خپل ژوند یوه خوږه کیسه داسې بیانوي: بصره کې د علم په زده کړه بوخت وم، هغه مهال زه سخت غریب وم، زموږ د کوڅې خوله کې یو دکاندار و، کله به چې زه سهار وختي درس ته روان وم هغه به وپوښتلم: چرته ځې؟ ما به ...

نور ولوله »

د عبرت کیسه

دکتور کفایت الله وردګ د الله تعالی په لکونو شکر چې مونږ یې په اسلامي معاشره کې پیدا کړي یو او تر مرګه پورې مو کشر نسل خدمت کوي . په عصري طریقه زندګي کې داسې وي چې کله مور پلار مشران او بوډا ګان شی نو له کور سره ورته بل وړوکی ځای جوړ کړي او هلته یې نقل ...

نور ولوله »

فـریاد

لیکوال وحیدالله کاروان ای تاته وایم غږ مې اورې ؟ تاته وایم څه شولې زه دې ولې یواځې پرېښودم ؟ اوس به زه خپل غمونه له چا سره شریکوم، یو ته وې تا هم یوازې پرېښودم… ولې؟ ای! تاسې ته وایم هغه مو ولې له مانه جدا کړه، تاسې ته وایم ولې مو ځانونه غلي کړي؟ زما غږ اورئ، ولې ...

نور ولوله »

ورکه ښکلا

لیکوال وحیدالله کاروان ماښام قضا و، تېاره خوره وه د غره په لمنه کې د خټینو دیوالونو جوړ کلی تر سترګو کېده، د خټو جوړ شوي کورونه، په لوګو تور دېوالونه، لوړ تور غر، په اسمان کې بې شمېره ستورو، او ځای ځای د لاټین رڼا کلي ته یوه ځانګړې ښکلا ورکړې وه، زه له لرې د بلۍ له سره ...

نور ولوله »