ادبي لیکني

د افغانستان د ژبو د پرمختګ لپاره یو نوی ګام

لیکوال: میوند پوهیار پوهیار ډکشنري، د افغانستان د ټولو ژبو ډکشنري ده. پوهیار ډکشنرۍ خپل فعالیت په ۲۰۱۴ کال کې پیل کړ، په پیل کې د دې ډکشنرۍ د رامنځ ته کیدو بنسټیز هدف د پښتو – انګليسي او انګلیسي – پښتو حقوقي ډکشنري جوړول وه خو وروسته د مینه والو او کاروونکو د غوښتنې سره سم په کې د ...

نور ولوله »

ویناوې یا خبرې اترې(مذاکره)

ليکوال: امیر حسین اکبوپور ژباړه: حامد حقمل ویناوې او منطقي خبرې سړی تر خپل تاثیرلاندې راولي. بلکې که هغه خبرې مو خوښې هم نه وي.  (فرانګلین روزلیت) د وینا فن یا د مذاکرې توان یو اکتسابي امردی. چې په ذاتي ډول په هر انسان کې په یو مشخص میزان کې شتون لري او کولای شي هغه تقویت کړي، په خبرو ...

نور ولوله »

له شاعر ارزښت سره ادبي مرکه

بې، له حرکته پرمختگ نه وﻱ ډنډ چې شي اوبه نورې مردارې شي ارزښت وايي شعر د پاک زړه خبرې دي؛ نو زړه هله پاکېدلی شي چې خپل رب ته نېژدي وي. دلته مو له تاسو سره غږولی مرکه کوونکی: زاهد کريمزی کریمزی: ارزښت صيب که پيل کې را ته د ځان په اړه لنډ ووايي، زوکړه، زده کړې، دنده؟ ...

نور ولوله »

مالي«لنډه کيسه»

 صفي الله  “رائد” ځيني خلک دخبرو پر مهال خورا زړه راښکونکي او له خندا ډک الفاظ استعمالوي، خو ډېر داسې خلک هم شته چې په خپلو خبرو کې یو لفظ ډېر( بارـ بار) کاروي او تکیه کلام یې ګرځېدلی وي. زما یو نېږدې ملګری و،  هغه به په خپلو خبرو کې مالې ـ مالې (ما ویل) ډېر استعمالوه. کله ناکله ...

نور ولوله »

په څېړنه کې د کمپوزیت موضوع انتخاب

پوهنیار سیداصغر هاشمي په څېړنه کې د ښې موضوع غوره کول د نیم کار تکمیل دی نو له همدې امله محقق باید د موضوع په غوره کولو کې له احتیاطه کار واخلي. بهترینه څېړنېزه ښه موضوع خپل خصوصیات لري او محقق باید هغه ټولې خبرې په نظر کې ونیسي او موضوع غوره کړي. همدارنګه هغه موضوع چې د تحقیق لپاره ...

نور ولوله »

ولې لیکل نه کوو؟‎

احسان الله ذهین له ډېرو کسانو به مو دا شکایت اورېدلی وي، چې د لیکلو لپاره زیات څه لرم، خو لیکلی یې نه شم. ځینې کسان له لیکلو سره زیات شوق لري او د لیکلو لپاره سوژې هم ښې ډېرې لري؛ خو قلمبند کولای يې نه شي یا يې پيل ورته ګران وي. دا خو دومره د اندېښنې نه ده، ...

نور ولوله »

د ذهني غور پیاوړي کول او لیکوال کېدل غواړئ؟

ژباړه: محمداکبرحقمل معینزی څرګنده خبره ده، چې عادتونه د شخصیت د جوړښت تر ټولو اړینه او ارزښتمنه برخه ده. پر دې بنسټ که چېرې غوره او ګټور عادتونه خپل کړو، نو کولای شو په ځان کې مو د بریا په موخه اړین او وړ بدلونونه را منځته کړو. د ذهني تمرکز یا غور پیاوړي کولو په موخه موږ باید د ...

نور ولوله »

کره کتنه او تاريخ

استاد اجمل ښکلى د تاريخ له مطالعې نه هېڅ شى بهر نه دى. تاريخ د فرهنګ پر تحول باندې بحث کوي، ځکه نو ادب تاريخ د عمومي تاريخ د يوې برخې په توګه پر ادبي تحول بحث کوي. کره کتنه هم د فرهنګ له هرې برخې سره اړيکه لري. هغه کره کتنه چې موضوع يې ادبيات دي، ادبي نقد ورته ...

نور ولوله »

نيمه په لس «لنډه کيسه»

عارف خان ځلاند تاو راتاو شوه, څو قدمه مخکې لاړه نوک نیولې شوه، موټر تیز بریک ونیو, د مخ دروازه یې خلاصه شوه. یو د سپینو جامو ځوانه ترې راښکته شو, مخامخ دوکان ته روان شو, له ورستي سیټ نه ماشوم غږ کړل. راتم شو په مکرجن غږ لالا لالا مټایان. دوکان ته ننوت ځنډ یې ونکړو ډک لاس راووت، څه به ...

نور ولوله »

د غرور ښاخ

ژباړه: ابهام جمالزاده پاچا ته کوم چا دوه بازان ډالۍ کړل. پاچا د مارغانو روزونکی راوغوښت، بازان یې ورته وسپارل. ورته وېې وېل: د دې بازانو به ښه روزنه وکړې، تر څو ښکار ته برابر شي ، د مارغانو روزونکي بازان یوړل یوڅه موده یې وروزل یو باز ښه ښکار ته برابر شو بل باز هېڅ الوت نه کولو. له ...

نور ولوله »