fbpx

ورزش

هاکي: پاکستاني لوبډلې هندوستان ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲۳مه ۱۳۹۳ل): په هند کې د هاکي لوبې نړیوال سیالۍ چمپینز ټرافي خپل وروستۍ پړاو ته رسیدلی. دغو لوبو نیمه پایلوبه کې پاکستاني لوبډله خپل پیاوړی سیال هندوستان ته ماتې ورکولو سره د دې سیالیو پایلوبې ته لار ومونده. دغه لوبه کې پاکستاني لوبډلې د هندوستان کوربه لوبډلې ته ۴-۳ سره ماتې ورکړه. پاکستاني لوبډلې ...

نور ولوله »

کرکټ: پاکستان الف لوبډلې د کینیا ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن د پاکستان الف لوبډلې او کینیا ملي لوبډلو تر منځ لومړنۍ لوبه وه. دغه لوبه کې پاکستان د کینیا لوبډلې ته په ۹ ویکټو ماتې ورکړه. نننۍ لوبې پچه پاکستاني لوبډل مشر وګټله او سیالې لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. کینیا لوبډلې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۷ منډې جوړې کړې چې دغه منډو ...

نور ولوله »

سریلانکا یو ځل بیا انګلینډ ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۲۲مه ۱۳۹۳ل): نن د انګلینډ او سریلانکا تر منځ د ۷ یو ورځنیو سیالیو شپږمه لوبه وه کوم کې چې سریلانکا د انګلینډ لوبډلې ته په ۹۰ منډو ماتې ورکړه. لوبې پچه سریلانکايي لوبډل مشر وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. سریلانکايي لوبډلې ټاکل شوي اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ...

نور ولوله »

هندوستان له استرالیا څخه ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۲۲مه ۱۳۹۳ل): نن د استرالیا او هندوستان لوبډلو تر منځ لومړۍ ټیسټ لوبه پای ته ورسیده. دغه لوبه کې استرالیا د هندوستان لوبډلې ته په ۴۸ منډو ماتې ورکړه. لوبې پچه استرالیايي لوبډل مشر ګټلی و او توپ وهنې پرکړه يي کړې وه. په لومړۍ پړاو توپ وهنه کې استرالیايي لوبډلې خپل ۷ لوبغاړي له ...

نور ولوله »

نیوزیلینډ لوبډلې پاکستان ته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۲۲مه ۱۳۹۳ل): نیوزیلینډ لوبډلې پاکستان لوبډلې ته په دوهمه یوه ورځنۍ لوبه کې په ۴ ویکټو ماتې ورکولو سره د سیالیو دغه لړۍ ۱-۱ سره مساوي کړه. لوبې پچه پاکستاني لوبډل مشر وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. پاکستان ټاکل شوي اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۵۲ منډې جوړې کړې. ...

نور ولوله »

کرکټ: ریکي پونټنګ د ممبي انډینز نوی روزونکی وټاکل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۲۰مه ۱۳۹۳ل): هندوستان پریمیر لیګ کې لوبیدونکی شخصي لوبډلې ممبی انډینز اعلان وکړ چې د استرالیا پخوانی لوبډل مشر ریکي پونټنګ د دغې لوبډلې نوی مشر روزونکی ټاکل شوی. استرالیا پخوانی لوبډل مشر ریکي پونټنګ ۳۹ کلن دی چې په ۲۰۱۲ز کال کې يي له کرکټ څخه استعفا ورکړه او ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې د ...

نور ولوله »

انګلینډ له سریلانکا څخه خپل غچ واخیست

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۱۹مه ۱۳۹۳ل): نن د انګلینډ او سریلانکا تر منځ د یو ورځنیو سیالیو پنځمه لوبه وه. دغه لوبه کې انګلینډ د سریلانکا لوبډلې ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه. دغې لوبې پچه د انګلینډ لوبډل مشر وګتله او توپ اچونې پریکړه يي وکړه. سریلانکايي لوبډله په ټاکل شوي اورونو کې ۲۳۹ منډې جوړې کړې او ...

نور ولوله »

شاهد افریدي یو ځل بیا د پاکستان عزت وژغوره

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان او نیوزیلینډ تر منځ د پنځه یو ورځنیو سیالیو لومړنۍ لوبه د پاکستان په بریا پای ته ورسید. دغې لوبې پچه پاکستان لوبډل مشر وګټله او توپ اچونې پریکړه يي وکړه. د نیوزیلینډ توپ وهونکي ډیر ژر وسوځیدل خو د ټېلر ۱۰۵ منډو په مرسته يي د ۲۴۶ منډو هدف ...

نور ولوله »

ویراټ کولي د هندوستان لوبډلې لوبډل مشر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۱۷مه ۱۳۹۳ل): نن ویراټ کولي وویل چې نوموړی به د استرالیا خلاف لومړۍ ټېسټ لوبه کې به د هندوستان لوبډلې لوبډل مشر وي. نوموړی به د مهیندرا سنګ دوني تر رغیدو به د هندي لوبډلې لوبډل مشر پاتې شي. د هندوستان لوبډل مشر او ویکټ ساتونکی مهیندرا سنګ دوني خپل ګوتې ټپ له امله نه ...

نور ولوله »

کرکټ نړیوال جام لپاره افغان ملي لوبډله اعلان شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۱۷مه ۱۳۹۳ل): نن د سریلانکا، بنګله دیش او نیوزیلینډ سربیره افغانستان هم راتلونکی نړیوال جام لپاره ملي لوبډلې ۳۰ کسیز لیست اعلان کړ. افغان کرکټ بورډ ادارې په وینا دغه لوبډله د کرکټ نړیوال ادارې معیارونو پر بنسټ ټاکل شوی. هیره دې نه وي چې موده مخکې کرکټ نړیوالې ادارې ګواښ کړی و چې ملي ...

نور ولوله »