ورزش

ماراډونا د فیفا اوسنی مشر «جوزیف بلاتر» فاسد شخصیت وباله

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۱مه، ۱۳۹۴ل):د ارجنټاین پخوانی اسطوري لوبغاړي ماراډونا وویل چې د فیفا اوسنۍ مشر یو فاسد شخصیت دی، او د فیفا په آینده انتخاباتو کې به یې حمایت نه کوي. نوموړي دغه خبري د یوه خیریه لوبي تر مخه په کولومبیا کې په یوه خبري ناسته کې وکړې، نوموړي وویل: مونږ کولای سو چې په فساد ...

نور ولوله »

مشهور برازیلی سوک وهونکی د اسلام په مبارک دین مشرف شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): په برازیل کې د اسلامي موسساتو ټولنه وايي چې د سوک وهنې په لوبه کې مشهور لوبغاړی «الیکس پیریرا» د اسلام په مبارک دین مشرف شوی. الیکس پیریرا په لاتیني امریکا کې د سوک وهنې «Kickboxing» په سیالیو کې لومړی مقام لري او د نړۍ په کچه شپږم تکړه سوک وهونکی دی. ښاغلی ...

نور ولوله »

د فیفا په مرسته د افغانستان د فوټبال لپاره درې ودانۍ جوړي شوې

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، وري ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د فوټبال فیډریشن د فیفا په مرسته په کابل کې خپل د ادارې لپاره درې ودانۍ جوړي کړي، چې په هغه کې د افغانستان د فوټبال فیډریشن مرکزي دفتر، یو د فوټسال میدان او یو هم د ساحلي فوټبال میدان دی، چې د درې سوه نندارچیانو لپاره د ناستي چوکی ...

نور ولوله »

اتصالات د افغانستان د والیبال فدراسیون سره د ګډې همکارۍ تړون لاسلیک کړ

اتصالات د افغانستان د والیبال فدراسیون سره د ۲۰۱۵ کال لپاره د همکارۍ تړون لاسلیک کړ. اتصالات افغانستان د افغانستان د والیبال ملي فدراسیون سره په یوه ګډه رسنیزه غونډه کې، د اپریل په ۷مه نیټه د ګډې همکارۍ یو تړون لاسلیک کړ. ددې تړون له مخې به اتصالات په ۲۰۱۵ کال د والیبال ټولې کورنۍ او بهرنۍ سیالي په ...

نور ولوله »

بنګله دیش به د پاکستان کرکټ بورډ ته ۳۲۵۰۰۰ ډالر جرمانه ورکوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وری ۱۷مه ۱۳۹۴ل): د بنګله دیش کرکټ بورډ (بي سي بي) پریکړه کړې چې د پاکستان کرکټ بورډ ته درې لکه او پنځه ویشت زره امریکايي ډالر د جرمانې په ډول ورکړې چې د پاکستان کرکټ بورډ هم دغه جرمانه منلې. په ۲۰۱۲ز کال کې د بنګله دیش کرکټ بورډ پاکستان ته د خپلې لوبډلې دوه ...

نور ولوله »

۱۰۰ کلنې جاپانۍ میرمنې په ۱۵۰۰ متره لامبو وهلو مسابقې کې ګډون وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وری ۱۷مه ۱۳۹۴ل): جاپان کې د لامبو وهلو یوه ستره مسابقه په لار اچول شوې وه چې دې مسابقې کې یوې ۱۰۰ کلنې میرمنې ګډون کولو سره ټول خلک حیران کړل. دغه میرمن چې میاکو نومیږي ټاکل شوې ۱۵۰۰ متره فاصله په یو ساعت ۱۵ دقیقې او ۵۴.۳۹ ثانیو کې ووهله او لوبه يي پای ته ...

نور ولوله »

د سنیل ناراین توپ اچوونې طریقه سمه وبلل شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وری ۱۷مه ۱۳۹۴ل): د ویسټ انډیز تکړه او پیاوړی توپ اچوونکی سنیل ناراین توپ اچوونې طریقه سمه بلل شوې او نوموړی له دې وروسته کولی شي نړیوالو لوبو کې ګډون وکړي. سنیل ناراین تیره اونۍ د هندوستان په چنای ښار کې د کرکټ نړیوال ادارې په یوه مرکز کې خپل د توپ اچوونې طریقې ازموینه ورکړه. ...

نور ولوله »

نیوزیلینډي توپ اچوونکي مېلز له کرکټ لوبې استعفا وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وری ۱۲مه ۱۳۹۴ل): د نیوزیلینډ لوبډلې توپ اچوونکی کېل مېلز په نړیوال جام کې د استرالیا په خلاف له ماتې خوړلو وروسته له کرکټ لوبې استعفا وکړه. له دې وړاندې ویټورې هم استعفا کړی و خو ویټورې خبریالانو ته ویلي چې له دې وروسته به بیا هم په شل اوریزو لوبو کې ګډون کوي خو مېلز ...

نور ولوله »

ډینیل ویټورې له کرکټ لوبې استعفا وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وری ۱۲مه ۱۳۹۴ل): د نیوزیلینډ لوبډلې ورو توپ اچوونکی ویټورې خپل هیواد ته له رسیدو وروسته وویل چې غواړي له کرکټ لوبې څخه استعفا وکړي. ویټورې چې اوسمهال ۳۶ کاله عمر لري په نړیوال جام کې له استرالیا څخه له ماتې خوړلو وروسته په رسمي ډول تایید کړ چې غواړي له کرکټ لوبو څخه استعفا وکړي. ...

نور ولوله »

د کرکټ نړیوالې ادارې مشر کمال مصطفی استعفا وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وری ۱۲مه ۱۳۹۴ل): د کرکټ نړیوالې ادارې مشر کمال مصطفی د چهار شنبې په ورځ له خپلې دندې استعفا ورکړه. نوموړی ویلي چې د کرکټ نړیوالې ادارې کارکوونکي د دغې ادارې قانون په خلاف عمل کوي. د کرکټ نړیوالې ادارې مشر کمال مصطفی د بنګله دیش څخه دی او غوښتل يي چې د ۲۰۱۵ زیږیدیز کال ...

نور ولوله »