ورزش

ټي ټين لیګ: راشد خان د مراټا عربینز لوبډلې لخوا واخیستل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان سوکه غوره توپ اچونکی راشد خان د عربي اماراتو په ټي ټین لیګ (TCL) سیالیو دویم پړاو کې د مراټا عربینز لوبډلې لخوا واخیستل شو. د ټي ټين لیګ سیالیو دویم پړاو به د روان کال په دیسمبر میاشت کې د عربي اماراتو په ښکلو لوبغالو کې پېل کیږي، چې په ...

نور ولوله »

فخر زمان د ۱۰۰۰ چټکو منډو جوړولو ۳۸ کلن ریکارډ مات کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۷ل): د پاکستان کرېکټ لوبډلې چپ لاسي توپوهونکي فخر زمان په یو ورځنۍ سیالیو کې د چټکو ۱۰۰۰ منډو جوړولو نړیوال ریکارډ پخپل نوم کړ. فخر زمان چې په تېرو څو میاشتو کې د خپلې لوبډلې لپاره لویې لاسته راوړنې لري، د ویسټ انډيز تکړه لوبغاړي ویو رچرډز ۳۸ کلن نړیوال ریکارډ مات او ...

نور ولوله »

کرېکټ: سرېلنکا سویلي افریقا ته پرلپسې دویمه ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۷ل): د سرېلنکا او سویلي افریقا ترمنځ په دویم ټیسټ سیالۍ کې یو ځل بیا سرېلنکا لوبډلې د سویلي افریقا تکړه لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه. د سرېلنکا په کوربه توب د سویلي افریقا سره په دویمه سیالۍ کې د سرېلنکا توپوهونکي او توپ اچونکي یو ځل په داسې وخت کې بریالي شول چې ...

نور ولوله »

مسلمان فوټبالر «اوزیل» د توکمپالنې او سپکاوي له امله د جرمني لوبډله پریښوده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۷ل): د جرمني فوټبال لوبډلې تکړه لوبغاړي مسعود اوزیل د توکمپالنې، تعصب او سپکاوي له امله د جرمني لوبډله پریښوده او خپل نړیوال کیریئر ته يې د پای ټکی کیښود. ترکي الاصله جرمني فوټبالر له تېرو نهو کالو راهیسې د جرمني لوبډلې سره یوځای دی، د لوبډلې په بریا کې مهم رول لري، چې ...

نور ولوله »

کرېکټ: فخر زمان او پاکستان پر زمبابوې نوي ریکارډونه جوړ کړل

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د پاکستان او زمبابوې ترمنځ په څلورمه یو ورځنۍ سیالۍ کې د پاکستان لوبډلې تکړه چپ لاسي اوپنر توپوهونکي «فخر زمان» پر زمبابوې لوبډلې نړیوال ریکارډونه جوړ کړل. فخر زمان لومړی پاکستانی توپوهونکی شو چې په یو ورځنۍ سیالیو کې یې له ۲۰۰ زیاتې منډې جوړې کړې، له دې وړاندې چپ لاسي سعید ...

نور ولوله »

کرېکټ بورډ پر ګلبدین نایب د دوو سیالیو بندیز ولګاوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا پر تکړه آلراونډر لوبغاړي ګلبدین نایب، لوبڅار سره د بد اخلاقۍ په تور د دوو لست A سیالیو بندیز ولګید. د سې شنبې په ورځ د جولايي میاشتې په ۱۶مه نېټه د غازي امان الله خان سیالیو په ترڅ کې د بند امیر او مس عینک لوبډلو ترمنځ ...

نور ولوله »

پاکستان زمبابوې ته په لسم اور کې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د پاکستان او زمبابوې ترمنځ په درېیمه یو ورځنۍ سیالۍ کې پاکستان لوبډلې د زمبابوې لوبډلې ټاکلی هدف له لسو اورونو څخه وړاندې پوره کړ. زمبابوې لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه چې ناکامه ثابته شوه، دوی په ۲۵ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او یوازې ۶۷ ...

نور ولوله »

رونالډو ریال مدرید پریښود او رسما له یوونتوس لوبډلې سره یوځای شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ریال مدرید کلب د ملا تیر تکړه لوبغاړی کریستیانو رونالډو رسما دغه کلب پریښود او له ایټالوي کلب یوونتوس «Juventus» لوبډلې سره یې نوی تړون لاسلیک کړ. د فوټبال په نړۍ کې ځانګړی شهرت لرونکی فوټبالر کریستیانو رونالډو څه موده وړاندې له ریال مدرید لوبډلې سره مخه ښه وکړه او رسما له ...

نور ولوله »

پر کرکټ څنګه تبصره (COMMENTARY ) وکړو ؟

بختیار ساحل که پر کرکټ تبصره کوې، نو فکر وکړه چې خلکو ته یوه زړه راښکونکې کیسه کوې. پر کرکټ تبصره د پخوا په څېر نه ده، تر ۲۰۰۰ کلونو پورې به تبصره کوونکو د کرکټ اړوند ژورې تبصرې کولې، تر ډېره د لوبغاړو په تکتيک او تخنیک غږيدل، د لوبډلو پرتلنه به يې کوله هر شاټ او هر بال ...

نور ولوله »

انګلستان هند ته ستره ماتې ورکړه او د یو ورځنیو سیالیو لړۍ یې وګټله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د انګلستان او هندوستان ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو درېیمه لوبه کې انګلستان هند لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه او په دې سره یې د یو ورځنیو سیالیو لړۍ وګټله. د انګلستان لخوا جويي روټ په زړه پورې لوبه وکړه، چې د وروستۍ منډې په پوره کولو سره یې سلیزه هم پوره ...

نور ولوله »