ورزش

اسلام اباد د پاکستان سوپر لیګ اتل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب۵مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان سوپر لیګ په اتلولیو کې اسلام اباد یونایټيډ پایلوبه وګټله او او د لومړي سوپر لیګ لومړی اتل شو. پاکستان سوپر لیګ د فرورۍ په ۴مه په دوبۍ کې پیل شو. په دغه لیګ کې پنځه لوبډلې (اسلام اباد یونایټیډ، کویټه ګلډیټرز، پېښور ځلمي، لاهور قلندرز او کراچي کینګز) لوبېدلې. پي ایس ...

نور ولوله »

اسیا جام ته د افغانستان وتل د عمان تر ګټې منحصر دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۳مه، ۱۳۹۴ ل): افغان لوبډلې د اسیا جام د غوراوي په سیالۍ کې هانګ کانګ ته په ۶۶ منډو لویه ماتې ورکړه. د اسیا جام د غوراوي سیالیو نن وروستۍ ورځ ده. د غوراوي په سیالیو کې نن افغانستان له هانګ کانګ سره لوبه درلودله. پچه هانګ کانګ وګټله او افغانستان ته یې د لومړی ...

نور ولوله »

افغانستان او هانګ تر منځ لوبه – ژوندۍ بڼه

نن ټکی اسیا (دوشنبه کب۳مه ۱۳۹۴ل): د اسیا جام غوراوي سیالۍ وروستۍ ورځې لوبې نن په بنګلادیش کې ترسره کیږي او د هند سټار سپورټس تلویزون یې په ژوندۍ بڼه ښيي. افغانستان په ټاکل شوو شلو اورونو کې هانګ کانګ ته ۱۷۹ منډې هدف وټاکه. که هانګ کانګ نن په لږو منډو وسوځي او نن عمان له عربي اماراتو سیالي ...

نور ولوله »

کرکيټ: د نورعلي نیمه سلیزې او د دولت شپږیزو افغانستان بریالی کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۱، ۱۳۹۴ل): افغانستان د اسیا جام د غوراوي په سیالیو کې د عمان لوبډلې ته په یوې سخته لوبه کې ماتې ورکړه. د اسیا جام درېیمه لوبه چې د افغانستان او عمان تر منځ د بنګلادیش په فتح الله لوبغالي کې ترسره شوه، د افغان لوري په ګټه پای ته ورسېدله. په نننۍ لوبه کې عمان ...

نور ولوله »

په افغانستان کې د کرکټ تاريخچه

سمیع الله پام کله چې شاه شجاع د انګريزي لښکرو پر مټ د امير دوست محمد خان امارت ړنګ کړ او خپله د تخت په ګدۍ کېناست نو د ده سره د راغلو انګريزي لښکرو لخوا په ۱۸۳۹ز کال کې د افغانستان په خاوره د لومړي ځل لپاره کرکټ ترسره شو البته دا کرکټ د برتانوي عسکر لخوا په خپل ...

نور ولوله »

کرکیټ: برینډن میکالم د ټیسټ د تېزې سلیزې ریکارډ مات کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱، ۱۳۹۴ل): د نیوزیلینډ کپتان برینډن میکالم د استرالیا پر وړاندې د نړۍ د ټیسټ تېزې سلیزې ریکارډ مات کړ. ۳۴ کلن میکالم په یواځې ۵۴ بالونو د څلورو شپږیزو او ۱۴ څلوریزو پر مټ سلیزه پوره کړه او د مصباح الحق او ویون ریچارډز ریکارډ یې مات کړ. مصباج الحق په ۲۰۱۴ کې په ...

نور ولوله »

اسیا جام غوراوي سیالۍ: افغانستان له عمان سره د «بقا جګړه» کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱، ۱۳۹۴ل): افغانستان او عمان لوبډلې نن د بنګلادیش په فتح الله لوبغالي کې سره مخامخیږي. افغانستان پرون عربي اماراتو ته په ۱۶ منډو لوبه وبایلله. نن افغان لوبډله اسیا جام ته د غوره کېدو لپاره مهمه لوبه او د «بقا جګړه» کوي. عمان پرون هانګ کانګ په پنځو منډو مات کړ او تر دې ...

نور ولوله »

اسیا جام غوراوي سیالۍ: افغانستان او هانګ خپلې لوبې وبایللې

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۳۰مه ۱۳۹۴ل): د اسیا جام د غوراوي په سیالیو کې افغانستان کرکیټ لوبډلې عربي اماراتو او هانګ کانګ لوبډلې عمان ته لوبې وبایللې. د اسیا د غوراوي سیالۍ نن په بنګلادیش کې پیل شوې. لومړۍ لوبه د افغانستان او عربي اماراتو تر منځ وه چې افغان لوبډلې په ۱۶ منډو وبایلله. عربي اماراتو په ټاکل ...

نور ولوله »

اسيا جام غوراوي سیالۍ: افغانستان نن له عربي اماراتو سره مخامخیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د اسیا جام غوراوي سیالۍ نن د جمعې په ورځ پیلیږي او افغانستان په لومړۍ لوبه کې له عربي اماراتو سره مخامخیږي. دغه سیالۍ چې د بنګله‌دیش په فتح الله کې ترسره کیږي د افغانستان په ځايي وخت د ورځې په ۰۱:۳۰ بجه پیلیږي. د افغانستان کرکیټ لوبډله تېره ورځ بنګلادیش ته ولاړله ...

نور ولوله »

شین وارن مار چیچلی دی – ویډيو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې۲۹مه ۱۳۹۴ل): د استرالیا د کرکیټ لوبډلې پخوانی وتلی ورو بالر شین وارن د یوې ریالټي شو (ريښتیني او واقعي نندارې) پر مهال یوه مار چیچلی دی. د ډیلي ټيلیګراف د راپور پر اساس نیټ ورک ټین شو پر مهال پخوا ۴۶کلن ورو بالر یوه Anacond (د جنوبي امریکا ښامار) وچېچلو. د یاد نیټ ورک ویاند ...

نور ولوله »