ورزش

ویسټ انډیز د روانو سیالیو لړۍ نیمگړې پریږدي

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲۵مه ۱۳۹۳ل): ویسټ انډیز لوبغاړي خپل کرکټ بورډ سره د میاشتنۍ تنخواه پر سر مخالف شوي دي چې په همدې اساس به د سیالیو دغه لړۍ نیمگړې پریږدي او بیرته به خپل هیواد ته ستانه شي. د هندوستان کرکټ بورډ سیکرتر سنجې پټېل وویل چې دوي د ویسټ انډیز لوبغاړو له دې فیصلې څخه هم ...

نور ولوله »

په خوست کې د کرکټ نړیوال لوبغالي کار پیل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د خوست لوبغالي کار چې د جرمني په مالي مرسته د ۷۰۰.۰۰۰ یورو په لگښت په ۲۵ هکتاره ځمکه کې چې د ۶۰۰۰ کسانو د ناستې وړتیا به لري پرون یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو په رسمي توگه پیل کړ. دغه غونډه چې د سرپرست والي عبدالجبار ...

نور ولوله »

کرکټ: د هندوستان او ویسټ انډیز درېیمه لوبه له پیله مخکې لغوه شوه

نن ټکی اسیا (سې شنبه، تلې ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د هندوستان او ویسټ انډیز ترمنځ درېیمه یوه ورځنۍ لوبه له شروع کیدو مخکې د توپان له ویرې لغوه شوه. دغه توپان چې «هد هد» نومیږي د هندوستان شرقي سیمه يې زیانمنه کړې ده. ټاکل شوې وه چې دغه لوبه نن د هندوستان ویشاکپټنم سیمه کې تر سره شوې وای. ویشاکپټنم د ...

نور ولوله »

کرکټ: پاکستان په وروستۍ لوبه کې هم خپل عزت ونشو ژغورلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): تېره شپه د پاکستان او استرالیا تر منځ د دریوو یوه ورځنیو سیالیو پایلوبه وه. له دې مخکې په دواړو یوه ورځنیو لوبو کې استرالیا پاکستان ته سخته ماتې ورکړې وه. پایلوبه کې پاکستان خپلې لوبډلې کې ډیر زیات بدلون راوستی و. په دې لوبه کې د پاکستان لوبډل مشر د مصباح الحق ...

نور ولوله »

کرکټ: هندوستان په دوهمه لوبه کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۰مه ۱۳۹۳ل): هندوستان د ویسټ انډیز لوبډلې ته په ۴۸ منډو ماتې ورکړه او تر دې مهاله د دغې لوبو لړۍ يي ۱-۱ سره مساوي کړه. د هندوستان او ویسټ انډیز تر منځ د سیالیو لړۍ پیل شوې چې دغو سیالیو کې ۵ یوه ورځنی او یوه شل اوریزه سیالۍ شاملې دي. په دوهمه لوبه ...

نور ولوله »

آسټرالیا یو ځل بیا پاکستان ته سخته ماته ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د جمعې په ورځ د پاکستان او آسټرالیا تر منځ د کرکټ یوه ورځنیو سیالیو لړی دوهمه لوبه وه. دغه لوبه کې آسټرالیا پاکستان ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه. د لوبې پچه پاکستان وگټله او مصباح الحق پاکستاني لوبډل مشر د توپ وهنې فیصله وکړه. پاکستان لپاره سرفراز احمد او احمد شهزاد ...

نور ولوله »

د کرکټ نړیوالې ادارې د خلکو د خوښې جایزې نوماندان اعلان کړل

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): د کرکټ نړیوالې ادارې د خلکو خوښې جایزې لپاره د پنځو لوبغاړو نومونه اعلان کړل. اعلان شوې لیست کې د افغانستان، پاکستان او بنگلدیش لوبغاړو نومونه شامل نه دي. دغه جایزه د لومړي ځل لپاره ۲۰۰۴ز کال کې په غوره لوبغاړو وویشل شوه او له هغې ورسته هر کال دغه جایزه د تیر ...

نور ولوله »

د کرکټ اتل سچن ټنډولکر افغانستان ته راځي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): په هندوستان کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي په وینا د هندوستان د کرکټ اتل سچن ټنډولکر غواړي افغانستان ته راشي. ابدالي وویل: «سچن ټنډولکر افغانستان ته د راتگ بلنه منلې ده» ابدالي په خپل ټویټر کې لیکلې چې دوي د چهارشنبې په ورځ له سچن ټنډولکر سره ملاقات درلود چې په ...

نور ولوله »

کرکټ: افغانستان د نیوزیلنډ شمالي ولسوالیو لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا  (پنجشنبه، تلې ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان کرکټ لوبډلې د نیوزیلنډ شمالي ولسوالیو لوبډلې ته په یو ورځېنۍ سیالۍ کې په ۱۶ منډو ماتې ورکړه. د ۲۰۱۵ز کال د نړیوال جام ته د تیاریو په موخه افغان لوبډله د نیوزیلنډ او استرالیا کې تمریناتي سیالۍ کوي. افغانستان په دغه سیالۍ کې پچه وګټله او د لومړی توپوهنې پریکړه ...

نور ولوله »

استرالیا پاکستان ته بده ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۴مه ۱۳۹۳ل): د عربي اماراتو په لوبغالو کې د استرالیا او پاکستان تر منځ کرکټ سیالۍ روانې دي. په لومړۍ او یواځېنۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ کې د استرالیا کرکټ لوبډلې پاکستان ته بده ماتې ورکړه. پچه پاکستان وګټله او د لومړي بېټنګ پریکړه یې وکړه. ګیلن میکسویل پاکستان توپوهونکي دې ته پرې نښودل چې ډیرې ...

نور ولوله »