ورزش

۱۹ کلنو اسیا جام: افغانستان پایلوبې ته ووت

نن ټکی اسیا (جمعه ۲۶م لړم ۱۳۹۶ل) افغان ۱۹ کلنې ځوانې لوبډلې نن نیپال ته ستره ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووتله. د ۱۹ کلنو اسیايي جام سیالۍ کې چې په مالیزیا کې ترسره کیږي، نن د افغانستان او نیپال تر منځ نیمه پایلوبه ترسره شوه چې افغانستان نیپال ته په ۷ ویکټو اسانه ماتې ورکړه. په دې لوبه کې ...

نور ولوله »

فوټبال: فیفا نړیوال جام لپاره ۳۲ لوبډلې اعلان کړې

نن ټکی اسیا (جمعه ۲۶م لړم ۱۳۹۶ل): فیفا اعلان وکړ چې په ۲۰۱۸ کال کې د فوټبال نړیوال جام لوبو کې به ۳۲ لوبډلې ګډون کوي. د فټبال نړیوال فدراسیون فیفا د راروان کال لپاره د لوبډلو درجه بندۍ خپرې کړې چې په کې روس چې په درجه بندۍ یا رینکینګ کې پنځه شپیتم نمبر لري خو د کوربه توب ...

نور ولوله »

د کرکټ مینوالو ته د افغانستان کرکټ بورډ بل خاموش ځواب

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۵مه ۱۳۹۶ل): د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ مینوالو نيوکو ته چې ولې ملي لوبډلې ته سیالۍ نه برابروي، خاموش ځواب ویلی دی. کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په فروري میاشت کې به له زمبابوۍ سره ۲ شل اوریزې او ۵ یو ورځېنۍ لوبې د افغانستان په کوربه توب ترسره ...

نور ولوله »

نړیوالې لوبې که د مرغۍ پۍ؛ بالاخره کرکټ بورډ له آیرلینډ سره سیریز برابر کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۴مه ۱۳۹۶ل): د ویسټ انډيز سره په جون میاشت کې تر شل اوریزو او نړیوال یو ورځېنیو لوبو سیریز دا دی نېږدې شپږ میاشتې تیریږي خو افغانستان ملي لوبډلې له هانګ کانګ او نورو دوهمه درجه لوبډلو پرته بیا له هېچا سره لوبې نه دي کړي. د افغانستان د ملي کرکټ لوبډلې لوبې هم د ...

نور ولوله »

فټبال: ایټالیا د کال ۲۰۱۸ نړیوال جام څخه بهر شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۳مه ۱۳۹۶ل): د ایټالیا فټبال لوبډله د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام څخه چې په روسیه کې کیدونکی دی بهر شوه. د نړیوال جام غوراوي سیالۍ دا مهال په اروپا کې روانې دي. د دوشنبې په ورځ د سویډن او ایټالیا تر منځ لوبه کې سویډن او ایټالیا په صفر ګول سره مساوي شوه، چې ...

نور ولوله »

د درویش رسولي اسمان څکو شپږیزو پر مټ عربي اماراتو لویه ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۳مه ۱۳۹۶ل): د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې د درویش رسولي د تېزې توپوهنې پر مټ عربي اماراتو لوبډلې ته لویه ماتې ورکړه. نننۍ لوبه کې عربي اماراتو پچه وګټله او د لومړی توپ اچونې پریکړه یې وکړه. د باران له کبله د لوبې اورونه د ۵۰ پر ځای ۲۰ ته راښکته شوي وو. د ...

نور ولوله »

د فوټبال ملي لوبډله نن له ویتنام سره سیالي لري

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۳ لړم ۱۳۹۶):د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د ویتنام په پلازمېنه هانوې کې د دې هېواد له ملي لوبډلې سره سیالي لري. د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي وايي، که چېرې افغانستان نننۍ سیالي وګټي؛ نو د اسیا د فوټبال په اتلولۍ جام سیالیو کې به یې ګډون ته لاره هواره شي. د ...

نور ولوله »

کرېکټ: افغانستان ۱۹کلنو لوبډله نن له عرب متحده اماراتو سره لوبه لري

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۳ لړم ۱۳۹۶): د افغانستان ۱۹کلنه لوبډله نن په اسیايي کپ کې له عرب متحده اماراتو سره لوبه لري. د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې له دې وړاندې پاکستان ته ماتې ورکړې؛ خو له سریلانکا یې بیا ماتې خوړلې ده. د ۱۹ کلنو اسیايي کپ لوبې د مالیزیا په پلازمېنه کولالمپور کې پیل شوې، چې د ...

نور ولوله »

سعید اجمل د کرکټ څخه تقاعد شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۲۲مه ۱۳۹۶ل): د پاکستان د کرکټ لوبډلې تکړه ورو توپ اچونکی سعید اجمل کرکټ څخه تقاعد شو. د ایکسپریس ټریبیون راپور پر اساس سعید اجمل له لوبو څخه په داسې حال کې تقاعد واخیست چې نوموړی د پاکستان په داخلي لوبو کې مصروفه دی. سعید اجمل ویلي: مخکې له دې چې په داخلي لوبو کې ...

نور ولوله »

په پي ایس ایل کې څوک چیري لوبیږي؟ / لوبډلې او لوبغاړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۱مه ۱۳۹۶ل): نن د پاکستان غوره لیګ بولۍ تر سره شوې او ددغه سیالیو لپاره لوبډلې نهايي شوي. د پي ایس ایل دریمه نسخه په راتلونکي کال ۲۰۱۸ کې تر سره کیږي، شپږ لوبډلې ګډون په کښي کوي، چې په لاندي ډول دي: پيشاور زلمي: محمد حفیظ، وهاب ریاض، شکیب الحسن، کامران اکمل، ډیرن سمي، ...

نور ولوله »