ورزش

مجیب د بیګ باش لیګ سیالۍ په ځانګړې بریا پای ته ورسولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۳۹۷ل): سوکه تکړه توپ اچونکي مجیب الرحمن ځدران د استرالیا غوره لیګ «بیګ باش» سیالۍ په ځانګړې بریا او د غوره لوبغاړي په حیث پای ته ورسولې. مجیب الرحمن چې ډير ژر به افغانستان ته په کورنۍ کې د ناروغانو لرلو له کبله راستون شي، په بیګ باش لیګ کې د بریسبین هیټ لوبډلې ...

نور ولوله »

د لوبې په دوران کې سریلنکایي لوبغاړی مرګونی ټپي شوی/ ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د استرالیا او سریلنکا کرېکټ لوبډلو ترمنځ د دویمې ټیسټ سیالۍ په دوران کې په دویمه ورځ د سریلنکا لوبډلې توپوهونکی په سر/غاړه لګیدنې له کبله مرګونی ټپي شوی. د سریلنکا لوبډلې اوپنر توپوهونکی دیموت کارونرتنې د استرالیا چټک توپ اچونکي پيټ کمینز لخوا په باونسر توپ د هیلمټ لاندې په شا خوا ...

نور ولوله »

فوټبال: قطر د اسیا جام اتلولي وګټله/ ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د عربي اماراتو په پلازمینه ابوظبۍ کې د جمعې په ورځ د قطر او جاپان فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ پایلوبه ترسره شوه چې په کې قطر جاپان ته په ۳-۱ ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه. د اسیا جام فوټبال سیالیو کې چې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ په ۵ جنوري پېل شوې ...

نور ولوله »

بيګ باش ليګ: مجيب ځدران يو وار بيا د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۲ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکي مجيب ځدران د استراليا په بيګ باش ليګ يو وار بيا په زړه پورې توپ اچونه وکړه. مجيب الرحمن چې د بريسبين هيټ لوبډلې برخه دی په ننۍ لوبه کې په څلورو اورونو کې ۱۶ منډې ورکړې، ۳ يې ويکټې واخيستې او ۱۱ توپونه يې ميس ...

نور ولوله »

فټبال: نن د اسیا کپ په پایلوبه کې قطر او جاپان سره مخ کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): د متحده عرب اماراتو په پلازمینه ابوظبي کې د اسیا کپ په پایلوبه کې نن د جمعې په ورځ د قطر هیواد ملي لوبډله د جاپان د ملي لوبډلې سره مخ کیږي. دا لومړی ځل دی چې د قطر لوبډله د اسیا کپ پایلوبې ته رسیږي، خو جاپان دغه جام څلور ځله ګټلی دی ...

نور ولوله »

قیس احمد د استرالیا په بیګ باش لیګ کې واخیستل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې ځوان لیګ سپینر لوبغاړی قیس احمد په بیګ باش لیګ کې د هوبارټ هوریکنز لوبډلې لخوا واخیستل شو. د فبروري میاشتې په لومړۍ نېټه د جمعې په ورځ په بیګ باش لیګ کې د هوبارټ هوریکنز لوبډلې منلې چې د افغانستان سوکه توپ اچونکي سره یې د روان بیګ ...

نور ولوله »

اصغر افغان: د نړیوال جام خوبونو تعبیر رښتیا کوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې بریالي لوبډلمشر اصغر افغان په یوه تازه مرکه کې ویلي چې نور په نړیوال جام کې ګډون یې یوازې خوبونو پورې منحصر نه دی بلکې ددغه خوبونو تعبیرولو وخت راغلی. د کرېکټ نړیوالې شوار سره په یوه تازه شوې مرکه کې اصغر افغان ویلي چې پخوا به یوازې په ...

نور ولوله »

د نړیوال جام تمریناتي سیالیو کې افغانستان د پاکستان پر وړاندې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د راتلونکي ۲۰۱۹م نړیوال جام تمریناتي سیالیو مهالویش په ډاګه شو چې په لومړۍ سیالۍ کې به افغانستان لوبډله د پاکستان لوبډلې پر وړاندې سیالۍ کوي. دغه تمریناتي یا وارم اپ سیالیو کې به هره لوبډله دوه لوبې ترسره کوي چې د مۍ میاشتې په ۲۴مه نېټه به ...

نور ولوله »

سویلي افریقا پاکستان ته د یو ورځنیو سیالیو سیریز کې هم ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د پاکستان او سویلي افریقا لوبډلو ترمنځ پنځمه او پریکړه کونکې سیالۍ تېره شپه پای ته ورسیده چې په کې سویلي افریقا پاکستان لوبډلې ته د ۷ ویکټو او ۱۰ اورونو په ستر توپیر ماتې ورکړه. لومړی توپوهنه د پاکستان لوبډلې وکړه چې د لوبې په سر کې یې د خپل غوره توپوهونکي ...

نور ولوله »

بیګ باش لیګ: د راشد او مجیب لوبډلې د بهر کېدلو په درشل کې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د استرالیا په بیګ باش لیګ کې درې افغان تکړه افغان لوبغاړي هر یو محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن په بېلا بېلو کې لوبیږي. په یاد لیګ کې تر دې مهاله افغان لوبغاړو په خپله هره لوبه کې ګډون کړی او د تمو سره سم ځلیدلي دي، محمد نبي د میلبورن ...

نور ولوله »