ورزش

شپږ افغان پوځي ورزشکاران استرالیا کې له سیالیو وروسته پټ شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د پوځ معلولو لوبغاړو شپږ ورزشکاران په استرالیا کې له سیالیو وروسته ځانونه پټ کړي دي او لا تر دې دمه هېواد نه دي راستانه شوي. اته افغان لوبغاړي چې استرالیا ته د انګلستان شهزاده لخوا جوړې شوې سیالیو لپاره تللي وو په سیالیو کې له ګډون وروسته ټاکل شوې وه ...

نور ولوله »

بابر اعظم په شل اوریزو سیالیو کې د چټکو «۱۰۰۰» منډو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۷): د پاکستان ملي لوبډلې تکړه توپوهونکی بابر اعظم لومړی لوبغاړی شو چې په شل اوریزو سیالیو کې یې چټکې ۱۰۰۰ منډې جوړې کړې. بابر اعظم په ۲۶ سیالیو کې د ۱۰۰۰ چټکو منډو جوړولو ریکارډ پخپل نوم کړ چې له دې وړاندې د هندي ویرات کوهلي په نوم و، کوهلي په ۲۷ سیالیو ...

نور ولوله »

کرېکټ: استرالیا لوبډله په خپل کور کې هم ناکامه شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۷): د استرالیا ملي لوبډله چې د کرېکټ په تاریخ کې غوره لوبډله بلل کیږي او زیات نړیوال جامونه یې هم ګټلي دي په تېره نیږدې کې له سختو ستونزو سره مخ ده. نن د یکشنبې په ورځ د سویلي افریقا او استرالیا لوبډلو ترمنځ د استرالیا په کوربه توب یو ورځنۍ سیالۍ ترسره ...

نور ولوله »

دولت ځدراڼ: راتلونکې یوه میاشت کې لوبو ته راګرځم

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه چټک توپ اچونکي دولت ځدراڼ ویلي دي چې د نوموړي روغتیایي حالت په ښه کېدو دي او ډیر ژر به لوبو ته چمتو شي. ۳۰ کلن ځدراڼ په یوه ویډیوي خبر کې چې د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا خپره شوې زیاته کړې چې له تېرو څلویښتو ورځو هند ...

نور ولوله »

محمد نبي په بیګ بیش لیګ کې یو وار بیا د میلبورن لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۷ل): د افغانستان لوبډلې تکړه آلراونډر محمد نبي یو وار بیا په استرالیا لیګ «بیګ بیش» کې د میلبورن رینیګیډز لوبډلې سره د راتلونکې پړاو لپاره تړون لاسلیک کړ. د میلبورن رینیګيډز لوبډلې لخوا په خپاره شوي راپور کې د یاد خبر پخلی شوی، ۳۳ کلن محمد نبي په ۲۰۱۷/۱۸م کال پړاو کې د ...

نور ولوله »

د جمال خاشقجي وژنه؛ جان سینا سعودي کې له سیالۍ کولو بخښنه وغوښته

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۷ل): د نړۍ مشهور پهلوان او غیږ نیونکی جان سینا په سعودي کې د جمال خاشقجي د وژنې له کبله په دغه هېواد کې له سیالۍ کولو بخښنه وغوښته. د پهلوانۍ مشهورې کمپنۍ ډبلیو ډبلیو اي (WWE) د جمعې په ورځ د نومبر په دویمه نيټه د سعودي په پلازمینه ریاض ښار کې سیالۍ ...

نور ولوله »

نوروز منګل د کرېکټ بورډ غوراوې کميټې له مشرۍ ګوښه کړل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ لړم، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې نن چهارشنبه د یوې خبري ناستې پرمهال په کرېکټ بورډ کې د یو لړ بدلونونو پریکړه کړې. له کرېکټ بورډ څخه په خپره شوې خبري ناسته کې چې مشري یې د کرېکټ بورډ عمومي رئیس عزیز الله فضلي کوله د افغانستان کرېکټ د غوراوي کمیټې مشر نوروز له ...

نور ولوله »

شیکر دهاون (آی پي ایل) کې د راشد خان لوبډله پریښوده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ لړم، ۱۳۹۷ل): په هندوستان غوره لیګ سیالیو کې د سنرایزز حیدر اباد لوبډلې د ملا تیر توپوهونکی شیکر دهاون په ۲۰۱۹م کال راتلونکي سیالیو کې له دغې لوبډلې سره یوځای نه لوبیږي. شیکر دهاون چې د یادې لوبډلې غوره توپوهونکی ګڼل کیږي ویلي دي چې نوموړی به راتلونکي آی پي ایل کې د سنرایزز پرځای ...

نور ولوله »

د کرېکټ نړیوال جام ګټونکی سریلنکایي لوبډلمشر له نېول کېدو وروسته خوشې شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۷ل): په سرېلنکا هېواد کې د سیاسي ستونزو له کبله له تېرې یوې اوونۍ راهیسي کړکیچن حالت د سرېلنکا لپاره په ۱۹۹۶م کال کې د کرېکټ نړیوال جام ګټونکی لوبډلمشر «ارجونا راناټونګا» د پولیسو لخوا نېول شوی و. د سرېلنکا کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر ارجونا راناټونګا د کرېکټ څخه له استعفا وروسته ...

نور ولوله »

کرېکټ: پاکستان استرالیا لوبډله په شل اوریزو سیالیو کې کلین سویپ کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۷ل): د پاکستان او استرالیا ترمنځ په درې شل اوریزو سیالیو کې د پاکستان لوبډلې توپ اچونکي ښه وځلیدل چې د استرالیا لوبډله یې د کمو منډو هدف پوره کولو کې پاتې راوستله. د درې شل اوریزو لړۍ کې پاکستان استرالیا ته په درې صفر کلین سویپ سره ماتې ورکړه، چې په مرسته یې ...

نور ولوله »