ټولنیزه برخه

د يوې سترې ګناه پرمختللې بڼه… د انټر نټ کاروونکي دې هرو مرو وګوري

د يوې سالمي او پاکي ټولنې د رامنځته کولو لپاره اسلام بېلابېل بنسټونه ټاکلي دي چې په مراعت کولو سره يې انسان خپل ژوند له هر ډول ناخوالو څخه خوندي ساتلای شي. يو له هغو بنسټونو څخه چې اسلام يې لارښوونه کوي د فحش ، نه خپرول دي، فحش په لغت کې هرې ګناه ته وايي چې بدوالی يې ډېر ...

نور ولوله »

مخامخ خبرې (۸) بری ليک که پوهه؟!

زما داسې ډېر دوستان شته چې هره ورځ پوهنتون ته ځي او راځي، اوچت اوچت فيسونه تحويلوي، خپل وخت ضايع کوي، له خپلې کورنۍ په مسافرۍ کې ژوند تېروي او دېته ورته نور ډېر مشکلات پر ځان زغمي خو پوهنتون نه پرېږدي. داسې ډېر کسان شته چې د دې هر څه په مقابل کې صرف يو کاغذ غواړي، داسې کاغذ ...

نور ولوله »

مخامخ خبرې (7)د اسلام آباد فحشا خانې

 ډېر بېچاره پلاران د خپلو اولادونو لپاره په ځان سختې ورځې تېروي، حتی په لوږه شپه او ورځ سبا کوي، د ژوند له عيش او عشرته لرې اوسېږي، ځينې د همدغو اولادونو لپاره د خلکو په کورونو کې کار کوي، د پرديو خلکو سختې خبرې او بد اخلاقي زغمي، پلاران په بازارونو کې درانه بارونه په خپل ملا اوچتوي څو ...

نور ولوله »

مخامخ خبرې (۶)شخصيتونه لرو، خو قدر يې نه؛ د مرحوم نادر ايوبي په ياد کې

سيد جمال الدين افغاني د دې عصر د اسلامي ويښتابه مخکښ دی، دی په افغانستان کې زېږېدلی، دلته لوی شوی، همدې هېواد کې يې د لومړي وزير منصب کې هم کار کړی. سيد جمال الدين افغاني، علامه عالم، وتلی فيلسوف، مخکښ مفکر او زړور زعيم و، وسطي فکر يې لاره، همدا ده چې نن صفوي شيعه ګان د هغه د ...

نور ولوله »

مخامخ خبرې (۵) قاريخانې که جزاخانې؟!

قرآن هغه الهي رڼا او هدايت دی چې ټول بشريت ته اطمنان ورکولی شي، قرآن کولی شي ټول بشريت له بېلارۍ بج کړي، قرآن کې داسې خوند شته چې د روحي مرض سربېره د نورو ډېرو مرضونو دوا هم په کې شته او بالآخره قرآن هغه کتاب دی چې که څوک يې يو وار خوند وڅکي، په دې به پښېمانه ...

نور ولوله »

مخامخ خبرې (۴)جومات خو د خدای کور دی!

شاډولا زموږ په کلي کې يو تقوا دار سړی و. سره د دې چې ږيره يې ټوله سپينه شوې وه، د لمسيانو او کړوسيانو خاوند و، دومره چاغ هم و چې په لاره سم تلی نه شو؛ خو له دې ټولو سره به يې د روژې په مياشت کې مکملې تراوېح په ولاړه کولې، که چا به ورته ويلې چې ...

نور ولوله »

مخامخ خبرې (۳)دلته ژړا هم جرم دی!

متاسفانه زموږ په ټولنه کې د ښځې او نر جنس تر منځ لوی تبعيض شتون لري، مور په دې قانع ده چې زوی د خدای لوی نعمت دی او حتی ما اورېدلي چې ځينې سړي خپلې ښځې په دې تهديدوي چې که دې لور وزېږوله په ما طلاقه يې! داسې خبرې واورې چې حيران پاتې شې، دا د پرمختګ عصر ...

نور ولوله »

مخامخ خبرې (۲) د شيطان حاکميت

يو وار مې غربي رېسټلنګ ته په ډېر تعجب کاته، د دوی وحشيانه وهل ټکول، دا چې مخونه يې تور کړي، په خپلو کاليو يې ليکلي وي (لوی شيطان)، ځينو خپل ټول ځانونو باندې ټاپې ماپې کړې وي او داسې نور عجيب او غريب په کې ووينې او سيلانيان خو په زرهاو کسه ورته راغلي وي، هغه څه سړي ته ...

نور ولوله »

مخامخ خبرې (۱) د مرګ خوند

اصول الفقه په اسلامي شريعت کې يو له سختو موضوعاتو ده، خو له سختۍ سره خوند هم پکې شته، اول خو په آسانۍ څوک پرې پوهېدی نه شي، بيا که پوه شي، چې څومره په سختۍ درس زده کړی وي، هومره خوند هم ترې اخلي. دا چې زما پلار اصول الفقه کې تخصص کړی و، زما هم له اصول الفقه ...

نور ولوله »

افلاطون او دټولنیز عدالت

نورمحمد غفوری –    «خپله دنده پر وخت سرته رسول او ورته ژمنتیا عدل دی»      –    «ښه نظام دښو لوستو خلکو پرمټ جوړېدای شي »–    «دریاست ښه صفت، ښېګڼه عدل او انصاف دی»–    «په ریاست کې عدل او انصاف هغه وخت راتلی شي، چې لوړپوړي چارواکي له علم اوپوهې نه کارواخلي»

نور ولوله »