ورزش

پاکستاني لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو لړۍ وبایلله

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۲۸مه ۱۳۹۳ل): شیبه وړاندې د پاکستان او نیوزیلینډ لوبډلو تر منځ د پنځه یو ورځنیو سیالیو وروستۍ لوبه پای ته ورسیده چې دغه لوبه کې پاکستان په ۶۸ منډو ماتې وخوړه. نیوزیلینډي لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره توپ وهنې پریکړه وکړه. نیوزیلینډ ټاکل شوي اورونو کې خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۷۵ ...

نور ولوله »

کینیایي لوبډلې بیا هم د پاکستان په وړاندې ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۲۸مه ۱۳۹۳ل): نن د کینیا ملي او پاکستان الف لوبډلو تر منځ پنځمه یوه ورځنۍ لوبه وه. دغه لوبه کې کینیا ملي لوبډلې په ۱۱۸ منډو ماتې وخوړه. لوبې پچه کینیايي لوبډل مشر وګټله او سیالې لوبډلې ته يي توپ وهنې بلنه ورکړه. پاکستاني لوبډلې په خپل وار یوازې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ...

نور ولوله »

پاکستان له نیوزیلینډ څخه سخته ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان او نیوزیلینډ لوبډلو تر منځ د پنځه یو ورځنیو سیالیو څلورمه لوبه پای ته ورسیده چې دغه لوبه کې نیوزیلینډ پاکستان ته په ۷ منډو ماتې ورکولو سره د سیالیو دغه لړۍ ۲-۲ سره مساوي کړه. دغې لوبې پچه د نیوزیلینډ لوبډلې لوبډل مشر وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. ...

نور ولوله »

سریلانکايي لوبډلې انګلینډ ته ۵-۲ ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۲۵مه ۱۳۹۳ل): شیبه وړاندې د انګلینډ او سریلانکا تر منځ وروستۍ لوبه پای ته ورسیده. دغه لوبه کې سریلانکا لوبډلې د انګلینډ لوبډلې ته په ۸۷ منډو ماتې ورکړه. د لوبې پچه سریلانکايي لوبډل مشر وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. د سریلانکا لوبډلې د دلشان سلیزې په مرسته سیالې لوبډلې ته یوازې ...

نور ولوله »

کریم بنزما په فرانسه کې د کال غوره لوبغاړۍ وټاکل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۲۵مه ۱۳۹۳ل): کریم بنزما د ریال ماډرېډ تکړه او پیژندل شوی لوبغاړۍ په فرانسه کې د ۲۰۱۴ زیږیدیز کال د فوټبال غوره لوبغاړۍ وټاکل شو. کریم بنزما د فرانسې ملي لوبډله کې هم لوبه کوي چې دغه پیاوړی لوبغاړۍ په تیرو سیالیو کې له ځانه بې سارۍ وړتیا ښودلی او د فرانسې ملی لوبډلې ...

نور ولوله »

کینیايي لوبډلې په ۲۱۴ منډو ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۲۵مه ۱۳۹۳ل): نن د پاکستان الف او کینیا ملي لوبډلو تر منځ دریمه لوبه وه کوم کې چې پاکستاني لوبډلې د کینیا ملي لوبډلې ته په ۲۱۴ منډو ماتې ورکړه. د لوبې پچه کینیايي لوبډل مشر وګټله او پاکستاني لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. پاکستاني لوبډلې په ټاکل شوي اورونو کې ...

نور ولوله »

فوټبال: کریسټیانو رونالډو د کال غوره لوبغاړۍ وټاکل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۲۴مه ۱۳۹۳ل): کریسټیانو رونالډو ته د بي بي سي له خوا د کال غوره لوبغاړۍ جایزه د ګرت بیل په لاسونو ورکړل شوه. د بي بي سي راپورونو پر بنسټ کریسټیانو رونالډو د ریال ماډریډ لوبډلې پیاوړی لوبغاړۍ چې په اصل کې د پرتګال هیواد څخه دی د ۲۰۱۴ زیږیدیز کال غوره لوبغاړۍ وټاکل شو. ...

نور ولوله »

کرکټ: سمیت د استرالیا نوی لوبډل مشر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۲۴مه ۱۳۹۳ل): استرالیا او هندوستان لوبډلو تر منځ ټیسټ لوبو سیالۍ روانه ده چې په دغه سیالیو کې به له دې وروسته سمیت د استرالیايي لوبډلې لوبډل مشر وي. سمیت وروسته له هغې د استرالیايي لوبډلې لوبډل مشر ونومول شو چې د استرالیا پخوانۍ لوبډل مشر مایکل کلارک ته د نوموړي ټپ له امله د ...

نور ولوله »

کینیا یو ځل بیا سخته ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۲۴مه ۱۳۹۳ل): نن د پاکستان الف لوبډلې او کینیا ملي لوبډلې تر منځ دوهمه لوبه وه کوم کې چې کینیا په ۱۵۵ منډو ماتې وخوړه. نننۍ لوبې پچه پاکستاني لوبډل مشر وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. پاکستاني لوبډلې ټاکل شوي اورونو کې خپل ۴ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۱۴ منډې جوړې کړې. ...

نور ولوله »

هاکي: جرمني لوبډلې پاکستان ته سخته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۲۳مه ۱۳۹۳ل): نن د هاکی چمپینز ټرافي سیالیو پایلوبه کې جرمني لوبډلې پاکستان ته ۲-۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او د نړۍ اتلولي خپله کړه. پایلوبې له پیل څخه جرمني لوبډلې ښه لوبه پیل کړه او پاکستاني لوبغاړي ته يي د ښه لوبې موقع ورنکړه. د لوبې په ۱۸م دقیقه کې دجرمني لپاره کرسټوفر ...

نور ولوله »