ادبي لیکني

ډنګره سوله تر تودې جګړې خورا ښکلې ده

فاروق فردا زموږ غوږونو نور شپېلۍ کړي ټپ شوي دي او، چې لا د تالندو غږ هم نه آورو. که چېرې پرې یې کړو رښتیا د ځاړومبي پر ایښودلو هم والله که ارزي، لکه شپږمې ګوتې ، راپورې هسې نښتي. سترګې مو هم ړندې دي، که نه د چا دغه وینا به مو لوستلي او بچو ته هم ښوولي وای ...

نور ولوله »

ریشخندات

لیکوال : ماهر احسانزی شاعر او لیکوال حفیظ الله تراب د حکومت پر روانو چارو د طنز پر ژبه کوم څه څه لیکلي و او بیا يې په فیسبوک خپاره کړي و او د یو چا کمنت ته يې بیرته لیکلي وو : ریشخندات روان دي . په ظاهري بڼه خو د ریشخندات کلمه په هیڅ ژبه کې نشته خو ...

نور ولوله »

په غربي نړۍ کې د جهادي ترانو انعکاس

قاري حبیب ترانې چې ځینې یې بې سازه ترنم بولي، په جهادي تسلسل کې د تبلیغاتي مبارزې هغه اړخ دی چې د بل هر څه په نسبت یې ژور او کاري اغیز درلودلی دی.که څه هم په افغانستان کې حماسه ګویي او رزمي ادبیات زوړ تاریخ لري او د دې وطن د ادب او فرهنګ اساسي جزء تشکیلوي، مګر اوسنی ...

نور ولوله »

د کرکټ له برکته پښتو ژبه

ماهر احسان زی د پښتو د ودې او بډاینې لپاره هره شوې هڅه ، دومره د قدر وړ ده چې په ځلونو ستائیل شوې ده. له سلطان محمود غزنوي رانیولې چې په دوره کې يې د پښتو ژبې توري رامنځ ته شول او یا ورته کار وشو تر امان الله خان پورې ، چې په ۱۳۰۱ هــ ش کال کې ...

نور ولوله »

«فکر وکړئ او شتمن شئ» کتاب په دوهم ځل چاپ شو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د امريکايي ليکوال ناپيليون هيل کتاب «فکر وکړئ او شتمن شئ» چې افغان ليکوال او ژباړن زمريالي اباسين پښتو ته ژباړلی په دوهم ځل چاپ شو. دغه کتاب چې د امريکايي ليکوال ناپيليون هيل او د هغه د همفکره سوداګر ملګري انډريو کارنګي له لوري ليکل شوی دی په کې د انسان په ...

نور ولوله »

د واورې سړی – نصير احمد احمدي

Naseer-Ahmad.ahmadi

نصير احمد احمدي د دلوې د مياشتې لومړی مازديګر و چې اسمان سپينو ورېځو ونيو، واوره پيل شوه او په لنډ وخت کې يې يوه لوېشت پوټی سپين کړ. ورېدا اوږده شوه. يوه ورځ، دوې ورځې، درې ورځې… تر دې دمه کليوال ورته خوشاله وو، واوره يې کارېزونو ته سره زر ګڼله، خو وروسته د بامونو پاکولو ستړي کړل، خلق ...

نور ولوله »

ننګرهار پوهنتون کې د چينايي ژبې زده کړې پروګرام پيل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹لړم، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځي کې په لومړي ځل د کابل پوهنتون د کنفوسيوس انسټيټوټ په مرسته د چينايي ژبې زده کړې پيل شوې. په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار ګڼو علمي شخصيتونو او پوهنتون استادانو ګډون کړی و. غونډې ته د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل په ...

نور ولوله »

چاپه (لنډه کيسه)

خالد رعد لوی ماشومان يې څوک له ډوډۍ مخکې او څوک وروسته ويده شول. سړي چې ټوله ورځ يې په وتره پټو کې د غنمو په کرلو تېره کړې وه، يو لوی تور چای جوش يې مخته ايښی و او د شنو چايو يوه پياله يې ډکوله او بله تشوله. کوچني په خاپوړو ماشوم به يې کله پټکی ترې ړنګ ...

نور ولوله »

لنډه کیسه: ډګروالي

لیکوال : ماهر احسانزی که پښه مې لږه هم خوځولی وای ، نو د ژورې څاه په توربدن کې ناست واز خولې مرګ له مرۍ تېرولم. پورته د نیولو لپاره څه نه و ؛ څا ه نوې کیندل شوې وه ، په هرې تيږې پسې مې چې د ژوند ژغورلو لاسونه ور اچول، داسې به راپسې راوته لکه ما چې ...

نور ولوله »

د غريب ماشوم ليک

ليکنه: سيداصغر هاشمي ګرانه ولسمشره! نه پوهېږم چې د خپل کړاو کېسه له کومه ځایه پیل کړم، خو فکر کوم چې له هر ځای یې پیل کړم، همدا به یې پیل وي او تحت الشعور راته وايي، چې د نطفې ټاکلو د لومړۍ ورځې تر ننه په ډېرو ستونزو کې لوی شوی یم. په ډېرې بې وزلې کورنۍ کې وزیږیدم ...

نور ولوله »