ورزش

بنګلادیش هم د نړيوالو٢٠ اوريزو سياليو دوهم پړاو ته ورسېد

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب۲۳مه ۱۳۹۴ل): د بنګلادیش کرکيټ لوبډلې عمان ته په ۵۴ منډو ستره ماتې ورکړه او د نړیوال جام دوهم پړاو ته یې لاره وموندله. نړیوال جام د غوره لسو لوبډلو کې د ځای کېدلو لپاره ۸ لوبډلو د تېرې یوې اونۍ راهیسې لوبې کولې. د باء ګروپ څخه پرون افغانستان ووتلو او د الف ګروپ څخه ...

نور ولوله »

افغانستان په تاریخي سیالۍ کې زمبابوۍ ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۲۲مه ۱۳۹۴ل): د نړیوال جام ټاپ لسو لوبډلو ته د غوراوي په سیالۍ کې افغانستان کرکیټ لوبډلې زمبابوۍ ته لویه ماتې ورکړه. په نړیوال جام کې نن افغانستان له زمبابوۍ سره درېیمه مهمه سیالي کوله. دغې سیالۍ حیاتي ارزښت لرلو، ګټونکی یې دوهم پړاو او بایلونکی به یې کور ته ستنېده. افغان لوبغاړو مسوولانه لوبه وکړه. ...

نور ولوله »

نړیوال جام: افغانستان او زمبابوۍ تر منځ لوبه – په ژوندۍ بڼه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب۲۲مه ۱۳۹۴ل): د شل اوریز کرکټ نړیوال جام ۲۰۱۶– د افغانستان او زمبابوۍ تر منځ لوبه په لاندې تلویزونونه کې کتلای شئ. دا لوبه نن ماسپښين /شنبه، مارچ ۱۲مه/ په (02:00PM) پيلیږي. نننۍ لوبې په اړه د نن ټکی اسیا د همکار سیداحمد خوږیاڼي تبصره دلته لوستلای شئ: کور که نړیوال جام ته تګ؛ افغانستان نن ...

نور ولوله »

کور که نړیوال جام ته تګ؛ افغانستان نن د «بقا جګړه» کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۲۲مه ۱۳۹۴ل): افغانستان او زمبابوۍ نن د هند په ناګپور کې مخامخیږي. دغه سیالۍ د دواړو لوبډلو لپاره تر هرې سیالۍ ډيره د اهمیت وړ ده. هره لوبډله چې يې وګټي، دوهم پړاو ته به ځي او بایلونکی به بېرته کور ته ستنیږي. د نړیوال جام د پیلېدو لا یوه اونۍ نه ده تېره، خو نن ...

نور ولوله »

پاکستان خپلې کرکيټ لوبډلې ته هند د تللو اجازت ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۲۲مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان حکومت د دغه هېواد ملي لوبډلې ته اجازت ورکړ څو په نړیوال شل اوریز جام کې چې دوه ورځې وروسته به په هند کې پیل شي، ګډون وکړي. د پاکستان د کرکیټ بورډ د اجراییه کمېټې رییس نجم سیټي رسنیو ته ویلي چې د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان کرکیټ ...

نور ولوله »

(کرکټ) کتاب بيا ځلي چاپ شو

کاتب شاه کاتب هډه وال د ژورنالېست او ليکوال سميع الله پام په زيار ليکل شوی د کرکټ کتاب د مينوالو د غوښتنې سره سم بيا ځلي چاپ شو. په دغه کتاب کې د کرکټ پېژندنه، تاريخچه، قاموس او د کرکټ مسلکي برخې يوځای شوي چې تېر ځل يې دوه زره ټوکه بازار ته راوتلی و او تر خلاصېدو وروسته ...

نور ولوله »

افغانستان، هانګ کانګ ته لویه ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب۲۰مه۱۳۹۴ل): د نړیوال جام په مهمې سیالۍ کې افغانستان هانګ کانګ لوبډلې ته لویه ماتې ورکړه. نننۍ لوبه کې هانګ کانګ پچه وګټله او په دغه لوبغالي کې پچه ګټل د لوبډلې په ډيره ګټه تمامیږي. دغه پریکړه په پیل کې سم ثابته شوه، هانګ کانګ په ۴۰ منډو لومړۍ ویکټ د لاسه ورکړه او ورپسې ...

نور ولوله »

استرالیا له جنوبي افریقا څخه د شل اوریزو لوبو سیریز وګټلو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب۲۰مه ۱۳۹۴ل): استرالیا کرکټ لوبډلې د شل اوریزو درې لوبو سیریز کې جنوبي افریقا ته په وروستۍ لوبه کې په شپږو ویکټو ماتې ورکړه او سیریز يې په ۲-۱ لوبو وګټلو. نننۍ سیالۍ کې پچه جنوبي افریقا وګټله او د لومړي توپوهنې پریکړه يې وکړه. جنوبي افریقا د هاشم املا د پیاوړې توپوهنې پر مټ ۱۷۸ ...

نور ولوله »

نړیوال جام: هند او پاکستان تر منځ لوبه کولکتې ته انتقال شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب۲۰مه۱۳۹۴ل): د کرکیټ نړیوالې شورا د پاکستان او هند تر منځ په نړیوال جام کې ترسره کېدونکې سیالۍ د لوبغالي د بدلولو رسمي اعلان وکړ. د کرکيټ نړیوالې شورا اجرائیه رییس ډيو ریچرډسن پرون چهارشنبه یوې خبري ناستې د پاکستان او هند تر منځ سیالي له درمشالا پر ځای کولکتې کې د ترسره کېدو اعلان وکړ. ...

نور ولوله »

نړیوال جام: بنګلادیش او عمان خپلې سیالۍ وګټلې

چهارشنبه، کب۱۹مه ۱۳۹۴ل): د نړیوال جام په درېیمې او څلورمې سیالۍ کې عمان کرکيټ لوبډلې آیرلینډ او بنګلادیش هالینډ ته ماتې ورکړه او لومړنۍ بریاوې یې خپلې کړې. دغه دواړه لوبې د هماچل پردیش ایالت د درمشالا په کرکيټ لوبغالي کې ترسره شوې. د آیر لینډ او عمان تر منځ لوبه کې آیرلینډ پچه وګټله او لومړی توپوهنې پریکړه یې ...

نور ولوله »