ورزش

کرکټ یو بل لوبغاړی هم قرباني کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۹مه، ۱۳۹۳ل): تیره ورځ په بیت المقدس کې د کرکټ یو لوبڅار چې د اسرائیلو ملی لوبډلې پخوانی لوبډل مشر هم و په توپ لگیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. دا پيښه په داسې حال کې را منځ ته شوې چې دوه ورځې مخکی استرالیايي لوبغاړی هم په توپ لګیدو له امله مړ ...

نور ولوله »

افغان لوبډله بیا هم له سختې ماتې سره مخ شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۹مه، ۱۳۹۳ل): نن د افغان او اماراتو لوبډلو تر منځ د ۷ یو ورځنیو سیالو دوهمه لوبه تر سره شوه. دغه لوبه کې افغان لوبډلې په ۶ ویکټو ماتې وخوړه. نننۍ لوبه پچه د اماراتو لوبډل مشر وگټله او افغان لوبډلې ته د لومړۍ توپ وهنې بلنه ورکړه. افغان لوبډله د نوروز منگل ۱۲۹ منډو ...

نور ولوله »

سریلانکايي توپ اچونکو خپل وړتیا ثابته کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۸مه، ۱۳۹۳ل): نن د سریلانکا او انگلینډ لوبډلو تر منځ د ۷ یو ورځنیو سیالیو دوهمه لوبه وه. دغه لوبه سریلانکا په ۸ ویکټو وگټله. نننۍ لوبې پچه انگلینډ لوبډل مشر وگټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. انگلینډي توپ وهونکي د سریلانکايي توپ اچونکو پر وړاندې مقاومت ونشو کړای. انگلینډ لوبډله ټول لوبغاړي له ...

نور ولوله »

کرکټ: اماراتو لوبډلې افغانستان مات کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۷مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان او متحده عربي اماراتو لوبډلو تر منځ د څلور یو ورځنیو سیالیو لړۍ د نن ورځې له لوبې څخه پیل شوه. دغه لوبه کې افغان لوبډله په پنځه ویکټو ماتې وخوړه. لوبې پچه افغان لوبډل مشر محمدنبي وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. افغان لوبډله په ټاکل شويو ۵۰ اورونو ...

نور ولوله »

کرکیټ: د افغانستان او متحده عرب اماراتو تر منځ یوه ورځنۍ لوبه پيل شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۷مه ۱۳۹۳ل): د متحده عرب اماراتو او افغانستان د لوبډلو تر منځ یوه ورځنۍ پنځوس اوریزه لوبه څو شیبې وړاندي پيل شوه. دواړه هیوادونه به د څلورو لوبو لړۍ کې یو د بل په خلاف لوبیږي. د لوبي په پیل کې افغانستان کپتان محمد نبي عیسی خیل پچه وګټل، او لومړی یې د توپ وهني ...

نور ولوله »

کرکټ نړیوالې ادارې ټولو لوبډلو ته خبرداری ورکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۶مه، ۱۳۹۳ل): په دې وروستیو کې د کرکټ نړیوالې ادارې د توپ اچونې طریقې په اړه جدې ګامونه اوچت کړی او ډیر توپ اچونکي يي له بندیزونو سره مخ کړ. کرکت نړیوالې ادارې د توپ اچونې لپاره ځانګړۍ زاویه ټاکلې چې له ټاکل شوي زاويي څخه په زیاته درجه توپ اچونکي به خپل توپ اچونې ...

نور ولوله »

په لوبه کې ټپي شوی استرالیايي کرکټر «فلپ هیوجز» ومړ

نن‌ ټکی‌ اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۶مه، ۱۳۹۳ل): هغه استراليايي نړیوال لوبغاړی چې دوه ورځي وړاندي د کورنیو لوبو په جریان کې په باونسر بال په غاړه لګېدلی وو، نن د ټپونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغه لوبغاړی چې فلپ هیوجز «Phillip Hughes» نومیده، یوازي ۲۵ کاله عمر یې درلود، او د کرکټ څارونکو په وینا یو ډیر ...

نور ولوله »

سریلانکا لومړۍ لوبه کې انگلینډ له ماتې سره مخ کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۵مه، ۱۳۹۳ل): همدا شیبه د سریلانکا او انگلینډ د ۷ یو ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه پای ته ورسیده کوم کې چې سریلانکا د انگلینډ لوبډلې ته په ۲۵ منډو ماتې ورکړه. لوبې پچه انگلینډي لوبډل مشر وگټله او توپ اچونې پریکړه يي وکړه. سریلانکا لوبډلې په ټاکل شوي ۵۰ اورونو کې ۶ لوبغاړي له لاسه ...

نور ولوله »

زیمبابووي د ماتې لړۍ ادامه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۵مه، ۱۳۹۳ل): نن د بنگله دیش او زیمبابووي تر منځ د پنځه یو ورځنیو سیالیو دریمه لوبه وه. دغه لوبه کې بنگله دیش د زیمبابووي لوبډلې ته په ۱۲۴ منډو ماتې ورکړه. لوبې پچه زیمبابووي لوبډل مشر وگټله او بنگله دیش لوبډلې ته د توپ وهنې وړاندیز وکړ. بنگله دیش لومړۍ توپ وهنې په مرسته ...

نور ولوله »

د کینیا لوبډلې په پاکستان رحم وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۵مه، ۱۳۹۳ل): پاکستان کرکټ بورډ اداره دغه هیواد کې د نړیوالو لوبو بیا پیل لپاره هلې ځلې کوي. پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې راتلونکی څو ورځو کې به د پاکستان الف لوبډلې او کینیا لوبډلې تر منځ ۵ یو ورځنۍ لوبې کیږي. د پاکستان کرکټ بورډ په وینا د کینیا لوبډله به د دسمبر ...

نور ولوله »