ادبي لیکني

نيمګړى ارمان : لنډه كيسه

ليكوال : محمدهارون فيضي.۱۳۹۰-۴-۶ميوند د مځكو څخه د شپيشتو (رشقه) د غوټي سره كورته راننوت، شپيشي يې و خپلو بزو ته، ور واچولې  او ستړي ستومانه د خپلي خوني مخي  ته،كښېناست ، مور يې د يوې زړې او توري چاي جوشي څخه ،چاي ور واچولې، ميوند مور ته مخ ور واړوه او وي ويل (( مور، حاجي غني اكا خو ...

نور ولوله »

لنډه کيسه: کابلیان

لیکونکی: علي سيد سيدي محمود بوجۍ په مځکه کیښوده، په لستوڼي يې د تندي خولې پاکې کړې. لمر نيږدې نیم اسمان ګام کړی وه، کولنګ يې پورته کړ، د کولنګ په تیره څوکه يې  یو بل ته مخامخ  د یو ګام  په فاصله لس- دولس ګامه اوږدې لیکې جوړې کړې، هره لیکه يې یو څپک ژوره کړه. سپین سرې  مور ...

نور ولوله »

زموږکلي اوبانډې (دولسمه برخه)

دسمیع الدین  افغاني لیکنه دلغمان د دترګړو دجامع جومات خطیب او د ازادۍ د لیارې مبارز مولوي عبدالمجید (دوهمه برخه) مولوي عبدالمجید د وطن د استقلال  او ازادۍ په مبارزه کې پوره  او موثره برخه درلوده او د خپل قومي ځوانانو،مشرانو، شاګردانــــو  او پیروانو  سره د انګلیسانو  په مقابل کې دډکې ، تورخم او ناجي په سیمو کې جنګیدلی دی۰

نور ولوله »

لنډه کیسه: دوينې انځور

ليکوونکى : ضياالرحمن حبيب سپين غر دنورو ورځو په څېر يې نن بيا له مورنه په اجازې اخستو له کور نه ووتو او دتلو پر مهال يې ورته وويل : مورجانې دوعا کوه چې نن هم ښه غريبي وکړم څو دشېبې د سر ولور پوره کړم . دزغم سږنې کال درې يم وو  چې دخسر نه يې دواده کولو غوښتنه ...

نور ولوله »

لنډه کیسه: زه په خارج كې واده كومه

ليكوال : محمد هارون فيضي . چهارشنبه   ۱۳۹۰-۳-۲۵    كابل فرشته د خپل اكا كورته راغلې وه ،او د اكا لور نوريې  ته چې، د څاه پر غاړه يې لوښي مينځلې ،مخامخ ناسته وه او د ګاونډي د لور، او زوم په اړه ،چې تېره شپه يې واده و،خبري كولې.

نور ولوله »

لنډه كيسه: ملګري كه دښمنان؟

ليكوال محمدهارون فيضي  ۱۳۹۰-۳-۱۸كابل محب الله د كندهار ښار په څلورمه ناحيه كې د لرګو د ګنج په سيمه كې اوسېده، د كور سرپرستي ښوونځي ته پرېنښود. ده ته له پلاره د چپلكو او پلاستكي بوټونو دوكان ورپاتې و. مور يې ورته د يوې ښکلې جنۍ په مرکه ستړې وه. هره ورځ له کوره په وتو، سترګې به يې ښکته ...

نور ولوله »

د گنج اوونيزې شپږ كلن خپرنيز يون ته ځغلنده كتنه (۴)

 * د گنج اوونيزې د دوه يم كال پرله پسې ۶۵ گڼه د ۱۳۸۶ ل كال د لړم په ۱۷ خپره شوې، چې لومړى او اتم مخونه يې د( شهادت نماينده گان پارلمان و ساير عزيزان هموطن در حادثۀ اندوهناك وخونين بغلان صنعتى را تسليت عرض ميداريم) تر سرليك لاندې د بغلان پېښې وژل شويواو ټپيانو رنگه انځورونو ته ځانگړي ...

نور ولوله »

رشوت خوره! ته راپه یادشوې

چاوویل : ټنډیږي مګرمړيږي نه ،ماته سمدلاسه ته راپه یادشوې . بل وویل: ګېډه خویې مړه ده مګرسترګې یې وږې دي ،بیا ته راپه یادشوې . یوه وویل : قصاب نه دی مګر ډېرخلک یې بې تیغه حلال کړي دي ،دلته هم ته راپه یادشوې . هغه بل وویل : منګولې اوپنجې یې دلیوانونه دي اوخونخواردی داځل هم ته راپه ...

نور ولوله »

زموږکلي اوبانډې (یوولسمه برخه)

دلغمان د دترګړو دجامع جومات خطیب او د ازادی د لیارې مبارز مولوي عبدالمجید لمړیخدای بښلی  دکتور محمد سعید  ( سعیدافغاني  ) چې دلغمان  د ولایت  دترګړو دجامع جومات خطیب مولانا عبدالمجید مشر زوی دی ، په خپل کتاب ( زما ژوند)  کې  د هغه په هکله لیکي :

نور ولوله »

لنډه کېسه: بــــــــاور، لیکوال: اسد افغان

نثار د كتابونو له بكسې څخه يوه كتابچه راواخېسته، او په دهليز كې زنګيدلى او بې فكره روان شو،كتابچه يې مخ ته د ببوزې په ډول وهله او پر مخ روان و،په دهليز كې ګڼ شمېر نجونې او هلكان په خپلو منځو كې په خبرو بوخت و ،شهلا دپوهنتون په ساحه كې تر يوې شنې ونې لاندې ولاړه وه، شېبه ...

نور ولوله »