ورزش

کرکټ: روزونکي کبیر خان استعفاء ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د افغان کرکټ ملي لوبډلې روزونکي کبیر خان د شخصي بوختیاو له امله په کرکټ د روزونکي له دندې استعفاء ورکړه. نوموړي نن د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې د کرکټ بورډ د عمومي ریس شهزاده مسعود او د کرکټ بورډ د اجرائیوي ریس ډاکټر نورمحمد مراد تر مخ خپله استعفاء ...

نور ولوله »

شپږیزه کې د عبید کونړي د مخکې تګ مخه ډب شوه!

لیکوال: عصمت الله صافی فکر نه کوئ،چې نن میرویس اشرف په لوی لاس پیاوړي تیز بالر عبید کونړي ته په ټوله لوبه کې یو اور ورکړ؟ د شپیږیزې سیالۍ په دریمه ورځ لومړۍ لوبه د میس عینک اتلانو او امو نهنګانو ترمنځ پیل شوه، د لوبې پچه لوبډلمشر میرویس اشرف وګټله؛خو د توپ وهنې بلنه یې میس عینک اتلانو ته ...

نور ولوله »

کرکټ: هند او پاکستان دواړه ټيسټ سیالۍ کې ناکام شول

نن ټکی اسیا (يکشنبه، زمري ۱۹مه ۱۳۹۳ل): نن د پاکستان او هند د کرکټ ټیمونو د خپل سیال ټیمونو څخه د کرکټ په پنځه ورځېنۍ سیالۍ (ټیسټ) کې سخت ماتې وخوړه. پاکستان لوبغاړي دا مهال په سريلانکا کې ددغه هیواد د لوبغاړو سره په سیالیو بوخت دي، او هلته په لندن کې د هندوستان لوبډله د بریتانیا سره په سیالیو ...

نور ولوله »

هند په کندهار کې د کرکټ لوبغالی جوړوي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د هند حکومت په کندهار کې د کرکټ لوبغالي د جوړونې لپاره یو میلیون ډالر مرسته منظور کړې. د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې دوی په کابل کې د هند سفارت ته پېشنهاد کړی و چې په کندهار کې د معیاري لوبغالي د رغونې په اړه ورسره یو میلیون ډالر مرسته وکړي. د ...

نور ولوله »

کرکیټ: د پاکستان د ټیم کوچ یو ځل بیا وقار یونس وټاکل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمری ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): د پاکستان کرکیټ بورډ اعلان کړی چې د راتلونکې مودې لپاره به یو ځل بیا ددغه هیواد د کرکیټ ستوری بالر وقار یونس د کوچ په توګه وګومارل شي. د راتلونکي چار شنبې (سبا ورځ) څخه د سیرلانکا او پاکستان تر منځ د کرکیټ لوبي شروع کیږي، چې لومړی به دوه ټسټ ...

نور ولوله »

کرکټ: افغانستان نن زمبابوۍ بیا ماته کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۸مه ۱۳۹۳ل): زمبابوۍ ته د افغانستان سفر تر دې مهاله ښې لاسته رواړنې لري. افغانستان  د څلورو یو ورځېنۍ سیالیو سیریز برابر کړ او نن یې څلور ورځېنی سیالي د زمبابوۍ څخه په ۳۵ منډو وګټله. افغانستان ننۍ لوبه د میرویس اشرف د ښه توپ اچونې (بالینګ) پر مټ وګټله، نوموړي ایله ۳۵ منډې په ...

نور ولوله »

کرکټ: افغانستان نن د زمبابوۍ سره حساب برابر کړ

نن ټکی آسیا (پنجشنبه، زمري ۲مه ۱۳۹۳ل): افغانستان نن د زمبابوۍ سره تر هغې وروسته حساب برابر کړ چې څلورمه او وروستۍ سیالۍ کې يې زمبابوۍ ته ماتې ورکړه. دا درېيمه سیالي ده چې افغانستان یې د لومړۍ درجې هېواد څخه ګټي. افغانستان د زمبابوۍ سره ۴ یو ورځينۍ سیالۍ درلودلې چې لومړۍ دوه سیالۍ یې زمبابوۍ او وروستۍ دوه ...

نور ولوله »

د دولت ځدران تندریزو شپږیزو زمبابوۍ ماته کړه

نن ټکی آسیا (سه شنبه، چنګاښ ۳۱مه ۱۳۹۳): افغانستان نن زمبابوۍ ته په یوه سخته سیالۍ کې ماتې ورکړه. د دولت ځدران وروستیو ۴ شپږیزو مړژواندی افغانستان بېرته ژوندی کړ. افغانستان تردې دمخه د څلورو سیالیو له منځه دوه سیالۍ بایللې وې. افغانستان سره نن قسمت یاري وکړه، پچه يې وګټله او د بالینګ کولو پریکړه یې وکړه. د زمبابوۍ ...

نور ولوله »

د عثمان غني سلیزې افغانستان له ماتې ونه ژغورلو

نن ټکی آسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۹مه ۱۳۹۳ل): زمبابوۍ نن په یوه ورځينې سیالۍ کې افغانستان ته بیا ماتې ورکړه. که څه هم افغانستان په بیټنګ کې خورا ښه لوبه وکړه خو په بالینګ بیا هغسې چې ترې تمه کېدله ونه ځلېدل. د زمبابوۍ لوبډلې اوپنر سکندر رضا ښې لوبې نن زمبابوۍ بریالۍ کړه. نوموړي په ۱۳۳ بالونو ۱۴۱ منډې جوړې ...

نور ولوله »

کرکټ: زمبابوۍ افغانستان ته ماتې ورکړه

نن ټکی آسیا (جمعه، چنګاښ ۲۷مه ۱۳۹۳): د افغانستان او زمبابوۍ د څلورو سیالیو په لومړنۍ سیالۍ کې زمبابوۍ افغانستان ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه. د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې دا لومړی وار دی چې د یو ټيسټ لوبډلې خلاف څلور سیالۍ کوي. د نن د لوبې پچه زمبابوۍ وګټله او د لومړي بالینګ (توپ اچونې) پریکړه ...

نور ولوله »