fbpx

پښتو کتابونه

د «نړیدلې جونګړې» ترسرلیک نوې شعري ټولګه دچاپه راووتله۰

«نړيدلې جونګړې» د «نړیدلې جونګړې» تر سرلیک زمونږ د هیواد تکړه شاعر اولیکوال ښاغلي سمیع الدین افغاني څلورمه شعري ټولګه د چاپه راووتله۰ په دغه شعري ټولګه کې شاعر د «خپلې خبرې» تر سرلیک یوه ښکلې سریزه راښکلې ده چې د هیواد د حالاتو اود خپلې نوې شعري ټولګې په اړه یې لوستونکو سره د زړه خواله او د حالاتو ...

نور ولوله »

د کلاسيک شاعر «علي محمد مخلص» ديوان چاپ شو

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۱مه، ۱۳۹۵ل): د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پښتو ژبې د پياوړي کلاسيک شاعر علي محمد مخلص ديوان چاپ کړ. دغه ديوان چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په امر د بيهقي خپرونو رياست  له لوري  په ۷۳۷ مخونو کې چاپ شوی دی، د سريزې، لمنليکونو او لغاتو د معناوو چارې يې محمد ...

نور ولوله »

د «ژوند پر لويه لاره د بريا سفر» نومی کتاب چاپ شو!

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۹مه، ۱۳۹۵ل): د ژوند پر لويه لاره د بريا سفر نومی کتاب چې پياوړي او مشهور اردو ژبي ليکوال، ښاغلي محمد بشير جمعه ليکلی، محمد ظاهر عمار پښتو کړی او په پېښور کې ګندهارا خپرندويه ټولنې چاپ کړی. په کتاب کې د وخت پر ارزښت، فردي ځان جوړونې، کورني تنظیم، د ژوند له پاره پر تګلارې ...

نور ولوله »

د شهرت ننګیال شهکار اثر «۱۲ګرامه ماغزه» پر لیکه شو

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۱۳مه ۱۳۹۵ل): د هېواد د وتلي لیکوال شهرت ننګیال شهکار اثر ۱۲ګرامه ماغزه پر لیکه شو. دغه اثر چې نن ټکی اسیا ته د ایمیل له لارې را رسیدلی دی، په ۷۷۱ مخونو کې د روس پر مهال د جهاد او د کورنیو جګړو په اړه د ښاغلي ننګیال یادښتونه، انګېرنې، خاطرې او یونلیکونه په ...

نور ولوله »

«اخلاقي کنایې» دوهم ټوک چاپ شو

له ننه درې کاله وړاندې د هیواد نامتو څېړونکي،برلاسي ژباړن،ریالیسټ ژورنالیست او لیکوال استاد ډاکتر نثار احمد صمد خپلو درنو هیوادوالو او پتمن افغاني کهول ته یوه ستره او بې ساري تحفه (اخلاقي کنایې-لومړی ټوک) وړاندې کړه. د کتاب لومړی ټوک له چاپ سمدستې وروسته د هیواد په لر او بر کې د تود هرکلي سره مخ شو او د ...

نور ولوله »

د «ځاني دفاع حدود » څېړنې مخکتنه

اکرام الدین کامل د ځاني دفاع حدود: د معاصر او اسلامي نړيوال قانون پرتليزه څېړنه، احمد، محمد مشتاق، ژباړه، جلالي، زاهد، مومندخپرندویه ټولنه، ۲۰۱۶. د «ځاني دفاع حدود: د معاصر او اسلامي نړيوال قانون پرتليزه څېړنه» د ډاکتر محمد مشتاق احمد څېړنه ده چې د ځاني دفاع په اړه يې د معاصر او اسلامي نړیوال قانون له مخې په پرتلیزه ...

نور ولوله »

افغان رسنیز او څېړنیز مرکز او مومند بنسټ د سیاسي جوړښت کتاب مخکتنه وکړه‎

افغان رسنیز او څېړنیز مرکز او مومند بنسټ د علمي غونډې په ترڅ کې “د سیاسي جوړښټ وړاندیز” کتاب مخکتنه وکړه 6 فروري 2016 – کابل د افغان رسنیز او څېړنیز مرکز، مومند بنسټ او افغان خپرنځي لخوا د پوهندوی دوکتور عبدالقیوم مومند د کتاب “د سیاسي جوړښت وړاندیز” مخکتنه وکړه. د افغانستان د روان سیاسي کړکیچ د سیاسي حل ...

نور ولوله »

غواړم پرمختګ وکړم خو… کتاب نوی له چاپه راووت

د ” غواړم پرمختګ وکړم خو…. “ په نامه  کتاب  چي په کابل کي د افغان پوهنتون د شرعياتو او حقوقو د پوهنځيو استاذي او د کابل پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي د تفسير او حديث د ماسټرۍ د دورې محصلي ډېوې همت لور ليکلی دی تازه له چاپه راووت. دغه کتاب چي پر اويا ګرامه سپین کاغذ او په ...

نور ولوله »

د انقلاب مدرسه، د رضوان الله فيضاني لومړۍ شعري ټولکه

د هېواد د مشهور او تکړه ترانه ويونکي او شاعر ښاغلي رضوان الله ( فيضاني ) لومړۍ شعري ټولګه تازه په تازه چاپ شوه او مارکېټ ته وړاندې شوه. دا ټولګه چې ( د انقلاب مدرسه ) يې نوم دی تقريبا په ( ۱۸۲) صفحو، په معاري کاغذ او جلد، او په زړه راښکونکي ټايټل مشتمله ده د ( مکتبة ...

نور ولوله »

په علمي او دعوتي ډګر کې د يو افغان عالم ارزښتناکه زياتونه

عبدالحق حماد – د اسلامي شريعت د بقا او حفاظت لپاره درې اساسي لارې دي: علم، جهاد، او بلنه. د علم پر مټ د دين اصلي روح ژوندی پاته کېږي او د دې د ترلاسه کولو اصلي ځايونه مدارس دي، د جهاد پر مټ د اسلامي نړۍ سرحدونه ساتل کېږي او پراخېږي، او د بلنې پر مټ په نړۍ کې ...

نور ولوله »