ادبي لیکني

د هر افغان کیسه!

خالد ځدراڼ جوهر روژه ماته کړه، مور ته یی مخ ور واړاؤ، ګوري چې مور يې په جاینماز ناسته ده، مخ ته یې د تیرې شپې په څېر یو تصویر نیولی او ژاړي. جوهر ورته وویل: مورې هره روژه ته د ماښام د لمانځه ورسته د بابا تصویر ګورې او ژاړې پریږده! مورې بابا مې هسې هم له دنیا تللی. ...

نور ولوله »

شهکار ناول لیکوال او د سپکو سپک تورونه!

محمد آصف آزاد نامتو تاریخي ناول لیکوال، نسیم حجازي چې اصلي نوم یې محمد شریف یا شریف حسین دی، په ۱۹۱۴م کال د مئ په ۱۹مه د هند د پنجاب په سجنافور او یا وزیر اباد نومي سیمه کې زیږېدلی دی. د هند او پاکستان له بېلتون وروسته پاکستان ته تللی او همدلته اوسېدلی. د ۱۹۹۶م کال د مارچ په ...

نور ولوله »

د دوی ستونزه له نسیم حجازي سره نه، بلکې له مسلمانۍ سره ده

لیکنه: حمدان افغان نسیم حجازي په ۱۹۱۴ کې د هند په پنجاب ایالت کې وزېږید او په ۱۹۹۶ کې همدا د ادب لمر په راولپنډي کې ولویدی. نسیم حجازي د ځوانۍ په عمر کې د اسلامي امت ستره غمیزه د خلافت عثماني سقوط ولېدی او د ده د ادبي سفر له عواملو څخه یوه دا غمېزه هم بللی شو. نسیم ...

نور ولوله »

د سیدجمال الدین افغان وجیزې او په حال کې یې څرکونه

پوهنمل سید اصغر هاشمي لیکنه د ګل پاچا الفت په څو بیتونو پیلوم چې د سید جمال الدین افغان په ستاینه کې یې ویلي دي: میندې راوړې ډېر زامن ډېر اولادونه یو یا دوه یې افلاطون او سکندر شي د خلقت له کارخانې نه کله کله په جهان پیدا یو بل شانې بشـر شي د کونړ د لوړو غرونو په ...

نور ولوله »

رنځوره موسکا؛ د لوی استاد علامه حبیبي په مړینه!

پروفیسور عبدالخالق رشید … او څیره یې ترپخوا داځل بل ډول را ته وځلیده، بل ډول راته ښکاره شوه، لا کوټي ته نه وم ور ننوتی چې سترګې يی راباندې ولګیدې، پرځای را اوچت شواو هغه له برکته لاس چی کلونه کلونه یي دخلکو د فرهنګی شتمنیو د تشریح او معرفۍ په لاره کې چلولې و رااوږد کړاو دایی هم ...

نور ولوله »

اوسنی پښتو شعر؛ د عزت او ناموس کنځلې!

وحيدالله مصلح که لږ د خپل وطن د ځېنو شاعرانو شعرونه ولولو، قاطع اکثريت يې شعاري روان دي، هدف ورک دی، د زلفو جالونه دي او د بعضو شعرونو کې خو د کنځلو ډېرانونه دي، د يو شمېر برنيو پښتنو شاعرانو شعر: طبيعي رنګ نه لري؛ مصنوعي ښکاري، داسې وي لکه په زور يې چې ليکلى وي. لفاظي په کې ...

نور ولوله »

سیند په کوزه کې؛ لنډه تبصره

عبدالسمیع درانی سیند په کوزه کې د محترم مولوي صاحب محمد وزیر حامد ( حامد افغان) تازه چاپ شوی اثر دی. دا مهم اثر چې د لنډو کیسو ټولګه ده، خورا مهم، دلچسپ او داسې کتاب دی چې ډیر اخذ ترې کېدلای شي او ډیر څه ترې زده کېدلای شي. دغه مهم اثر ډیرې ښې ځانګړنې لري، چې لاندې په ...

نور ولوله »

د چرسيانو جرګه (لنډه کيسه)

خالد رعد زوړ چرسي په دې ورځو شپو کې وارخطا وارخطا ګرځېده، کله به يې نورو معتادانو ته سپکې سپورې ويلې او کله به يې آن حمله پرې وکړه. د خپلې مشري د دوام لپاره يې په هيڅ هم سرپه نه کوله، ډير چرسيان او سم خلک يې آن له تيغه تير کړل، خو بيا يې هم توره لمن سپينه ...

نور ولوله »

ترهېدلي عسکر (لنډه کيسه)

خالد رعد په همدې شپه په پوسته کې د قومندان په شمول پنځه عسکر پاتې و، يو قومندان او کشری ملګری يې او درې سربازان. پوسته د ولايت-ولسوالۍ تر منځ د غزېدلې لويې لارې په غاړه پرته وه، عمومي دروازه يې سرک ته نژدې او کوټې يې هم دروازې ته نژدې جوړې شوې وې، خو له شګو ډک امريکايي جوالونه ...

نور ولوله »

د درد اظهار

بصيرالحق عادل د ۱۳۹۸ لمريز کال د هلمند سيند مشاعرې لپاره د انانسرۍ بلنه راکول شوه. مشاعره ماذيګر وه، زه غرمه مهال خبر شوم چې د انانسر په توګه ټاکل شوی يم. ژر – ژر مې ځينې بيتونه راټول کړل او ځان مې چمتو کړ. مشاعره د هلمند ولايت مېلمستون کې جوړه شوې وه. دريځ ډېر ښکلی ډيزاين شوی و. ...

نور ولوله »