ادبي لیکني

ادب او ژورنالېزم ‎

رحیم الله ځیرک وړاندې تر دې چې د ادب او ژورنالېزم په اړه هر اړخیز بحث وړاندې شي ،اړینه بولم تر څو لوستونکو ته دا هم روښانه شي ،چې ژونالېزم او ادب څه ته وايي او په ژوند کې یې موخې څه دي او څه ارزښت لري . ادب : که چېرې د ادب د کلمې تاریخي شالید را وسپړل ...

نور ولوله »

د یوه لیکوال کیسه

حامد افغان د فرنسوي ادب یوه کتاب کې د یوه ادیب او لیکوال کیسه راغلې ده، دې لیکوال به هره ورځ یوه کیسه لیکله او د سیمي مشهورې ورځپاڼي ته به یې بيوله، څو یې هغه خپره کړي او یو څه مزدوري ورکړي. خو ورځپاڼي به یې کیسه نه خپروله او هره ورځ به د نوې ورځپاڼي په لیدلو خپه ...

نور ولوله »

وروستۍ وصیت …/شهید بشیراحمد ریان

شهید بشيراحمد ريان دفلسطين په غزه کې له احمدالتګرانې سره يوځاى دبازار په لور روان وم. دغزې په تړانګه کې تر نورکله زياته ګڼه ، ګوڼه لېدل کېده، په شنه آسمان خال ، خال ورېځي لېدل کېدي،سره له دې چي ډيره ګڼه ، ګوڼه وه ، خو دبازار په کوڅو مرګونى سکوت خپور و. معلومېده چي ټول خلک داسرافيلې شپيلۍ ...

نور ولوله »

شپون «ادبي ټوټه»

 اسدالله غيرت / پکتيا له سهاره تر مازديګره پورې په غره کې وزې پيايي د سلګونو وزو مړولو دنده په يوازې تن پر مخ بيايي ، کله چې غرمه شي ټوله رمه د اوبو څکلو لپاره چينو ته راټولوي، دطبعيت په ښکلې هوا کې په زړه راښکونکو منظرو کې د ژوند څټه تماموي، پنځه وخته لمونځ په پابندۍ سره کوي، ...

نور ولوله »

زمونږ کلي او بانډې کتاب د چاپه راووت

زمونږ کلي او بانډې کتاب چې د هیواد د ښه  شاعر او لیکوال ښاغلي سمیع الدین افعاني نوی اثردی دمومند خپرندوی ټولنې په مټ په ښکلي صجافت او ډیزآین د چاپه راووت ۰ دغه کتاب چې په ۹۷ مخونو کې دچاپ چارې بشپړاو د ۱۰۰۰ټوکوپه شاو خوا د چاپه راووت دلیکوال دخپلو خبرو برسیره دهیواد دمشرقي سیمو میشتو ولسونو اوپرګنوکلیوالي ...

نور ولوله »

پلوشه چا ړنده کړه؟ «لنډه کیسه»

نصیب ځدراڼ د انګریز سیګرت په لاس کې وو کله به یې چې خبرې وکړې ترجمان ته به یې په څنګ وروکتل؛ ترجمان به د انګریز خبرې جمیل ته ژباړلې. “ګوره جمیله! دا وایې هر څه پریمانه دي، ته دي خپلو کارو ته دوام ورکړه، تا ټول کارونه ډیر ښه سر ته ورسول”. جمیل ورته و ویل چې ته دا ...

نور ولوله »

نن مې بیا د وینو څپې را پورته شوې

صفي الله “رائد” نن مې بیا سوی زړه په سویو آسویلیو کې ډوب و، نن مې یو بل وحشت تر سترګو شو. نن مې بیا د وینو څپې را پورته شوې، د یو وحشت پر لیدو، د یو وحشي ظالم پلار د بربریت په لیدو، دیو معصوم بچي د شهادت په لیدو. نن مې د یو ظالم قاتل پلار کرغېړن ...

نور ولوله »

نه زیات غواړم، نه کم فقط دمیاشتې دوه ریاله

رحيم الله بريال هلته یوه زنانه دمرګ پر بستر پرته ده، د ژوند وروستی سلګی وهي، د ژوند ملګری یې د تداوی توان نلري، دامامت پنځه زره میاشتینی معاش یې دکور دمصارفو لپاره هم بسنه نکوي، (لاسنیوي ته اړتیا لري) دلته یو افغان ماشوم دبهرنیو اشغالګرو له لورې پر سینه غلبیل غلبیل ګرځي، ښکلي ګلالی په مخ کې ننوتي سترګې ...

نور ولوله »

سياسي خوبونه او غير سياسي تعبيرونه

عبدالنافع همت په خوب کي فیسبوک ليدل: کاشف الاسرار والاشرار شيخ جورج ټرمپ يار وايي چي په خوب کي فيسبوک ليدل دومره ډېري ماناوي لري چي شمېر يې دد افغانستان په سياسي نظام کي تر مشاورينو هم اوړي. که د ماليې وزرات يو لوړپوړی چارواکی خوب ويني چي خپل يوه دوست ته يې (ريکويسټ) استولی او هغه رد کړی، نو ...

نور ولوله »

اخلاق د ځینو فلسفیانو له نظره

پوهنیار سیداصغر هاشمي د سیدجمال الدین افغان پوهنتون د کادر غړی ځینې شیان جامع، مانع، کوټلی، منلی او ټولنمنلې پېژندنه نه لري. د مثال په ډول د انسان پېژندنه، د ښکلا پېژندنه، د مینې پېژندنه او همدانګه د اخلاقو پېژندنه یې ښه مثالونه دي.څرنکه چې د نړۍ د هېوادونو کلتورونه سره توپير لري، ټولنیز ارزښتونه یې یو شان نه دي ...

نور ولوله »