ورزش

سویلي افریقا لوبډلې له پرلپسې ماتې وروسته ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د سویلي افریقا او ویسټ انډیز لوبډلو تر منځ وروستۍ شل اوریزه لوبه پای ته ورسیده. دغه لوبه سویلي افریقا په ۶۹ منډو وګټله. د لوبې پچه د ویسټ انډيز لوبډل مشر وګټله او توپ اچونې پریکړه يي وکړه. سویلي افریقا بیا د ښه توپ وهنې ننداره وړاندې کړه او یوازې ۳ لوبغاړي ...

نور ولوله »

افغانستان د سکاټلینډ په وړاندې سخته ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲۴مه ۱۳۹۳ل): نن د افغانستان او سکاټلینډ ملي لوبډلو تر منځ یو ورځنۍ لوبه وه چې دغه لوبه کې افغانستان د سکاټلینډ په وړاندې سخته ماتې وخوړه. د لوبې پچه د سکاټلینډ لوبډل مشر وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. سکاټلینډ ټاکل شوي پنځوس اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۱۳ ...

نور ولوله »

فوټبال: فیفا له خپلې پریکړې ملاتړ وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲۴مه ۱۳۹۳ل): د فوټبال نړیوالې ادارې (فیفا) تیره ورځ د کال غوره لوبغاړی اعلان کړ چې د فیفا ادارې دغه پریکړه له ځینې نیوکو سره مخ شو. د بارسلونا شخصي لوبډلې خوښوونکي دغه جایزه د لیونل میسي حق بولي په داسې حال کې چې کریسټیانو رونالډو د ډیرورایو له ګټلو سره د دغې جایزې ګټونکی ...

نور ولوله »

کرکټ نړیوالې ادارې بیا هم سعید اجمل ته د لوبې چانس ورکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲۴مه ۱۳۹۳ل): د کرکټ نړیوالې ادارې اعلان کړی چې که چیرې د فبروري ۷م پورې سعید اجمل د توپ اچونې ازموینه کې بریالی شي نو نړیوال جام کې لوبه کولی شي. د کرکټ نړیوالې ادارې خپل دغه پریکړه د یو لیکل شوي پیغام په ډول د پاکستان کرکټ بورډ چارواکو ته سپارلی او هغوي ته ...

نور ولوله »

فوټبال: کریسټیانو رونالډو بیا د سرو زرو توپ ګټونکی شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۳مه ۱۳۹۳ل): تیره شپه کریسټیانو رونالډو د درییم ځل لپاره د کال غوره لوبغاړی وټاکل شو او فوټبال نړیوالې ادارې (فیفا) د سرو زرو توپ يي خپل کړ. کریسټیانو د جایزې اخیستلو پر مهال وویل:« زه له ټولو هغو کسانو چې ما ته رایه راکړې مننه کوم. زه همدا راز شخصي لوبډلې له مشر، ...

نور ولوله »

ایریلینډ د سکاټلینډ لوبډلې ته په درې ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۲مه ۱۳۹۳ل): شیبه وړاندې د ایرلینډ او سکاټلینډ لوبډلو تر منځ یو ورځنۍ لوبه پای ته ورسیده. دغه لوبه کې ایرلینډ د سکاټلینډ لوبډلې ته په ۳ ویکټو ماتې ورکړه. د لوبې پچه ایرلینډي لوبډل مشر وګټله او سیالې لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. سکاټلینډ ټاکل شوي ۵۰ اورونو کې خپل ۹ ...

نور ولوله »

استرالیا هم خپل ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د استرالیا کرکټ بورډ ټاکنې کمیټه مایکل کلارک د نړیوال جام لپاره کوم به چې راتلونکی میاشت پیلیږي د دغې لوبډلې لوبډل مشر ټاکلی. مایکل کلارک ته چې خپل ټپ او جراحي عملیات له امله د هندوستان په خلاف درې ټیسټ لوبو کې ګډون ونکړ د فبروري تر ۲۱مې وخت ورکړل شوی. د ...

نور ولوله »

پاکستاني لوبډل مشر مصباح الحق له یو ورځنیو لوبو استعفا کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۲مه ۱۳۹۳ل): ځینې راپورونو پر بنسټ د پاکستان ملي لوبډلې لوبډل مشر مصباح الحق ویلي چې له نړیوال جام وروسته له یو ورځنیو لوبو استعفا کوي. مصباح الحق اوسمهال ۴۰ کلن دی او له شاهد افریدی وروسته دوهم تجربه لرونکی لوبغاړی دی چې له نړیوال جام وروسته له یو ورځنیو لوبو استعفا کوي. مصباح الحق ...

نور ولوله »

ویسټ انډیز سخته لوبه کې سویلي افریقا ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۱مه ۱۳۹۳ل): نن د ویسټ انډیز او سویلي افریقا لوبډلو تر منځ دوهمه شل اوریزه لوبه وه چې دغه لوبه کې بیا هم ویسټ انډیز د سویلي افریقا لوبډلې ته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه. لوبې پچه ویسټ انډیز لوبډل مشر وګټله او سیالې لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. سویلي افریقا ټاکل ...

نور ولوله »

ناڅرګندو وسله‌ والو د فټبال د ملي ټيم روزونکی په چاقوانو وهلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۱مه ۱۳۹۳ل): ناڅرګندو وسله‌ والو د فټبال ملي لوبډلې روزونکی محمدیوسف کارګر باندې د چاقوانو ګوزارونه کړي او سخت یې ټپي کړی دی. د فټبال د فدارسیون مرستیال فریدمولايي پژواک ته ویلي چې برید بېګا شاوخوا ۱۰ بجې هغه مهال وشو چې یوسف کارګر له یوه مېلمستون څخه کور ته روان و. یادې سرچېنې زیاته ...

نور ولوله »