fbpx

پښتو کتابونه

«آسان تفسير ، د توبې سوره» کتاب نوی له چاپه راووت

آسان تفسیر

دغه کتاب د «آسان تفسير» په نامه د قرآن عظيم الشان د ژباړي او تفسير کوم چي استاد عبدالمالک «همت» يې دا څو کاله په ليکلو بوخت دی او لا بشپړ سوی نه دی، هغه برخه ده چي د قرآن کريم د توبې د مبارکي سوري ژباړه او تفسير احتوا کوي. دغه کتاب چي پر اويا ګرامه سپین کاغذ او ...

نور ولوله »

رساله: د بې تاوه پاڅون ګړندی لارښود – د غـریب سـړي وسله، لیکوال: ډاکټر رحمت ربي زیرک یار

لیکوال: ډاکـټر رحمت ربی زیرک یا ر، خپلواک څیـړونکی، امریکا که د بې عدالتۍ په مهال ناپیـیلي وئ، د ظالم خوا به مو غوره کړې وي. که یو فـیـل خــپله پښـه د یو مـوږک په لکــۍ ايښــې وي او تاســې وایئ چې ناپـیـیـلي یاستئ،  مـوږک به ستاسې د ناپـیـیلـتیا درناوی ونکړي. دسهیلي افریقې مـشر عیسوي ملا دیـسمـوند  ټـوټـو ډالــــــــــــــــــــــــــــــۍ دا ...

نور ولوله »

«د وخت ارزښت او ساتنه» چاپ او «کیسې او پندونه» له چاپه راوتونکی دی

«د وخت ارزښت او ساتنه» د علامه عبد الفتاح ابو غده د مشهور کتاب «قیمة الزمن عند العلماء» پښتو ژباړه د درېم ځل لپاره چاپ شو. دا کتاب «محمد وزیر حامد» ژباړلی او د النور علمي ټولنې په تقریبا ۲۷۰ مخونو کې چاپ کړی دی. کتاب د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۳م او دوهم ځل په ۲۰۰۶م کال کې چاپ ...

نور ولوله »

ترکيې په ټويټر، فيسبوک او يوټيوب بنديز لګولی

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، وري ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): ترکيې وروسته له هغې خپل هېواد کې پر ټويټر، فيسبوک او يوټيوب بنديز لګولی، چې تېره اونۍ ښې اړخو وسله والو پر فيسبوک، ټويټر او يوټيوب د يرغمل شوي څارنوال خونړي انځورونه خپاره کړل. تېره اونۍ د محمد سليم کيراز په نوم څارنوال هغه مهال د يرغمل کوونکو له خوا ووژل ...

نور ولوله »

د ارتباطو لارې چارې

محمدالله احساس د ارتباطاتو لارې چارې کتاب، لکه له نومه يې چې ښکاري موږ ته د ارتباطو لارې چارې او طریقې را ښيي. ارتباط او اړیکې که له یوه پلوه د ژوندیو موجوداتو په ځانګړې توګه انسانانو تر ټولو ستره مشخصه او ځانګړتیا ده، له بله اړخه یو لوی فن او مهم هنر هم دی. د ارتباطاتو لارې چارې کتاب ...

نور ولوله »

افغانستان؛ سیاسي کمزوري اوبهرنۍ مداخله

محمدالله احساس «افغانستان؛ سیاسي کمزوري او بهرنۍ مداخله» د هغه مهم، تاریخي، سیاسي، تحلیلي او څېړنیز کتاب نوم دی، چې لیکوال یې د هېواد مشهور او نوموتی ژورنالیست ډاکتر نبي مصداق او ژباړن یې وتلی څېړونکی او برلاسی لیکوال ډاکتر نثار احمد صمد دی. د کتاب اصلي ژبه انګریزي او په ۲۰۰۶م کال کې چاپ شوی او ژباړه یې درې ...

نور ولوله »

«ډیر ولور نیکمرغي ده، که بدمرغي» کتاب پر لیکه شو

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم۳۰مه ۱۳۹۳ل): پر یوې داسې موضوع چې د افغانستان په اکثرو سیمو کې ترې خلک کړیږي نوې کتاب چاپ او د نن ټکی اسیا لخوا پر لیکه شو. زیات ولور! چې له امله یې زیات شمېر ځوانان او انجونې زړیږي خو ددغه ستونزې له امله يې واده نه کیږي. مولوي صاح ابو محمد نور الحق مظهري ...

نور ولوله »

«استشهاد که انتحار» کتاب پر لیکه شو

د «استشهاد که انتحار؟!» کتاب چې استاد احمد ضیاء بریالی په څه باندې ۲۰۰ مخونو کې لیکلی، او څو ورځې وړاندې يې د دريم ځل د چاپ خبرتیا هم له رسنيو خپره شوه، پر لیکه شو. د قرآن کریم د مبارکو آیتونو، نبوي احاديثو، د صحابهء کرامو رضي الله عنهم د ژوند د ژوندیو پېښو، د څلورو مذاهبو د علمای ...

نور ولوله »

شاهکار پښتو تصنیف (تفسیر ایوبي حنفي) بشپړ او له چاپه راووت د پښتو په علمي نړۍ کې یو ستر ګام

ټولو مینه والو ته زیری ورکول کیږي چې د هیواد د ستر علمي شخصیت، جید عالم، شیخ القران والحدیث مولانا عبیدالله ایوبي کندهاري (حفظه الله) په لاس لیکل شوی د قران عظیم الشان پښتو تفسیر، چې له کلونو راهیسې تر لیکنې لاندې وو، بشپړ او په ۱۹ ضخیمو ټوکونو کې د چاپ په ګاڼه وپسولل شو. نوموړی تفسیر د ( ...

نور ولوله »

سوال ځواب چاپ شو!

swal jawab

دا د استاد عبد الغفار جٌبير بي بيلګي كتاب دي، په دي كتاب كي: دافغانستان ،افریقا،کاناډا،اوکراین، سوډان ،فیلپین، اسټرلیا ،امریکا ،کویټ ،جرمني، اومتحده اماراتو څخه دپوښتنوځوابونهپه دي كتاب كي ومسلمانانو، عيسايانواونوروته قناعت بخښونكي علمي ځوابونه وركول شوي دي. مينوال دي خبروي داكتاب دصديقي خپرندويي ټولني له لوري چاپ شوي دي. ستاسو ورور مزمل

نور ولوله »